افغانستان

د لوګر د محمد آغې نوي ولسوال خپله دنده پيل کړه

توسط - د لوګر د محمد آغې نوي ولسوال خپله دنده پيل کړه

 

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ نوی ولسوال نصیراحمد امین د ولسوالۍ کارکوونکو او خلکو ته ور وپېژندل شو او په کار یې پیل وکړ. د لوګر د والي ویاند سلیم صالح وایي، نصیراحمد امین د لیسانس ترکچې زده کړې لري او پخوا تردې د کورنیو چارو وزارت په الکترونیکي تذکرو کې دنده اجرا کړې او...

افغانستان

سعودي د لوګر جوماتونو سره د قالیني فرش مرسته وکړه

توسط - سعودي د لوګر جوماتونو سره د قالیني فرش مرسته وکړه

 

د سعودي عربستان لخوا د لوګر۲۰ مسجدونو لپاره د څه باندې ۳۰ زره متره  قالیني فرش مرسته وشوه . د لوګر د حج اوقافو رئیس قاضي نقیب الله رحیمي په وینا دغه فرش د سعودي عربستان هیواد له خوا مرسته شوې و چې د مرکز په شمول د ټولو ولسوالیو د شلو مسجدونو ملاامامانو په لاسونو ورته وویشل...

افغانستان

لغمان والي پانګوال په دې ولایت کې پانګونې ته وهڅول

توسط - لغمان والي پانګوال په دې ولایت کې پانګونې ته وهڅول

د لغمان والي عبدالجبارنعیمي وایي، په دې ولایت کې د پانګونې پوره اسانتیاوې موجودې دي او سوداګر باید پانګونه پکې وکړي .

نوموړي له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره د لیدنې پرمهال ډاډ ورکړی، چې په امنیتي او نورو لحاظونو یې کافي تدابیر د پانګونې لپاره مساعد کړي او له پانګوالو غواړي، چې دلته پانګونه وکړي .

ليکني او ژباړي

د سولې مخته پراته خنډونه/ اجمل هوډ

توسط - د سولې مخته پراته خنډونه/ اجمل هوډ

په لغمان کې (د ځوانانو د اعتياد لاملونو) پر راپور مې کار کاوه. د لغمان شل بستريز روغتون ته له معتادينو سره د مرکې لپاره ولاړم. له ډېرو سره مې مرکې وکړې. ډېرو راته ډېر لاملونه وويل. يوه موضوع راته ډېره عجيبه وه. له يوه معتاد سرتېري سره مخامخ شوم. نوموړي په ملي اردو کې درې کاله د خپل...

راپورونه او مرکې

جنرال دوستم: د حکومت دوه مشران د سیاسي وېش په کش مکش کې راګیر دي

توسط - جنرال دوستم: د حکومت دوه مشران د سیاسي وېش په کش مکش کې راګیر دي

د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په خپل يوه وروستي غبرګون کې د ولسمشر او اجراييه رييس په اړه سخته نيوکې کړې او وايي چې د حکومت د دوه مشرانو تر منځ د ٥٠ + ٥٠  د واک له وېش سره مخالف دى او په دغه برخه کې هم د هغه ونډه معلومه نه ده. نوموړي چې پرون ماښام د فارياب په دولت...

افغانستان

اته اتیا ورځې تر کندهاره کتاب چاپ شو

توسط - اته اتیا ورځې تر کندهاره کتاب چاپ شو

 د دغه کتاب لیکوال د امریکا د استخباراتی اداري لوړ پوړی چارواکی او د افغانستان او پاکستان لپاره د دغې اداري مخکینی مسوول رابرټ ایل ګرینیر دی او پښتو ژباړه یې بسم الله پښتون مل کړې ده ورځې تر کندهاره ليکوال: رابرټ ايل ګرينير ژباړن: بسم الله پښتون مل خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه «۸۸ ورځې تر کندهاره» هغه په...

راپورونه او مرکې

عبدالله: په ټاتکنیز نظام کې اصلاحات یو حتمي چاره ده

توسط - عبدالله: په ټاتکنیز نظام کې اصلاحات یو حتمي چاره ده

د حکومت اجرايي مشر ډاکټرعبدالله عبدالله وايي چې په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو رامنځته کول، يوه حتمي چاره ده او د اصلاحاتو د عملي کېدو لپاره د قانوني حل لارې موندلو بحثونه دوام لري. نوموړي نن د وزيرانو شورا په ناسته کې وويل چې د ټاکنيزو اصلاحاتو نه بايد تېښته ونه شي؛ ځکه چې ټاکنيز اصلاحات له خلکو سره د حکومت له بنسټيزو...

افغانستان

مستغني: د ایران له لورې سوريې ته د افغان کډوالو د لېږد موضوع ملګري ملتونه څاري

توسط - مستغني: د ایران له لورې سوريې ته د افغان کډوالو د لېږد موضوع ملګري ملتونه څاري

افغان حکومت د ایران لخوا د سوریې جګړې ته په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د لیږلو د مخنیوي هڅې پیل کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي جدي ډیپلوماتیکي هڅې یې پیل کړي، چې ددغه کار مخه ونیسي. د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي، چې افغان حکومت د ایران لخوا د سوریې جګړې ته د افغانانو د لیږلو په اړه...

افغانستان

ملي امنیت په کونړ کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی

توسط - ملي امنیت په کونړ کې یو ځانمرګی بریدګر نیولی دی

  د ملي امنیت د لوی ریاست مطبوعاتي دفتر وايي دغه بریدګر د کونړ په مرکز اسعد اباد کې نیول شوی دی. سرچینه کاږي، چې د حفیظ الرحمن په نوم دغه بریدګر هوډ درلود، چې د اسعد اباد په بازار کې برید ترسره او لسکونه کسان ووژني. ملي امنیت وايي نیول شوي کس د لومړنیو څیړنو پر مهال منلې، چې پوځي زده کړې یې په پیښور...

افغانستان

په ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول او ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول

توسط - په ننګرهار کې د داعش د استخباراتو مسوول او ۱۰ داعش وسله وال ووژل شول

چارواکي وايي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په بريدونو کې د داعش د استخباراتو د يوه مسوول په ګډون لس داعشيان  وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي، چې د هوايي ځواک له لوري دا بريدونه تېره شپه د کوټ په "سې پای" او "جنجال غونډۍ" سيمه ترسره شوي دي. پر يادو...