راپورونه او مرکې

دلوی کندهار ولایتي شوراګانو دخپلو حقوقو دغوښتني تر عنوان لاندي غونډه وکړه

توسط - دلوی کندهار ولایتي شوراګانو دخپلو حقوقو دغوښتني تر عنوان لاندي غونډه وکړه

نن په زابل ولایت کښي دلوی کندهار،زابل،اروزګان،او هلمند دولایتي شورا وکیلانو او قومي مشرانو دخپلو حقوقو تر عنوان لاندي غونډه وکړه،هغه غونډه چي دزابل ولایت دولایتي شورا په ودانۍ کښي جوړه سوې وه په سلګونو تنو قومي مشرانو،جهادي قومندانانو،ځوانانو او دلوی کندهار دولایتي شورا غړو برخه اخیستې وه،په دې غونډه کښي لمړی دزابل ولایت دولایتي شورا رئیس حاجي عطاجان حقبیان خبري وکړې او...

افغانستان

د وګړو احوال د ثبت چارې برېښنايي کېږي

توسط - د وګړو احوال د ثبت چارې برېښنايي کېږي

د وګړو احوال د ثبت او برېښنايي پېژندپاڼو لوى رياست او ټرافيک پوليسو په چارو کې د سمون راوستو تړون لاسليک شو او د ياد رياست لپاره د امريکا په ١.٥ ميليونه ډالرو لګښت ودانۍ جوړه شوه. په يادو برخو کې د سمون راوستو تړون د کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد او د ډيموکراسي انټرنېشنل نړيوال بنسټ (DI) د مشر مارک کرايرز (Mark...

راپورونه او مرکې

کندهار:د نشيي توکو سره د مبارزې دورځي په مناسبت غونډه وسوه

توسط - کندهار:د نشيي توکو سره د مبارزې دورځي په مناسبت غونډه وسوه

 د کندهار ولايت مقام د غونډو په تالار کي د نشيي توکو سره د مبارزې نړيواله ورځ  غونډه سوه په غونډه کي د کندهار ولایت مقام مرستیال عبد العلي شمسي وویل چي په افغانستان کي به هغه مهال د نشيي توکو کاروبار، کرکیله، تجارت، استعمال او قاچاق پای ته ورسېږي چي نړۍ وال او ګاونډي هیوادونه یې د تقاضا مارکیټونه وتړي،...

راپورونه او مرکې

ولسمشر: خوښ یو چې نړیوالو د افغانستان د دریځ حقانیت درک کړی

توسط - ولسمشر: خوښ یو چې نړیوالو د افغانستان د دریځ حقانیت درک کړی

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني له افغانستان سره د نړیوالو شریکانو په ځانګړي ډول د ناټو غړو هېوادونو همکاریو څخه د مننې په موخه، د دغه سازمان اړوندو هېوادونو سفیران ارګ ته یوې رسمي مېلمستیا ته دعوت کړل. د شمالي اتلانتيک تړون (ناټو) د غړو هېوادونو سرمشريزه د پولنډ په پلازمېنې وارسا کې د...

افغانستان

فېروز: د ناامنه سيمو ۳ميلیونه خلک له روغتيايي خدماتو بې برخې دي

توسط - فېروز: د ناامنه سيمو ۳ميلیونه خلک له روغتيايي خدماتو بې برخې دي

د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدین فېروز وايي، د کابو ۳ ميليونه خلک اوس هم په ټول هېواد کې روغتيايي خدماتو ته لاسرسی نه لري، چې ډېری یې په ناامنو ولایتونو کې دي. د عامې روغتيا وزير دا هم وايي چې ناامني او په لرې پرتو ولايتونو کې د ښځينه ډاکټرانو نشتون د دې سيمو له پاره د روغتيايي خدماتو په عرضه کولو کې...

راپورونه او مرکې

د کابلبانک په قضیه کې مجرم کس د افغانستان بانک مرستیال ټاکل شوی

توسط - د کابلبانک په قضیه کې مجرم کس د افغانستان بانک مرستیال ټاکل شوی

رسنیو ته داسي اسناد رسېدلي، چې محمد قیسم رحیمي پخوا د افغانستان بانک د مالي نظارت د عمومي آمر دنده پر غاړه درلوده، خو د کابل بانک په قضیه کې د دخالت له امله د دریو ګونو محکمو له خوا مجرم پیژندل شوی و. اوس راپورونه وايي، چې نوموړی د افغانستان بانک د یوه مرستیال په توګه معرفي شوی دی. د کابل بانک په قضیه...

افغانستان

کندهار:٦٥ ملي پوليسو له ميرويس روغتون سره د ويني مرسته وکړه

توسط - کندهار:٦٥ ملي پوليسو له ميرويس روغتون سره د ويني مرسته وکړه

په کندهار کي په لومړي ځل لسګونه ملي پوليسو له ميرويس روغتون سره د ويني مرسته وکړه. نن سهار د کندهار لسګونه ملي پوليسو د ميرويس حوزوي روغتون له ويني بانک سره له دې امله د ويني مرسته وکړه چي ګواکي دوی نه يوازي په سنګر کي د خپلو خلکو خدمت کوي، بلکي د خپل وجود وينه هم ورکوي. د پنجوايي...

افغانستان

طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ یوشمېر سيمې نيولي دي

توسط - طالبانو د خواجه غار ولسوالۍ یوشمېر سيمې نيولي دي

د تخار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده چې په ترڅ کې يې طالبانو يو شمېر سيمې هم نيولې دي. دغه څرګندونې د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير ته وکړې. هغه وويل چې نن سهار په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پيل شوې ده. ده وويل چې...

افغانستان

پر دوستم برید کوونکی کس ونیول شو

توسط - پر دوستم برید کوونکی کس ونیول شو

  د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، ځانمرګى بريد کوونکى چې د جمهوري رياست پر لومړي مرستيال جنرال دوستم يې د بريد پلان درلود، نيول شوى دى. جوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي وايي، چې ياد ځانمرګى بريد کوونکى تېر ماښام په شبرغان ښار کې ونيول شو. نوموړي زياته کړه: ((ياد ځانمرګي بريد کوونکي د اختر په ورځو کې د جمهوري رياست لومړي مرستيال د له...

افغانستان

پر سترې محکمې بریدګره ښځه ووژل شوه

توسط - پر سترې محکمې بریدګره ښځه ووژل شوه

یوې ښځې کابل کې پر سترې محکمې وسله وال برید کړی دی. د کابل امنیتي چاروکي وايي دغه ښځه له وسلې سره د سترې محکمې ودانۍ ته ننوتې او هلته یې ډزې کړې دي. ویل کیږي بریدګره د پولیسو لخوا وژل شوې ده. امنیتي چارواکو په دغه برید کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي. تر اوسه د برید مسوولیت کومې...