افغانستان

افغان طالبانو د دوو بهرنيو اتباعو وېډیو نشر کړه

توسط - افغان طالبانو د دوو بهرنيو اتباعو وېډیو نشر کړه

    طالب وسله والو د دوو بهرنیو اتباعو ویډیو نشر ته وسپارله، په ويډيو كې يو تن كاناډايى او د هغه امريكايۍ مېرمن ليدل كيږي چې د خپلو هېوادونو د چارواكو غوښتنه كوي چې نوموړي له بنده خوشې كړي، د طالبانو لخوا نيول شوي كسان وايي چې كه چېرې افغان حكومت د طالبانو د اعدام حكمونه عملي كړي نو دوى او ماشومان به يې...

افغانستان

امریکا:په روانه مېاشت کښي ۹۰۰ افغان سرتیري وژل شوي

توسط - امریکا:په روانه مېاشت کښي ۹۰۰ افغان سرتیري وژل شوي

  دامریکا چارواکو په یوه تازه بیان کښي ویلي دي چي په روانه مېاشت کښي دافغانستان په ۳۴ ولایتونو کښي ۹۰۰ افغان ملي امنیتي ځواکونه وژل شوي دي، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومندان ویلي چې په دغه هېواد کې د جولايۍ په میاشت کې د طالبانو په ضد جګړه کې ۹۰۰ افغان ملي امنیتي سرتیري وژل شوي دي، د افغانستان...

افغانستان

د هلمند د پوليسو مشر له يو بريد روغ وتلی

توسط - د هلمند د پوليسو مشر له يو بريد روغ وتلی

د هلمند والي وياند وايي، د هلمند پوليسو مشر اقانور کېنتوز له يو بريد روغ وتلی خو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې.

عمر ځواک وايي، نن څه باندې څلور بجې د لښکرګاه ـ کندهار پر لويه لاره د هلمند د پوليسو پر مشر بريد وشو.

Aqa Noor Kintooz

راپورونه او مرکې

پاکستان پنجشنبه د وېش پولي د خلاصولو ژمنه وکړه .

توسط - پاکستان پنجشنبه د وېش پولي د خلاصولو ژمنه وکړه .

(( افغان لوری هم د دې ژمني د عملي کيدو قوي احتمال ويني . )) پاکستان افغان لوري ته ډاډ ورکړی دی ، چي سبا پنجشبه به د سپين بولدک دروازه پرانيزي او د تيرو ناستو په پرتله په وروستۍ ناسته کي د پاکستان د ژمني د عملي کيدو قوي احتمال سته . پاکستان ټينګار کړی چي د لاريون په تړاو دي بخښنه وغوښتل سي...

افغانستان

په کندهار ښار کي غلچکي بريدګرو دوه ملي پوليس ووژل

توسط - په کندهار ښار کي غلچکي بريدګرو دوه ملي پوليس ووژل

ياده پيښه نن يوولس بجې د کندهار ښار د لمړۍ ناحيي اړوند د توپخاني په سيمه کي هغه وخت رامنځ ته سوه ، کله چي دوو موټرسيکل سپرو بريدګرو د تلاښۍ پر دوو پوليسو ډزي وکړي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د پيښي پخلی کوي  او د يوه کس د ټپي کيدو خبره مني ، خو ميرويس روغتون ته د دوو پوليسو...

افغانستان

تېرو ۵ مياشتو کې ۳۵ رسنيو ته د کار جوازونه ورکول شوي دي

توسط - تېرو ۵ مياشتو کې ۳۵ رسنيو ته د کار جوازونه ورکول شوي دي

د کلتور وزارت د ټولنيزو رسنيو د کمېسيون مشر وايي، په تېرو پنځه مياشتو کې ۳۵ رسنيو ته کار اجازه ورکړې.

خپلواک ساپي چې يو رسنيز کنفرانس ته يې خبرې کولې وويل، افغانان اوس هم پر رسنيو باور لري او افغان مطبوعات ښه مارکېټ لري.

هغه وايي، يادې ۳۵ رسنۍ چې دوی جوازونه ورکړي دي، څلور ټلوېزيونونه، اووه FM...

افغانستان

چارواکي وايي د کندزـ بغلان لويه لار يې خلاصه کړې

توسط - چارواکي وايي د کندزـ بغلان لويه لار يې خلاصه کړې

د بغلان د امنيه قومندانۍ ویاند وايي، دا لاره چې د طالبانو لخوا تړل شوې وه، نن غرمه د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

احمد جاوېد بشارت رسنيو ته ويلي دي، افغان امنيتي ځواکونو وتوانېدل چې له سختې نښتې وروسته دغه لار خلاصه کړي.

ccc

افغانستان

په میمنه کې چاودنې یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپيان کړل

توسط - په میمنه کې چاودنې یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپيان کړل

د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې پر خره د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو پوليس او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي. د  فارياب د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مير امان الله وويل چې دغه پېښه نن د مازديګر شاوخوا پنځه بجې د ميمنې ښار د پنځمې ناحيې اړوند د پوليسو د لومړي سمت په سيمه...

افغانستان

د عطا محمد نور يو قومندان پر يو کس مجبوراً خپله مېرمن طلاقه کړې

توسط - د عطا محمد نور يو قومندان پر يو کس مجبوراً خپله مېرمن طلاقه کړې

د ريپوټونو په حواله د بلخ والي عطا محمد نورو يو قوماندان د دغه ولايت زراع ولسوالۍ کې يو کس مجبوره کړی او د وسلې په زور يې پرې ښځه طلاقه کړې.

هغه کس چې مجبوراً يې خپله مېرمن طلاقه کؤې محمد عمر نوميږي او د بلخ د زراع ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

افغانستان

په دولتي ادارو کې د احمدشاه ابدالي د انځور ځوړندولو غوښتنه وشوه

توسط - په دولتي ادارو کې د احمدشاه ابدالي د انځور ځوړندولو غوښتنه وشوه

په بلخ ولايت کې د سلګونو کسانو په ګډون د معاصر افغانستان د بنسټ اېښودونکي په توګه د احمد شاه بابا د تاج د ور پر سر کولو ۲۶۹مه کليزه ونمانځل شوه. احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې د لويې جرګې له لارې په ۲۴ کلنۍ د افغانستان باچا وټاکل شو. نوموړي پر افغانستان له ۲۶ کاله پاچهۍ وروسته د ۱۷۷۳زېږديز...