افغانستان

د ډايکندي ولايت د نظامي څارنوالۍ رييس ووژل شو

توسط - د ډايکندي ولايت د نظامي څارنوالۍ رييس ووژل شو

  د دایکندي د نظامي څارنوالۍ رییس سردار محمد حسین جهاني د سمنګانو ولایت په دره صوف پايين کې له خپل موټرچلوونکي سره د ماين په چاودنه کې وژل شوى دى. د سمنګانو امنيه قومندان مل پاسوال محمد باقر مسعود ویلي، چې جهاني دره صوف بالا ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د دره صوف پايين ولسوالۍ په کوتل چيچل سيمه کې یې موټر د...

افغانستان

په زابل کې ماین چاودنې ورور او خور ووژل

توسط - په زابل کې ماین چاودنې ورور او خور ووژل

د زابل په مرکز قلات کې د یوه ښوونځي دوه زده کوونکي چې ورور او خور وو د ماین په چاودنه کې ووژل شول. د زابل د امنیت امر سمونمل غلام جیلاني فراهي ویلي، چې دغه ماین د زابل د نشه يي توکو پرضد د مبارزې د مدیر کور ته نږدې ايښودل شوی و . فراهي وايي، ماین د زابل د نشه يي توکو پر...

افغانستان

دفاع وزارت: د یوه قوماندان په ګډون ۴۸ وسله وال وژل شوي دي

توسط - دفاع وزارت: د یوه قوماندان په ګډون ۴۸ وسله وال وژل شوي دي

د ملي دفاع وزارت وايي افغان ځواکونو د یوه مهم طالب قوماندان په ګډون ۴۸ وسله وال وژلي دي. سرچینه وايي د مولوي عبدالوهاب په نوم دغه قوماندان د هلمند په مارجه کې د طالبانو د جلب او جذب د یوې ډلې مشري کوله. ملي دفاع وزارت وايي د مارجې په عملیاتو کې د مولوي عبدالوهاب ۹ نور ملګري هم وژل شوي او ۱۶ ټپیان...

افغانستان

په کندوز کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - په کندوز کې ۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

  سیمه ییز چارواکي وايي په کندوز کې د یوه قوماندان په ګډون ۶ طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي. په کندوز کې د ملي پوځ ویاند نصرالله جمشیدي رسنیو ته ویلي، چې دغه نښته نن سهار مخکې د کندوز ښار په حاجي عالم درې لارې او ورڅیرمه کلیو کې شوې ده. هغه په دغه جګړه کې...

افغانستان

افغانستان او قزاقستان اقتصادي همکارۍ زیاتوي

توسط - افغانستان او قزاقستان اقتصادي همکارۍ زیاتوي

ننګ درانی – کابل - د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ښو اقتصادي اړیکو لپاره د سوداګرۍ لومړنی کور په کابل کې جوړ شو. د دواړو هېوادونو سوداګر په یوه ګډ اقتصادي نندارتون کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د قناعت وړ نه بولي او په دې لار کې د پرتو ستونزو د هوارولو غوښتنه کوي. د کابل- آستانې ترمنځ د ښو اقتصادي...

افغانستان

د هلمند ولایت اوسېدونکي د کوکنارو بدیل کښت غوښتنه کوي

توسط - د هلمند ولایت اوسېدونکي د کوکنارو بدیل کښت غوښتنه کوي

د هلمند سیمه ایز چارواکي وايي، چې سږکال په هر صورت په دې ولایت کې د کوکنار کښت کموي، خو د دې ولایت اوسېدونکي ټینګار کوي چې دوی ته باید د کوکنار بدیل ورکړل شي. دغه اوسېدونکي وايي، که افغان حکومت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نشه يې توکو د له منځه وړو غوښتونکي دي، نو اړتیا ده چې له کروندګرو سره...

افغانستان

د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د نویو کمېشنرانو د غوراوي کمېټه راتلونکې اونۍ خپلې چارې پیلوي

توسط - د ټاکنیزو کمېسیونونو لپاره د نویو کمېشنرانو د غوراوي کمېټه راتلونکې اونۍ خپلې چارې پیلوي

ننګ درانی – کابل - د غوراوي کمېټې چارې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره لومړی ګام بلل کېږي. د دې کمېټې یو غړی وايي، د دوی چارې باید روانه اونۍ پیل شوې وی، خو د ځینو ستونزو له امله ونه توانېدل چې خپلې چارې پیل کړي. له دې سره پر ټاکنو یوشمېر څارونکي بنسټونه په تېر یوه کال کې د ټاکنیزو اصلاحاتو چارې ناکامې بولي او په...

افغانستان

په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د دوی لپاره په دوزخ بدل شوي دي

توسط - په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو کمپونه د دوی لپاره په دوزخ بدل شوي دي

ننګ درانی – کابل - یوې امریکایی ورځپاڼې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت څېړلی او لیکلي يې دي چې دغه کډوال د ژوند ترټولو کمو امکاناتو ته لاس رسی نه لري. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم په دې هېوادونو کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت نه ردوي، او ټینګار کوي چې د دې ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې...

افغانستان

کابل : ۱۹ تڼه الکولي مشروبات نیول شوي

توسط - کابل : ۱۹ تڼه الکولي مشروبات نیول شوي

د کابل پولیسو په دې ولایت کې ۱۹ تڼه الکولي مشروبات نیولي.

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره لیکلي، چې دغه مشروبات په پلچرخي سیمه کې له یوه لوی موټر څخه ترلاسه شوي .

سرچینه زیاتوي،د دغو الکولو د لېږدونې په تور ۳ پاکستاني اتباع نیول شوي.

سرچینه دا هم وايي،چې د...

افغانستان

امريکا د افغان ځواکونو په تجهیز کې ريښتنې نه ده

توسط - امريکا د افغان ځواکونو په تجهیز کې ريښتنې نه ده

ننګ درانی – کابل - په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پاتې کېدو څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز ډېر مهم دی. په داسې حال کې چې د امریکا دفاعي چارواکي په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د یوې برخې پر ساتلو چڼې وهي، کارپوهان په دې باور دي چې که افغان ځواکونه تجهیز کړای شي د مخالفینو پروړاندې د...