افغانستان

جوزجان: يوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان ځړولی

توسط - جوزجان: يوې ۲۱ کلنې نجلۍ ځان ځړولی

د والي وياند وايي، د سميرا په نوم يوې ۲۱ کلنې نجلۍ د جوزجان په اقچي ولسوالۍ کې ځان ځړولی دی.

محمد رضا غفوري رسنيو ته ويلي دي، پېښه بېګاه شپه د نجلۍ په خپل کور کې رامنځته شوې.

ښاغلي غفوري په دې اړه څه ونه‌ویل چې ولې دې نجلې ځان په دار ځړولی، خو وايي په...

افغانستان

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، خپلې چارې يې پر وخت سرته رسولي

توسط - د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، خپلې چارې يې پر وخت سرته رسولي

د ولسي جرګې منشي عبدالروف انعامي د شپاړسمې دورې په وروستۍ ناسته کې وويل، د هېواد وضعيت ته په کتو ولسي جرګې پر وخت خپلې چارې ترسره کړي دي.

نوموړي وويل، د جرګې اداري پلاوي د قانون سره سم خپل مسؤليتونه ترسره کړي دي.

عبدالرؤف انعامي چې د شپاړسمې دورې د تقنیني کال راپور یې جرګې ته...

افغانستان

سرپل: يو طالب له خپلو زامنو سره د خپل ماين چاودنه کې وژل شوی

توسط - سرپل: يو طالب له خپلو زامنو سره د خپل ماين چاودنه کې وژل شوی

د والي وياند وايي، نن سهار د سرپل ولايت د قوش تپې سيمه کې يو طالب د خپلو څلورو زامنو سره د خپل جوړ شوي ماين چاودنه کې ووژل شول.

ذبيح الله اماني رسنيو ته ويلي دي، پېښه د وژل شوي طالب په کور کې رامنځته شوې ده.

Sar-e-pul

راپورونه او مرکې

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون: د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۸۹۹ کسان ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - د بشر حقونو خپلواک کمېسيون: د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۸۹۹ کسان ته مرګ ژوبله اوښتې

روان کال افغانستان کې د وژونو او بريدونو تر ټولو خونړی کال بلل کېږي چې د مرکز کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې لوی لوی بريدونه او چاودنې وشوې چې پکې سلګونه کسان ته مرګ ژوبله واوښته.

د بشر حقونو خپلواک کمېسون دفتر څېړنه ښيي چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې ۴۸۹۹ کسانو ته...

افغانستان

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د دفاع وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې يې په ترسره کړو عملياتو کې د ۶ تنو داعشیانو په شمول ۳۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي . د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د...

افغانستان

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون سلګونو ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی دی

توسط - د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون سلګونو ډاکټرانو کار بندیز اعلان کړی دی

  ډاکټران د خپل کاري اعتصاب په بدل کې د خپل خوندیتوب غوښتنه کوي. دوی وايي، څه موده وړاندې یې یو ملګری د ناپېژانده وسله والو له لوري تښتول شوی وو چې له ځورونې وروسته بیرته خوشی شو. د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون مشر احسان الله شنواری د ډاکټرانو ستونزه مني خو له دوی یې وغوښتل چې خپلو چارو ته دوام ورکړي [caption id="attachment_59165" align="alignnone" width="300"]

راپورونه او مرکې

په یونان کې افغان ځوانان جنس پلورلو ته اړ شوي

توسط - په یونان کې افغان ځوانان جنس پلورلو ته اړ شوي

که څه هم روغتیايي ډاکټرانو او اروا پوهانو څېړنو ښودلې، چې د مجبوریت او یا اجبار له مخې جنسي اړيکې د انسان روان او روغتیا لپاره سخت زیان ،اړوي خو ځينو څېړنیزو راپورونو کې راغلي، هغه افغان ځوانان، چې د یونان له لارې یې اروپا ته تلل غوښتل په یونان کې بند پاتې دي او اوس جنس پلورلو ته اړ شوي دي. په یوه څېړنیز...

افغانستان

کندهار کي ٦ وسله وال نيول سوي او ٢ کوچنيان ټپيان سوي دي

توسط - کندهار کي ٦ وسله وال نيول سوي او ٢ کوچنيان ټپيان سوي دي

امنیتی ځواکونو تېره شپه د عملياتو پر مهال په کندهار ښار کي ۶ وسله وال  نېولي

د کندهار د امنې قومندانۍ چارواکي وایي، نېول سوي وسله وال د وسله والو له جنګي ګروپونو سره اړیکي درلودي او فعاليتونه یې کول.

بلخوا په میوند ولسوالۍ کي يوې بمي چاودنی دوه کوچنيان ټپيان کړي دی.

امنیتی مسئولين وايي تېره شپه...

افغانستان

کندهار ته د ( سکاټلينډ يارډ ) په نوم د پلټو ډله را ورسيده

توسط - کندهار ته د (  سکاټلينډ يارډ  ) په نوم د پلټو ډله را ورسيده

 

د کندهار د پيښي د څيړني دپاره د سکاټلينډ يارډ په نوم  د نړيوالو پلټنو يوه مجهزه ډله راغله

د کندهار پيښه چي خورا پيچلې ده تر اوسه د متحده عربي اماراتو ، ايساف او افغان پلاوي نه دي توانيدلي چي د پيښي نوعيت او پشپړه پلټنه تر سره کړي ، خو تازه د سکاټلينډ يارډ په نوم...

افغانستان

کندهار والي خپله د خپلي روغتيا ډاډ وړاندي کړ .

توسط - کندهار والي خپله د خپلي روغتيا ډاډ وړاندي کړ .

کندهار والي چي د کندهار په وروستۍ پيښه کي ټپي سوى وو په خپل ثبت سوي ږغ کي يي د خپلي روغتيا په اړه خلکو ته ډاډ ورکړى دى او ويلي دي چي ډير ژر به له روغتونه رخصت سي  ، دا ږغ د کندهار مطبوعاتي دفتر  رسنيو ته ليږلى دى .

والي همايون عزيزي په خپل ږغ کي د...