افغانستان

میدان وردګ: په نرخ کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - میدان وردګ: په نرخ کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو نرخ ولسوالۍ کې د یو طالب قومندان په ګډون د دولت اتلس مخالف وسلوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. د میدان وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د دې خبر له خپرولو سره وایي، د دغه ولایت  د والي حیات الله حیات په مشرۍ یوشمیر امنیتي مسولینو او د ولایتي شورا وکیلانو نن  نرخ...

افغانستان

ۤۤۤپکتیا: بې کیفیته درمل وسوزول شول

توسط - ۤۤۤپکتیا: بې کیفیته درمل وسوزول شول

د پکتیا په ولسواليو کې نیول شوي بې کفیته درمل راټول او وسوځول شول او همدا راز د کلینکونو سره د طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه. د پکتیا دعامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر ګل محمد الدين محمدي وویل د یوه پلاوي په مشرۍ یې څمکنیو ، پټان ، میرزکې او احمدخیلو ولسوالیو ته سفرونه وکړل ، بې...

افغانستان

څلورو طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - څلورو طالبانو ته د خپل ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده

  په فارياب کې د ٢٠٩ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن رضا رضايي ویلي، چې د دغه ولایت په قيصار ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د طالبانو يو ماين جوړوونکى وژلی او د هغه درې ملګري يې ټپیان کړي دي. رضايي وايي دغه ماین جوړوونکي خپلو ملګرو ته د ماین جوړولو روزنه ورکوله. رضايي ویلي دغه پیښه د قیصار ولسوالۍ په بلندغور سیمه...

افغانستان

په افغانستان کې د اداري فساد ګراف له یوه کاله بل ته لوړیږي

توسط - په افغانستان کې د اداري فساد ګراف له یوه کاله بل ته لوړیږي

د فساد پر وړاندې د افغانانو د همغږۍ بنسټ (افکک) فساد له ناامنیو وروسته د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه بولي. دغه بنسټ نن د فساد په اړه د خپلو اووه میاشتنیو موندنو راپور له رسنیو سره شریک کړ. د فساد په وړاندې د افغانانو د همغږي بنسټ چارواکو ویلي، چې له ۲۰۰۶ کال را وروسته په افغانستان کې د فساد ګراف هر کال د...

سيمه او نړۍ

د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د لیبیا په اړه خبرې وشوې

توسط - د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د لیبیا په اړه خبرې وشوې

  د امریکا، مصر او یو شمېر اروپايي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د جرمني په مونیخ ښار کې د امنیت د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د لیبیا په اړه خبرې وکړې. دغو چارواکو په لیبیا کې پر سیاسي حل او د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. په دغو خبرو کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې فیدریکا موګریني او جرمني او...

سيمه او نړۍ

په تایوان کې د وروستۍ زلزلې په تړاو د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل

توسط - په تایوان کې د وروستۍ زلزلې په تړاو د ژغورنې عملیات پای ته ورسېدل

  د وروستیو معلوماتو پر اساس په دغه زلزله کې ټول ۱۱۶ کسان مړه شوي دي. راپورونه وايي، په مړو کې ډیری هغه کسان دي، چې په زلزله کې پرې یوه ۱۷ پوړیزه ودانۍ رانړېدلې وه. دغه زلزله، چې د ریښتر په کچه ۶.۴ درجې ثبت شوې وه ۸ ورځې وړاندې وشوه، خو د ژغورنې هڅو یې تر اوسه دوام وکړ. دغې زلزلې درانه مالي...

افغانستان

محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشریفانو رییس ټاکل شوی دی

توسط - محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشریفانو رییس ټاکل شوی دی

  د ولسمشر د حکم له مخې محمد هارون چخانسوري د ارګ د تشریفاتو د نوي ريیس په توګه ټاکل شوی او دنده یې پیل کړې ده. د ارګ مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې کښلي، چې چخانسوري تر دې وړاندې په نړیوال بانک کې دنده لرله او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې د پالیسۍ جوړولو او د برنامو د مدیریت...

افغانستان

د نورستان د دوو قومونو ترمنځ د سل کلنې دښمنۍ د حل هڅې روانې دي

توسط - د نورستان د دوو قومونو ترمنځ د سل کلنې دښمنۍ د حل هڅې روانې دي

  په کوشتوز او کامدیش کې د قومونو ترمنځ په دښمنۍ کې تر اوسه د دواړو خواو له ۴۵۰ ډیر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي. د دې دښمنۍ د لمنځه وړلو لپاره اوس په ننګرهار کې د دغو قومونو پر استازو سربیره د بیلابیلو ولسوالیو د قومي مشرانو او د ارګ لخوا د ورلیږل شوي ځانګړي پلاوي جرګه روانه ده. د ننګرهار او...

افغانستان

یوناما: په ۲۰۱۵ کال کې تر ۱۱۰۰۰ ډیرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - یوناما: په ۲۰۱۵ کال کې تر ۱۱۰۰۰ ډیرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ملګرو ملتونه وايي ٢٠١٥ کال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړى کال و او په دغه کال کې ١١٠٠٢ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) په کلني راپور کې راغلي چې د ٢٠١٥ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې ٣٥٤٥ ملکي وګړي وژل شوي او ٧٤٥٧ نور ټپيان شوي دي. سرچينه وايي، ٢٠١٥ م کال...

افغانستان

افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

توسط - افغان حکومت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

  د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په اسلام اباد کې یې د هرات د پخواني والي سید فضل الله وحیدي د تښتول کیدو اړه په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر ويلي، چې له سید ابرار حسین سره یې په دې اړه خپله اندیښنه شریکه کړې ده. سید فضل الله وحیدي د تیرې جمعې پر ورځ...