افغانستان

کونړ:څو زره کسیزه تبلیغي اجتماع پای ته ورسیده

توسط - کونړ:څو زره کسیزه تبلیغي اجتماع پای ته ورسیده

 

د کونړ په مرکز اسعد باد کې د دعوت او تبلیغ درې ورځنۍ اجتماع پای ته ورسیده. په دغه تبلیغي اجتماع کې د کونړولایت په لسګونو زرو اوسیدونکو او دولتي ادارو مسوولینو سربیره د هېواد د بېلابيلو سیمو په زرګونو خلکو او د ګاونډي هيوادونو د تبلیغ د لارې په سلګونومینه والو برخه اخیستې وه> د...

افغانستان

افغان ځواکونو د کندوز د سقوط هڅه ناکامه کړه

توسط - افغان ځواکونو د کندوز د سقوط هڅه ناکامه کړه

د کندوز چارواکي وایي په دې ولایت کې یې وسله وال طالبان سخت ځپلي او د ولایت د سقوط هڅه یې ناکامه کړې .

د دې ولایت والي اسدالله عمرخېل ویلي، له شپږو لورو دا ولایت تر بریدونو لاندې راغلی و، چې ملي ځواکونو یې په ځواب کې سخت مقاومت کړی او ۸۰ وسله وال یې وژلي.

افغانستان

قومي مشران: امنیتي ځواکونه دې د وسله والو خلاف خپل قوت وکاروي

توسط - قومي مشران: امنیتي ځواکونه دې د وسله والو خلاف خپل قوت وکاروي

 

دلغمان د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو  د دغه ولایت له والي عبدالجبار نعیمي سره په لیدنه کې پر وروستیو امنیتي ننګونو له اندیښنې ښودلو سره   له  امنیتي ځواکونو څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د مخالفینو دځپلو په موخه دې خپل قوت پرځای استعمال کړي. ددوی په وینا امنیتي ځواکونو...

افغانستان

نعیمي:نړیوال دې د بې کارۍ په کمولو کې مرسته وکړي

توسط - نعیمي:نړیوال دې د بې کارۍ په کمولو کې مرسته وکړي

   

د لغمان والي عبدالجبارنعيمي د ختيځ زون لپاره د يونسف مسوولينو سره په ناسته کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل، چې د بې کارۍ په کمولو کې مرسته وکړي . د لغمان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې د دغې د ناستې په پیل کې د ختيځ زون لپاره د يونسف...

افغانستان

د کندهار د درې ولسواليو امنيتي سرتيري وستايل شول

توسط - د کندهار د درې ولسواليو امنيتي سرتيري وستايل شول

د کندهار قومي مشرانو او ديني عالمانو د دغه ولايت د پنجوايي، ميوند او ژړۍ ولسواليو درې ګوني امنيتي مسؤلين وستايل.

DSC_1877

د پنجواني د پوليسو سرپرست مشر حضرت ولي هوتک او د پوځ قومندان غلام دستګير په خپلو خبرو کې وويل، دوی د وسله والو مخالفينو په...

افغانستان

ولسمشر د ۳۴ ولایتونو له چارواکو سره د هېواد پر عمومي وضعیت خبرې وکړې

توسط - ولسمشر د ۳۴ ولایتونو له چارواکو سره د هېواد پر عمومي وضعیت خبرې وکړې

ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۴ ولایتونو له ملکي او پوځي چارواکو سره د هېواد پر عمومي وضعیت خبرې کړې دي. له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې نن سهار د توحید له مرکز څخه وشوې او ولسمشر غني له ټولو والیانو او نورو چارواکو غوښتي چې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړي. سرچینه وايي، ولسمشر والیانو ته لارښوونه کړې چې...

افغانستان

ولسي جرګې سخي مشواڼی لس ورځې له دندې منع کړ

توسط - ولسي جرګې سخي مشواڼی لس ورځې له دندې منع کړ

    ولسي جرګې د کونړ د استازي سخي مشواڼي هغه کړنه وغندله، چې په تېره غونډه کې یې د اداري پلاوي پر غړي او د کلیو او پراختیا پر وزیر برید وکړ. ولسي جرګې د رايو په اکثريت پرېکړه وکړه چې د ولسي جرګې غړى سخي مشواڼى د کليو د بيارغونې او پراختيا له وزير سره د فزيکي چلند له امله نه شي کولى چې...

افغانستان

خلیلزاد:غني د ۵ کلونو لپاره انتخابي ولسمشر ټاکل شوی

توسط - خلیلزاد:غني د ۵ کلونو لپاره انتخابي ولسمشر ټاکل شوی

افغاني الاصله مشهور امریکایي سیاستوال زلمي خلیلزاد ویلي، چې غني د ۵ کلونو لپاره د خلکو په رایو ولسمشر ټاکل شوی .

هغه پخپلو تازه څرګندونو کې زیاته کړې، د سیاسي هوکړه لیک له مخې په کار وه، چې لویه جرګه جوړه شوې وای، خو اوس ورته د افغانستان امنیتي او نور شرایط برابر نه دي .

افغانستان

د ملارسول ډله: ملااختر منصور هم د ملاعمر په برخلیک اخته شوی

توسط - د ملارسول ډله: ملااختر منصور هم د ملاعمر په برخلیک اخته شوی

د ملا اخترمحمد منصور له ډلې بېله شوې ډله وايي، ملا اختر منصور نور ژوندی نه دی. دا په داسي حال کې ده، چې څو میاشتې وړاندې د ملااختر منصور د ټپي کېدو خبرونه خپاره شوي وو. د هغه تر ټپي کېدو وروسته د نوموړي هیڅ ږغیز او تصویري پیغام نه دی خپور شوی. دغې چاري نه یوازې په عامو خلکو کې د ملااختر منصور د...

سيمه او نړۍ

په جاپان کې د زورورو زلزلو له امله ۲۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

توسط - په جاپان کې د زورورو زلزلو له امله ۲۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په جاپان کې د زورورو زلزلو له امله شاوخوا ۲ زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغو زلزلو ګڼ شمېر ودانۍ نړولې او له امله یې نږدې ۷۰ زره کسان بې ځایه شوي دي. د جاپان لومړي وزیر شینزو آبي د ژغورندویه عملیاتو او له زیانمنو کسانو سره د مرستو له پاره د جدي هڅو خبر ورکړی دی. د جاپان سوېل ختیځې سیمې یو ځل...