راپورونه او مرکې

له کونړه د لرګيو د پخو توکو د لېږد له اجازې سره سم د ځنګلونو پر وهلو پيل شوی

توسط - له کونړه د لرګيو د پخو توکو د لېږد له اجازې سره سم د ځنګلونو پر وهلو پيل شوی

وروسته له هغه چې د اجرايه رياست له لوري له کونړه د لرګيو د پخو توکو پر لېږد بنديز ليرې شو، ورسره سم د دغه ولايت د ځنګلونو پر پرې کېدو پيل شوی دی.

د حکومت ياد اقدام د کونړيان سخت غبرګونونه راپارولي دي او پر والي نيوکې کوي چې د لرګيو په قاچاق کې لاس لري.

د کونړ...

افغانستان

فخري: د هغه چارواکو سره به قانوني چلند وشي چې شتمني نه ثبتوي

توسط - فخري: د هغه چارواکو سره به قانوني چلند وشي چې شتمني نه ثبتوي

د فساد پر وړاندې د مبارزې د عالي ادارې مشر وايي، هغه چارواکي به قانون ته وروپېژني چې د خپلې شتمنۍ د نه ثبت ټينګار کوي.

سيد غلام حسين فخري رسنيو ته ويلي دي، دوی به قضايي ارګانونو او او نورو دولتي ادارو ته د هغه کسانو پوره پېژندنه ورکړي چې شتمني نه ثبتوي.

دا په داسې حال کې...

افغانستان

سترې محکمې د خپلې خپلواکۍ ډاډ ورکړ

توسط - سترې محکمې د خپلې خپلواکۍ ډاډ ورکړ

د افغانستان سترې محکمې مشر نن د اساسي قانون د کليزې په نمانځغونډه کې وويل، قانون به پر ټولو يو شان پلی کېږي.

سيد يوسف حليم وويل، ټول هغه کسان چې تورن دي مجازت او عدالت به پرې پلی شي.

ښاغلی یوسف زیاتوي چې په عدليي او قضايي بنسټونو کې صلاحیتونه پيل شوي او دوام به پیدا کړي.

افغانستان

ولسمشر: په قضايه قوه کې نه لاسوهنه د اساسي قانون غوښتنه ده

توسط - ولسمشر: په قضايه قوه کې نه لاسوهنه د اساسي قانون غوښتنه ده

ولسمشر غني نن د اساسي قانون د ديارلسمې کليزې په نمانځغونډه کې وويل، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې د قضايه قوې په کارونو کې لاسوهنه وکړي.

هغه وويل، تر دې دمه ملي شورا، لوی څارنوالۍ او سترې محکمې خپل کارونه په پوره خپلواکۍ ترسره کړي دي.

ښاغلي غني له خلکو وغوښتل چې له اساسي قانون سره سم...

افغانستان

ژر به د يو شمېر واليانو د شتمنيو د ثبت فورمې بشپړې شي

توسط - ژر به د يو شمېر واليانو د شتمنيو د ثبت فورمې بشپړې شي

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، هڅه يې پيل کړې ترڅو راتلونکو دوه اونيو کې د هغه واليانو د شتمنيو د ثبت فورمې بشپړې کړي چې تر اوسه يې شتمني نه ده ثبت شوې.

د يادې ادارې وياندې منيرې يوسف زاده رسنيو ته ويلي دي، د قانون د پلي کېدو په موخه يې دا هڅې پيل کړي.

د...

افغانستان

د ننګرهار کانال د ساتنې په موخه ۵ سوه کسیزه قطعه جوړيږي

توسط - د ننګرهار کانال د ساتنې په موخه ۵ سوه کسیزه قطعه جوړيږي

ننتګرهار والي محمد ګلاب منګل د ملي امنيت، کانال، کرنې او مالدارۍ رئیسانو سره د ناستې پر مهال وويل، چې څو ورځې وړاندې يې ولسمشر محمد اشرف غني سره د لېدنې پرمهال د ننګرهار کانال د نورو ستونزو ترڅنګ د فارمونو ساتنې ستونزه هم د حل په موخه شريکه کړه. نوموړي زياته کړه،...

ادب

ننګرهار:د مولوي محمد عمر یاد غونډه وشوه

توسط - ننګرهار:د مولوي محمد عمر یاد غونډه وشوه

 

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست لخوا د ولسي شاعر ارواښاد مولوي محمد عمر ( بلبل افغان ) د ژوند اوفن په اړه علمي سمينار د جلال اباد ښاروالۍ په ميلمستون کې ترسره شو، چې پکې ګڼ شمير علمي او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی و. د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ صميم د ولسي شاعر...

راپورونه او مرکې

ارګ د اساسي قانون کلیزه ونمانځه

توسط - ارګ د اساسي قانون کلیزه ونمانځه

 

ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د تصویب د نمانځنې اونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل: نن د یو کاغذ د نمانځنې ورځ نه ده، بلکې د یوې وثیقې، د یوې ژمنې، د آزادۍ، د ملي حاکمیت، ملي وحدت او له یو افغان سره د بل افغان د مساواتو د نمانځې ورځ ده.

افغانستان

هلمند کې د ځوانانو د همغږۍ، پاليسۍ او ملي ستراتيژي اړوند کمېسيون جوړ شو 

توسط - هلمند کې د ځوانانو د همغږۍ، پاليسۍ او ملي ستراتيژي اړوند کمېسيون جوړ شو 

دغه کمېسيون چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې په ټولو ولايتونو کې د واليانو ترمشرۍ لاندې جوړېږي، اساسي موخې يې د امنيت، ثبات، په ادارو کې د ونډې او په ملي ستراتيژي کې د ځوانانو رول او اغېز دي . د هلمند مستوفي او د ولايت سرپرست غلام محی الدين صديق ددې کميسيون په پرانېستونکې وينا کې وويل چې...