افغانستان

د ۵ میلونه ډالرو په لګښت روغتیايي پروژې پيل شوې

توسط - د ۵ میلونه ډالرو په لګښت روغتیايي پروژې پيل شوې

 

ننګرهار ولایت د عامې روغتیا په کمپلکس کې د سعودي عربستان هېواد په مالي مرسته د طبي علومونو انسټیټوټ او بي بي فاطمة الزهرا نسایي ولادي روغتون ودانیو بنسټ ډبرې د یو لړ مراسم په ترڅ کې کېښودل شوې . دغه ودانۍ چې په لس جریبه ځمکه کې جوړیږي،د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې...

افغانستان

لغمان: ۷وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - لغمان: ۷وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

په لغمان کې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلواو تر منځ په نښته کې د اووه تنو مخالفینو پر مرګ ژوبلې سربېره درې تنه یې ژوندي نیول شوي دي. د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، تیر مازیګر ناوخته د ملي اردو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې د مخالفینو دوه تنه وژل...

افغانستان

پکتیکا:د شهیدانو له کورنیوسره مرسته وشوه

توسط - پکتیکا:د شهیدانو له کورنیوسره مرسته وشوه

د پکتیکا یحی خیلو ولسوالۍ د دریو شهیدانو کورنیو غړو ته د طبعې پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لورې د هر شهید کورنۍ ته شل زره افغانۍ نغدي مرسته ورکول شوه. د مرستي د ویش پرمهال مرستیال والي عطاالله فضلي وویل ولایتي ادارې تل د شهیدانو د کورنیو درناوی کړی او د خپل توان په اندازه یې مرسته...

افغانستان, ورزش

د افغانیو د ترویج په پلوۍ کرکټ سیالۍ پيل شوې

توسط - د افغانیو د ترویج په پلوۍ کرکټ سیالۍ پيل شوې

 

افغانۍ زموږ ملي هويت دی تر سر ليک لاندې د کرکټ سيالۍ پيل شوې. د کرکټ په دغه سیالیو کې پر ګردېز ښار سربېره د ولسواليو لوبډلې هم برخه لري ، چې د تېرې ځوانانو مدني بنسټ له لوري جوړې شوې دي. د تېرې ځوانانو بنسټ مشر انجنير سلطان احمدزي وويل په دې سياليو کې پر...

افغانستان

لوګر:د ښځینه محصلینو په شکایت نارینه محصلان بل ځای ته انتقالیږي

توسط - لوګر:د ښځینه محصلینو په شکایت نارینه محصلان بل ځای ته انتقالیږي

 

د لوګر والي محمد حلیم فدایي د دارالعلوم او دارالمعلمین څخه د لېدني په ترڅ کې مسوولینو ته هدایت وکړ چې راتلونکې اونۍ دې د هلکانو لیلیه د دارالمعلمین څخه دارالعلوم ته انتقال ترڅو محصلینو په ځانګړې توګه ښځينه محصلینو ته د تدریس مناسب چاپېریال مساعد شي. دا پرېکړه هغه وخت وشوه چې کله د لوګروالي ته محصلینو...

افغانستان

د هند په لګښت په ننګرهارکې د نسایي ولادي نوې څانګه جوړیږي

توسط - د هند په لګښت په ننګرهارکې د نسایي ولادي نوې څانګه جوړیږي

 

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار حوزوي روغتون کې د دوست هېواد هندوستان هېواد په ۴۲۰ زره امریکایي ډالرو مالي لګښت د نسائي ولادي نوې څآنګې د جوړولو بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه . په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر،ننګرهار والي،د هندوستان قونسل، ولایتي شورا رئیس او...

راپورونه او مرکې

ننګرهار: د ميليونونه ډالرو په ارزښت د لسو روغتيايي پروژو کارونه پيل شول

توسط - ننګرهار: د ميليونونه ډالرو په ارزښت د لسو روغتيايي پروژو کارونه پيل شول

د يادو پرژو د پرانيستنې په مراسمو کې د عامې روغتيا وزير وويل، د سعودي عربستان په مالي لګښت د د فاطمة الزهرا روغتون او نرسنګ انسټيټيوټ ودانۍ جوړيږي.

فيروز الدين فيروز وويل، دغه دواړه ودانيو باندې به ۵ ميليونه ډالره لګښت راشي.

ټول ټال په دغه پروژو کې  د سعودي عربستان، هندوستان او افغان حکومت د ۷ اعشاره...

سيمه او نړۍ

امريکا: يو شمېر رسنيو د هيلري کلنټن ملاتړ وکړ

توسط - امريکا: يو شمېر رسنيو د هيلري کلنټن ملاتړ وکړ

د ريپوټونو په حواله يو شمېر وځپاڼو د امريکا ولسمشرۍ لپاره د يوې مخکښې نوماندې هيلري کلنټن ملاتړ کړی.

دغه راز يادو ورځپاڼو د هيلري کلنټن پر سيال ډونالډ ټرمپ نيوکې هم کړي دي.

له دې ورځپاڼو لپاره چې ځینې یې لسیزې جمهوري غوښتونکو ته وفاداره پاتې شي دا یو بې سابقې ګام دی چې د ډیموکراټ کاندید پلوي...

افغانستان

د هغه افغان پوځيانو پلټنه پيل شوې چې امريکا کې لادرکه شوي

توسط - د هغه افغان پوځيانو پلټنه پيل شوې چې امريکا کې لادرکه شوي

د افغانستان دفاع وزارت مرستيال وياند وايي، امريکا کې يې د هغه افغان پوځيانو پلټنه پيل کړې چې د زده کړو پر مهال هلته لادرکه شوي دي.

محمد رادمنش رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، د ورکو شويو سرتېرو د ضمانت کوونکو څخه به هم پلټنې او پوښتنې وشي.

دغو سرتېرو چې امريکا کې يې پوځي زده...

افغانستان

هلمند کې د انسان تښتوونکو ډله نيول شوې

توسط - هلمند کې د انسان تښتوونکو ډله نيول شوې

د ملي امنيت د عمومي رياست څخه رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، هلمند کې يې د انسان تښتوونکو يوه څلور کسيزه ډله نيولې.

خبرپاڼه ليکي، دغې ډلې له لښکرګاه يو څلور کلن ماشوم هم تښتولی و چې له منګولو يې وژغورل شو او اوس خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

خبرپاڼه وایي چې دغو انسان...