افغانستان

په کندهار کې د واده پر موټر چاودني اووه تنه ووژل.

توسط - په  کندهار  کې د واده پر موټر چاودني اووه تنه ووژل.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چي دا پېښه نن مازديګر د شاوليکوټ ولسوالۍ د (تمبکول) سيمه کې رامنځته سول. ده زياته کړه (تمبکول سيمه کې د ملکي خلکو پر بايپور ډوله موټر د وسله والو مخالفينو له لورې د سړک غاړې ښخ سوي ماين چاودنه کړې چې په...

راپورونه او مرکې

کندهار والي: د کندهار-روزګان د سړک جوړېدل د امنيت پر تامين ښه اغېز لري

توسط - کندهار والي: د کندهار-روزګان د سړک جوړېدل د امنيت پر تامين ښه اغېز لري

د کندهار والي ډاکټر محمد همايون عزيزي نن سهار په امنيتي غونډه کي وويل چي د کندهار-روزګان د سړک جوړېدل د دواړو ولايتونو د امنيت پر تامين ښه اغېز لري. امنيتي غونډه په ولايت مقام کي جوړه سوې وه چي د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر، د ملي امنيت مرستيال او د افغان ځواکونو ځينو نورو مشرانو او استازو پکي ګډون درلود. د کندهار والي...

راپورونه او مرکې

ولسمشر غني د شنو سترګو مېرمنې ته د اپارتمان کیلي ورکړه

توسط - ولسمشر غني د شنو سترګو مېرمنې ته د اپارتمان کیلي ورکړه

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د هېواد لومړۍ مېرمن افغانستان ته د شربت ګلې له راستنېدو وروسته، نن مازدیګر په ارګ کې له ‌هغې او کورنۍ سره یې د کتنې پر مهال نوموړې ته د یوه اپارتمان کیلي ورکړه. ولسمشر محمداشرف غني مېرمن شربت ګلې ته د يوه اپارتمان د کيلي ورکولو پر مهال له...

افغانستان

راتلونکی کال په هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې پراخ کمپاین پیلېږي

توسط - راتلونکی کال په هېواد کې د نشه يي توکو پر وړاندې پراخ کمپاین پیلېږي

    د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مسوولين وايي راتلونکی کال به د هېواد په کچه د نشه يي توکو د کر او قاچاق پر وړاندې د ستر کمپاین کال وي. هغې زياته کړه، د نشه يي توکو د کر او قاچاق ستونزه يواځې په افغانستان پورې رالنډه نه، بلکې د نړۍ او د سيمې هېوادونو پورې هم ژور تړاو لري. د نشه...

افغانستان

د ملي یوالي حکومت مشرانو او پخواني ولسمشر کرزي ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکۍ لېږلي

توسط - د ملي یوالي حکومت مشرانو او پخواني ولسمشر کرزي ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکۍ لېږلي

له ارګه، اجراييه ریاست او پخواني ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپرو شویو خبرپاڼو د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ویل شوي ده. د امريکا د متحده ايالتونو د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالد ټرمپ په نننيو ټاکڼو کې د هغه هېواد د ډيموکرات ګوند له نوماندې هيلري کلينټن څخه ډېرې رايې خپلې کړې...

افغانستان

کاپيسا کې ښوونکو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

توسط - کاپيسا کې ښوونکو ته د ځمکو وېش لړۍ پیل شوه

کاپيسا ولایت کې چارواکي وايي، چې ښونکو ته یې د ځانګړي شوي ښارګوټي له منځه د ځمکو ورکولو ویش پیل کړی دی. د دغه والایت د پوهنې چارواکي وايي، چې د تګاب ولسوالۍ د ښوونکو په ښارګوټي کې د نومرو د وېش لړۍ له څو کلونو ځنډ وروسته پيل شوه. دوى وايي، له تېر کال راهيسې د کاپیسا په يو شمېر ولسواليو کې د ښوونکو...

افغانستان

له ۵۲ زره بېځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې

توسط - له ۵۲ زره بېځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې

  پېښو ته د لاسرسي په چارو کې د دولت وزارت پاليسي مرستيال محمدقاسم حيدري، نن کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې وروستيو څو مياشتو کې کندوز، فراه، اروزگان، هلمند، بغلان، بادغيس، ننګرهار، فارياب، سرپل، غزني او پکتيا ولايتونو کې د نا امنيو له امله ٨٧٧ ملکي کسان وژل شوي او ١٠٤٦ نور ټپيان شوي دي. نوموړي د ملکي تلفاتو په اړه جزئيات...

افغانستان

ډونالډ ټرمپ به د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي تغیر نه کړي

توسط - ډونالډ ټرمپ به د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي تغیر نه کړي

په افغانستان کې د ناټو د ملکي استازي پخوانى سلاکار او د امريکا په مريلينډ پوهنتون کې افغان کارپوه شفيق همدم وايي چې ډونالډ ټرمپ به د افغانستان په اړه د امريکا دولت او د جمهوري غوښتونکي ګوند تګلارې تعقيبوي. هغه وايي، چې د افغانستان جګړه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشر جورج ډبليو بوش د واکمنۍ پر مهال پيل شوې وه او...

افغانستان

طالبانو د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی

توسط - طالبانو د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی

طالب وسله والو په تازه خپاره کړي پیغام کې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبر داری ورکړی، چې د مخکني ولسمشر بارک اوباما له تګلارې دې تېر شي او له افغانستان دي خپل ټول ځواکونه وباسي. د طالبانو له خوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((د امريکا نوي ولسمشر ته زموږ پيغام دا دی چې  نور دې  د  امريکايي حکومت...

افغانستان

په افغانستان کې ورستیو جګړو څه باندې ۹۲ زره کورنۍ بې ځایه کړې دي

توسط - په افغانستان کې ورستیو جګړو څه باندې ۹۲ زره کورنۍ بې ځایه کړې دي

راپورونه وايي، په هېواد کې د وروستیو پیل شویو جګړو له امله تر ۹۲ زره زیاتې کورنۍ خپلو سيمو پرېښېدوته اړي کړي دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت د انسجام او پالیسۍ مرستیال محمد قاسم حیدري وايي، دغه کورنۍ په یوولسو ولایتونو کې بې ځایه شوي چې په ځینو ولایتونو کې د نسبي امنیت وروسته دېرش زره اته سوه اوه دېرش...