افغانستان

عطامحمدنور:زر به بلخ سره مخه ښه وکړم

توسط - عطامحمدنور:زر به بلخ سره مخه ښه وکړم

د بلخ سرپرست والي ومنله، چې زر به له بلخ سره مخه ښه وکړي او کابل ته به د سیاسي فعالیتونو لپاره راشي .

عطامحمد نورپه یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا د عبدالله ناکامي کابل ته د خپل تګ سبب وباله او ویې ویل چې هغه په حکومت کې د جمیعت ګوند ښه استازیتوب ونه کړی...

افغانستان

پکتيکا: يحی خېلو کې خلکو په شخصي لګښت د نجونو د يو ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

توسط - پکتيکا: يحی خېلو کې خلکو په شخصي لګښت د نجونو د يو ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

 د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالۍ کې د سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د نجونو یوه ښوونځي لپاره ودانۍ سره له ټولو اړینو سهولتونو جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله. د سیمې اوسېدونکي وایي چې له اوسنیو ستونزو د خلاصون یوازینۍ لاره یې د زده کړو ترسره کول دي او همدې ته په کتو سره یې یاد ښوونځي ته ودانۍ...

راپورونه او مرکې

ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند ولايت امنيتي وضعيت ته پر ځانګړې پاملرنې ټينګار وکړ 

توسط - ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند ولايت امنيتي وضعيت ته پر ځانګړې پاملرنې ټينګار وکړ 

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مشورتي ناستو په لړ کې د هلمند، ارزګان، فراه، دایکنډي او نیمروز ولایتونو والیانو، مشرانو او د ملي شورا، ولایتي شورا او مدني ټولنې یو شمېر استازو سره په جلا جلا کتنو کې په امنیتي، انکشافي او اجتماعي برخو کې د یادو ولایتونو ستونزې واورېدې.

دغه ناسته چې د هلمند ولايت...

سيمه او نړۍ

د اسرايلو لومړي وزير د جان کيري څرګندونې وغندلې

توسط - د اسرايلو لومړي وزير د جان کيري څرګندونې وغندلې

د ريپوټونو له مخې د اسرايلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري هغه څرګندونې غندلي دي چې د اسرايلو او فلسطينيانو ترمنځ د شخړې په اړه يې کړي دي.

ښاغلي کیري ویلي؛ د دوو خپلواکو دولتونو جوړېدو د سولې حل لارې لرلید په خراب وضعیت کې دی.

هغه په ځانګړې توګه په...

راپورونه او مرکې

خوست کې د کرېکټ د نړيوال لوبغالي د پرانيستې پر مهال لسګونه زره کسان راټول شوي وو

توسط - خوست کې د کرېکټ د نړيوال لوبغالي د پرانيستې پر مهال لسګونه زره کسان راټول شوي وو

خوست چې خلک يې د کرېکټ سره ځانګړې مينه لري، نن دغه ولايت کې د کرېکټ يو نړيوال لوبغالی هم پرانيستل شو.

د پرانيستې مراسيمو لسګونه زره ځوانان او عام خلک راټول شوي وو، چې دغې مينې نور افغانان حيران کړل.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکو نن په سوېل ختیځ ولایت خوست کې د کرکت یو نړیوال لوبغالی پرانیست.

افغانستان

افغان پناه غوښتونکي د صربيا په کمپ کې ژمنۍ سختې شپې تېروي

توسط - افغان پناه غوښتونکي د صربيا په کمپ کې ژمنۍ سختې شپې تېروي

ريپوټونه وايي، زرګونه پناه غوښتونکي افغانان د صربيا په کمپ کې د ژمې سختې شپې تېروي.

د پناه غوښتونکو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، د صربيا کمپ ډک شوی دی چې نور پنا غوښتونکي پکې نه ځاييږي.

شا او خوا اته زره پناه غوښتونکي د صربيا په کمپونو کې اوسي چې ډېری يې افغانان دي.

افغانستان

کرنې وزارت ننګرهار کې يو شمېر پروژې پرانيستلې

توسط - کرنې وزارت ننګرهار کې يو شمېر پروژې پرانيستلې

د کرنې وزارت وياند وايي، ننګرهار ولايت يې د ميليونونه ډالرو په ارزښت پروژې پرانيستلې چې پکې د چرګانو لپاره د خوراکي توکو د توليد فابريکه، د چرګانو روزنه او يو شمېر نورې پروژې پرانيستل شوې.

لطف الله راشد رسنيو ته ويلي، دغو پروژو کې به ډېری خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

د ښاغلي راشد په خبره په...

افغانستان

ماين چاودنې هلمند کې د يو ماشوم ژوند واخيست

توسط - ماين چاودنې هلمند کې د يو ماشوم ژوند واخيست

د هلمند ولايت رسنيز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د دغه ولايت په دوه بېلابېلو سيمو کې د ماين چاودنو له امله مرګ ژوبله رامنځته کړې.

خبرپاڼه زياتوي، د ماين چاودنې لومړۍ پېښه د ۶۰۱ نمبر شهرا ړوند او دويمه پېښه يې د مختار کله اړوند سيمه کې رامنځته شوې.

د خبرپاڼې په حواله، په...

راپورونه او مرکې

د سولې عالي شوار وايي، د طالبانو يو شمېر کړيو سره اړيکې دوام لري

توسط - د سولې عالي شوار وايي، د طالبانو يو شمېر کړيو سره اړيکې دوام لري

د اسلامي حزب او افغان حکومت ترمنځ تر سولې وروسته طالبانو له حکومت سره اړيکې ډېرې کړي دي.

شنونکي وايي، طالبان لېواله دي چې د اسلامي حزب په څېر سوله وکړي، خو طالبانو يو شمېر کړيو دغه راپورونه رد کړي دي.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا وايي، طالبانو سره اړيکې اوتګ راتګ ډېر شوی دی، دوی وايي،...

افغانستان

اجرائیه رئیس د نیمروز له مشرانو سره ولیدل

توسط - اجرائیه رئیس د نیمروز له مشرانو سره ولیدل

 

اجرائيه رئیس د نیمروز  له والي، د ولایتي شورا له غړو او یوشمېر مشرانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د نیمروز مسوولینو د هغه ولایت په اړه اجرائيه رئيس ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د امنیت د تامین او د کرنې په مېکانیزه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

هغوی وویل: د لشکري، داودي او صمدي ویالو رغول...