افغانستان

ولسمشرخپل حقوقي مشاور ګوښه کړ

توسط - ولسمشرخپل حقوقي مشاور ګوښه کړ

ولسیمشرغني خپل حقوقي مشاور عبدالعلي محمدي له دندې ګوښه کړ .

د ولسمشر ویاند ظفرهاشمي وایي د محمدي ګوښه کیدل د هوشمند ښارګوټي په قرارداد کې غیرقانوني عمل کول و .

د هاشمي په وینا محمدي د هغه کمیسون له لوري په دې برخه کې پړ ثابت شوی ، چې ولسمشر د څیړنې امر ورته کړی و .

افغانستان

پکتیا: د معارف مشورتي بورډ جوړ شو

توسط - پکتیا: د معارف مشورتي بورډ جوړ شو

 

په پکتيا کې د معارف پرمختګ په موخه مشورتي بورډ جوړ شو. د پکتیا د پوهنې سرپرست رئیس لقمان حکيم حکيمي وویل په دغه مشورتي بورډ کې د پوهنتون او معارف استادان ، قومي مشران، ديني عالمان او مدني فعالان شامل دي. نوموړي زياته کړه د مشورتي بورډ غړي به په دې ولایت کې د معارف پرمختګ او ظرفیت...

ورزش

لغمان: زر به د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړشي

توسط - لغمان: زر به د کرکټ یو معیاري لوبغالی جوړشي

 

ډېر ژر به په لغمان کې د کرکټ لوبې لپاره د میعاري لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم، د یاد بورډ اداري مرستیال عزیز الله فضلي، د اجرائیوي ریاست مرستیال دوست...

افغانستان

د جبل السراج سمنټ په حمل کې بازار ته وړاندې کیږي

توسط - د جبل السراج سمنټ په حمل کې بازار ته وړاندې کیږي

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي د نوي لمریز کال له پيل سره به د جبل السراج د سمنټ فابریکې تولید هم بازار ته وړاندې شي.

د دغه وزارت ویاند محی الدین نوري ویلي، چې یاده فابریکه رغول شوې او زر به یې تولیدات  بازار ته وړاندې شي.

سرچینې د تولیداتو د څرنګوالي  او څومره والي په اړه څه...

افغانستان

والي: طالبان به بیا تخارکې سر راجګ نه کړي

توسط - والي: طالبان به بیا تخارکې سر راجګ نه کړي

د تخار والي جنرال ضیا خبرداری ورکوي، چې طالبان به بیا په دې ولایت کې سر پورته نه کړي .

والي دا خبرې د دلوې د شپږویشتمې له افغانستان څخه د روسانو د وتو د کلیزې په یاد غونډه کې کړي .

هغه د وسله والو طالبانو خلاف په دې ولایت کې د جدي هڅو او ښو لاسته راوړنو...

افغانستان

کونړ:د پولیو پرضد د یو نیم لک ماشومانو د واکسین کمپاین پيل شو

توسط - کونړ:د پولیو پرضد د یو نیم لک ماشومانو د واکسین کمپاین پيل شو

 

په کونړ کې د ګوزڼ ناروغۍ ضد درې ورځنې کمپاین پیل شو ، روغتیایي چارواکي وایي د دې کمپاین پرمهال به په کلیو او بانډو کې نیږدې یو نیم لک ماشومان  وآکسین شي. د کونړ مرستیال والي محمد نبي احمدي وویل دعامه پوهاوي پروګرامونو او ولسونو د همکارۍ په مټ به و کولای شو ،چې په...

افغانستان

ننګرهار:د خوراکي توکیو د پلورونکو ټولنه جوړه شوه

توسط - ننګرهار:د خوراکي توکیو د پلورونکو ټولنه جوړه شوه

 

په جلال اباد ښار کې د نرخونو او وزنونو د کنټرول په موخه د خوراکي توکو د پلور اتحاديه جوړه شوه. د دې اتحادیې د پيژندنې په مراسمو کې د ولايت مرستيال سربېره د يوشمېرادارو مشرانو او اصنافو او کسبګرو اتحاديې مسؤلينو هم شتون درلود. ولایت مرستيال محمدحنيف ګرديوال،چې د ښاري فرهنګ غوړيدا لپاره يې د...

افغانستان

د لوګر په ازره کې ۷۳۳ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي دي

توسط - د لوګر په ازره کې ۷۳۳ کیلو ګرامه تریاک نیول شوي دي

  چارواکي وايي ددغو تریاکو په تړاو درې کسان هم نیول شوي او یو بل له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دی. د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، دغه تریاک تیره روځ په یوه کور کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ونیول شول. صالح زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې پر ۷۳۳ کیلو ګرامه تریاکو سربیره یو ډاډسن موټر...

راپورونه او مرکې

د رغونې لپاره کندهار کې ۵۴ ميليونه ډالر لګول کېږي

توسط - د رغونې لپاره کندهار کې ۵۴ ميليونه ډالر لګول کېږي

د کليو پراختيا وزير چې کندهار ته يې سفر کړی وايي، د يو کال په موده کې به دغلته ۵۴ ميليونه ډالره لګول کېږي.

نوموړی وايې په راروان لمريز کال کې به کندهار کې ټولې ۱۵۳۵ د بيا رغونې پروژې عملي کړي.

د کليو پراختيا وزير نصير احمد دراني وويل، کندهار ته د ځانګړې شويو ۵۴ ميليونه ډالرو ډېری...

افغانستان

د طالبانو او داعش په خپلمنځي نښتو کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - د طالبانو او داعش په خپلمنځي نښتو کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

  د ننګرهار چارواکي وايي دغه نښته د اچین ولسوالۍ په کرکڼۍ سیمه کې شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي ویلي، چې په دغو نښتو کې د دواړو خواو ۱۳ وسله وال وژل شوي او لس نور ټپیان دي. خوږياڼي زیاته کړې، چې د جګړې له سیمې تر اوسه د ملکي مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دى ترلاسه شوى. په اچین...