افغانستان

هلمند: ګرشک کې د پنځه پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

توسط - هلمند: ګرشک کې د پنځه پوليسو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

ريپوټونه وايي، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو بېګاه شپه د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ او پکې پنځه پوليس يې ووژل.

يوې سرچينې رسنيو ته ويلي دي، دا پوليس د ګرشک د نورزو بازار سيمه وژل شوي دي.

د سرچينې د مالوماتو له مخې د پوليسو وسلې طالبانو له ځان سره وړي دي.

افغانستان

د نا امنيو له امله ننګرهار کې پنځه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي

توسط - د نا امنيو له امله ننګرهار کې پنځه روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي

د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست مسؤلين وايي، دا روغتيايي مرکزونه په هسکه مېنه، اچين، روداتو، کوټ، شينوارو او بټي کوټ ولسوالۍ کې تړل شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا مرستيالې مقدسې معراج رسنيو ته ويلي دي، دغه روغتيايي مرکزونو د تړل کېدو له امله د شينوارو زون له ستونزو سره مخ کړی دی.

سيمه او نړۍ

سوريې ته لا د مرستو کاروان نه دی رسېدلی

توسط - سوريې ته لا د مرستو کاروان نه دی رسېدلی

ريپوټونه وايي، سوريه کې د اوربند څلورمه ورځ ده خو لا هم د مرستې کاروان نه دی ور رسېدلی او پر پوله دی.

سرچينې وايي، دغه بشري مرستې چې سوريې ته وړل کېږي دمشق هغوی ته د ننوتلو اجازه ته زړه نه ښه کوي.

د پنجشنبې په ورځ له سوریې راپورونه ورکړل شول، په داسې حال کې چې له...

راپورونه او مرکې

ولسمشر غني: هغه محصلين چې هند کې يې زده کړو ته ډډه نه لګي بېرته بايد هېواد ته ستانه شي

توسط - ولسمشر غني: هغه محصلين چې هند کې يې زده کړو ته ډډه نه لګي بېرته بايد هېواد ته ستانه شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته د خپل سفر په لړ کې هلته له افغان محصلينو سره هم ليدلي دي.

ولسمشر ويلي، هغه محصلين چې زده کړو ته يې ډډه نه لګي بايد هېواد ته ستانه شي.

هند د ولسمشر غني د سفر پر مهال افغان محصلينو لپاره ۱۰۰۰ نور بورسونه هم اعلان کړل، چې ويل کېږي ۲۰۱۷...

افغانستان

ايران افغان حکومت ته ۱۹۷ بنديان وسپارل

توسط - ايران افغان حکومت ته ۱۹۷ بنديان وسپارل

د افغانستان د لوی څارنوالۍ يو مسؤل وايي، ايران افغان حکومت ته ۱۹۷ بنديان سپارلي دي.

عزيز احمد سرباز رسنيو ته ويلي دي، دا بنديان د يوې هوکړې له مخې افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

5

هغه وايي، دغه کسان د نشه يي توکو د لېږد...

راپورونه او مرکې

افغانستان سره د امريکايي مرستو د کموالي په اړه ريپوټونه خپاره شول

توسط - افغانستان سره د امريکايي مرستو د کموالي په اړه ريپوټونه خپاره شول

وروسته له هغه چې د امريکا څارګرې ادارې په افغانستان کې د اداري فساد د پراخېدو يو لامل دغه هېواد سره د امريکا مرستې وبللې ورسره سم د امريکا يو شمېر سناتورانو د امريکا ولسمشر ته خبرداری ورکړی دی که افغانستان کې د اداري فساد په اړه جدي غور ونه شي، نو دغه هېواد سره به د امريکا کلنۍ مرستې کمې...

افغانستان

اولسن وايي، افغان ځواکونه د پياوړتيا په حال کې دي

توسط - اولسن وايي، افغان ځواکونه د پياوړتيا په حال کې دي

د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا استازی وايي، افغان امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي او دې ته چمتو کېږي چې د خاورې ساتنه وکړي.

ريچارډ اولسن ويلي دي، د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړي کېدو سره سم طالبان غواړي په لوی ښارونو بريدونه وکړي.

3

افغانستان

ننګرهار: دوه داعش ضد پاڅونوال وژل شوي

توسط - ننګرهار: دوه داعش ضد پاڅونوال وژل شوي

د ننګرهار د والي وياند وايي، پرون ماذيګر د دغه ولايت نازيانو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې په ترڅ کې دوه داعش ضد پاڅون وال وژل شوي.

عطاالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي دي، د پاڅونوالو په موټر پسې بم نښلول شوی وو، چې وروسته يې چاودنه کې او دوی پکې وژل شوي دي.

افغانستان

هلمند: د خلکو او دولتي چارواکو ترمنځ مشورتي غونډه وشوه

توسط - هلمند: د خلکو او دولتي چارواکو ترمنځ مشورتي غونډه وشوه

بېګاه ماښام د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه په شمول د بیلا بیلو ولسوالیو قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، ځوانانو د ولایتي شورا وکیلانو د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات سره مشاورتي غونډه وکړه. په غونډه کې د والي په شمول د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، د ملي امنیت ریس، د امنیه قومندانۍ سرپرست، د ۵۰۵ زون قومندان او یو شمیر...