افغانستان

له واکسین سره ناهمکاره خلک له پراختیايي پروژو محرومیږي

توسط - له واکسین سره ناهمکاره خلک له پراختیايي پروژو محرومیږي

د لغمان والي خبرداری ورکړی، چې هغه سیمې به له پراختیایي پروژو څخه بې برخې کړي، چې پکې د پولیو پرضد د واکسینو له کمپاین سره همکاري نه کیږي .

نعیمي دا خبرداری د واکسینو د ښه تطبیق په تړاو په یوه ولایتي غونډه کې کړې .

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د لغمان...

افغانستان

دفاع وزير کندز ته د خپل سفر پر مهال د پراخو عملياتو د پيل خبر ورکړ

توسط - دفاع وزير کندز ته د خپل سفر پر مهال د پراخو عملياتو د پيل خبر ورکړ

د افغانستان ملي دفاع وزير عبدالله حبيبي چې نن کندز ته تللی، هلته ميشتو امنيتي ځواکونو ته يې د دولت د وسله والو مخالفينو پر ضد د پراخو عملياتو کولو لارښوونه کړې.

هغه وايي، د خلکو د اندېښنو د ليرې کولو په موخه يې دغلته سفر کړی.

د دفاع وزير وايي، د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز...

افغانستان

بغلان: دوشي ولسوالۍ کې لوی استنادي دېوال جوړيږي

توسط - بغلان: دوشي ولسوالۍ کې لوی استنادي دېوال جوړيږي

د دغه ولايت د کليو پراختيا رياست مشر وايي، دا دېوال چې په دوشي ولسوالۍ کې جوړيږي اته ميليونه افغانۍ لګښت به پرې راشي او شپږو مياشتو کې به بشپړ شي.

محمد رحيم صالح رسنيو ته ويلي دي، په دې دېوال سره به د ډېری اوبو د ضايع کېدو مخه ونيول شي او ډېری کرنيزې ځمکې به سېلابونو خوندي شي.

سيمه او نړۍ

عراق: د پوځيانو د وژنې په تور ۳۶ کسان اعدام شول

توسط - عراق: د پوځيانو د وژنې په تور ۳۶ کسان اعدام شول

ريپوټونو د عراقي چارواکو په حواله ويلي دي، دا ۳۶ کسان د سلګونه پوځيانو پر وژنه تورن وو، چې نن ناصريه زندان کې اعدام شول.

پر دوى تور و چې په ٢٠١٤میلادي کال د داعش سخت دريځې ډلې له خوا د سلګونو پوځيانو په ډله ييزه وژنه کې لاس درلود.

يوې عراقۍ محکمې د روان کال په لومړيو کې...

راپورونه او مرکې

د کوکنار پر ضد د درې وزارتونو ګډې هڅې

توسط - د کوکنار پر ضد د درې وزارتونو ګډې هڅې

د افغانستان د کليو پراختيا، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې او کلتور وزارت په ګډه د کوکنارو د کر، توليد د مخنيوي ګډې هڅې پيل کړي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزيره وايي، د نشه يي توکو د مخنيوي لپاره بايد ټول افغانان په ګډه هڅې وکړي، ددې په خبره دا يوازې د اړوند وزارت کار...

ادب, ليکني او ژباړي

د ژبې دوې متضادې غوښتنې/ اسدالله غضنفر

توسط - د ژبې دوې متضادې غوښتنې/ اسدالله غضنفر

رحمان بابا فرمایي:

چې د ټوک په طلب ګرځې خدای دې هېر دی

فقیران دا هسې چیرې وي فقیره

نن سبا د ( دا هسې ) په ځای ( داسې ) وایو.

د رحمان بابا په دیوان کې د ( هغسې) په ځای ( هغه هسې)، د ( هغومره) په ځای ( هغه هومره)، یا...

ادب, افغانستان

د مينې ۶۹مه ګڼه چاپ شوه

توسط - د مينې ۶۹مه ګڼه چاپ شوه

په دې ګڼه کې:

په ناورين پسې ناورين، سرليکنه ده.

پوهان محمد بشير دوديال نولی راپېژني.

امين دريځ دا پوښتنه ځوابوي، آيا په دين باورۍ کې د وينا ازادي شته؟

ايمل جلال وايي؛ اردوغان چې زه پېژنم!

احمد جمال جمال په پښتني دود “پېغور” غږېدلی.

ستار سعادت سره پر ادب او انتخاباتو مرکه...

افغانستان

هلمند ته امريکايي پوځيان رسيدلي دي

توسط - هلمند ته امريکايي پوځيان رسيدلي دي

د هلمند د والي وياند وايي، بېګاه شپه د بست هوايي ډګر ته څېرمه يو شمېر امريکايي پوځيان رسيدلي او ځای پر ځای شوي دي.

عمر ځواک د دغه امريکايي پوځيان د شمېر په اړه څه نه دي ويلي، خو د يو شمېر رسنيو د ريپوټونو په حواله چې د دغه تازه امريکايي ځواکونو شمېر ۱۰۰ تنه دی.

د...

افغانستان

د پکتیا د ښوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

توسط - د پکتیا د ښوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

 

په پکتیا کې د ښوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام پيل شو. د پکتيا د پوهنې رئيس لقمان حکيم حکيمي وویل دغه روزنيز پروګرام د مرکز ګردېز او ولسواليو (۲۰۰۰) ښوونکو ته برابر شوی ، چې د خپل مسلک اړوند زده کړې ورکول کېږي. نوموړي وویل دغه روزنيز پروګرام د عالي درالمعلمين د (۲۸) استادانو له...

افغانستان

دوه افغان بایسکل چلوونکي ۱۵ هېوادونو ته له سفر وروسته راستانه شول

توسط - دوه افغان بایسکل چلوونکي ۱۵ هېوادونو ته له سفر وروسته راستانه شول

دوه افغان بايسکل چلوونکي چې ١٤ مياشتې وړاندې يې د (( افغانان سوله او امنيت غواړي)) پيغام سره  سفر پيل کړى و، د ١١ زره کيلومتره واټن په وهلو او ١٥ هېوادونو له ليدلو وروسته هېواد ته را ستانه شول. ۵۰ کلن نادرشاه او  ٢٣ کلن فيروز ننګرهاري ١٤ مياشتې وړاندې له ترکيې نه د اروپا خواته  د بايسکل پر وسيله خپل سفر پيل...