افغانستان

هلمند کې پاکستان ضد پراخ لاريون وشو

توسط - هلمند کې پاکستان ضد پراخ لاريون وشو

د هلمند مدني ټولنې لخوا چې لسګونه ولسي خلکو يې ملتيا کوله د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د روستيو راکټي بريدونو په غبرګون کې لاريون وشو.

لاريونوالو له ولسمشر وغوښتل چې  د پاکستان پر ضد دې جګړه اعلان کړي ترڅو ولسي خلک ګډون پکې وکړي.

دغه راز لاريونوالو چې قهريدلي وو، د پاکستان بيرغ ته يې اور...

ليکني او ژباړي

د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

توسط - د مورنیو ژبو نړیواله ورځ

لیکول: حبیب الرحمن تاثیر

Writer_pen (6)

د فبرورۍ میاشتې ۲۱ مه هرکال په نړیواله کچه د مورنیو ژبو د ورځې په توګه لمانځل کېږي، د دې اعلان د ۱۹۹۹م کال د نوامبر میاشتې په ۱۷ مه نېټه ‎وشو چې د ګڼو ژبو او کلتورونو په اړه د عمومي شعور...

هر اړخيزه او معلوماتي

د ماشومانو لوبې کول

توسط - د ماشومانو لوبې کول

ژباړن : عطا محمد میاخېل

   که چېرې لویان خپلې ورځې په لټۍ او ټنبلۍ سره تېروي، له ځانه دا پوښتنه کوو، چې هغوی څنګه کولای شي، دا وضعیت وزغمي، حتا که چېرې دا کسان د سترې شتمنۍ لرونکي وي، بیا هم داسې احساس کوو، چې په ژوند کې یې کومه ګډوډي شتون لري .   خو که چېرې یو ماشوم دا ډول...

سيمه او نړۍ

د اذربايجان ولسمشر خپله مېرمن د ځان مرستياله ټاکلې

توسط - د اذربايجان ولسمشر خپله مېرمن د ځان مرستياله ټاکلې

ريپوټونه وايي، د اذربايجان ولسمشر الهام علييف خپله مېرمن مهربان علييف د مرستيال ولسمشر په توګه ټاکلې.

د ولسمشر علییف د دې ټاکنې بیان نن د اذربایجان د جمهوري ریاست پر وېب‌سایټ خپور شو.

علییف د پخواني شوروي اتحاد په دې جمهوریت کې د دوه زره درېیم کال له اکتوبر راپه دې‌خوا هغه وخت ولسمشر شو چې پلار یې...

افغانستان

خوست کې سږ کال شپږ لاکه نيالګي کېنول کېږي

توسط - خوست کې سږ کال شپږ لاکه نيالګي کېنول کېږي

د کرنې رياست ځايي مشر وايي، دوی پلان لري سږ کال د خوست په بېلابېلو سيمو شپږ لاکه نيالګي کېنوي.

سميع الله نصرت رسنيو ته ويلي دي، دا نيالګي به تر ډېره مېوه لرونکي او زينتي وي.

د خوست د کرنې ریاست له‌خوا د نیالګیو د کېنولو په حشر کې د بېلابېلو حکومتي او غیر دولتي ادارو کارکوونکو، مدني...

افغانستان

پر کونړ پاکستان ۸۷ توغندي توغولي دي

توسط - پر کونړ پاکستان ۸۷ توغندي توغولي دي

د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند رسنيو ته ويلي، د دغه ولايت پر دانګام، خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالۍ پاکستاني ملېشو ۸۷ توغندي توغولي.

فريدالله دهقان وايي، د يادو توغنديو د لګېدلو له امله چې بېګاه ناوخته لګيدلي، ډېری خلکو خپلې مېنې پرېښي دي.

هغه وايي، د يادو بريدونو له امله کوم تلفات نه لري.

افغانستان

ننګرهار: نهه داعشيان وژل شوي

توسط - ننګرهار: نهه داعشيان وژل شوي

د ننګرهار د امنيه قومندانۍ رسنيز مسؤل رسنيو ته ويلي دي، د دغه ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکني عملياتو په ترڅ کې نهه داعشيان وژل شوي.

حضرت حسين مشرقيوال وايي، دوه نور دولت ضد وسله وال ژوبل شوي هم دي.

DC897BC0-DBF0-4831-AD5C-BEFBA8B1AE3B_w1023_r1_s

داعش وسله...

افغانستان

يونېسف د ماشومانو د کارونو پر مخنيوي کار کوي

توسط - يونېسف د ماشومانو د کارونو پر مخنيوي کار کوي

د ماشومانو د ملاتړ نړيوال صندوق يا يونسېف د ادارې لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د ماشومانو د کارونو پر مخنيوي کار کېږي.

د خبرپاڼې په حواله د يو شمېر هېوادونو استازي چې افغانستان هم پکې شامل دي نن پاريس کې راغونډې شوي او په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو د شاقه او نورو کارونو...

راپورونه او مرکې

د ټاپي پروژې د ډيزاين کارونه شروع کېږي، د پروژې د پيل ځای افغانستان ښودل شوی

توسط - د ټاپي پروژې د ډيزاين کارونه شروع کېږي، د پروژې د پيل ځای افغانستان ښودل شوی

ټاپي هغه پروژه چې د ميليونونو افغانانو ته ورته د هېلې سترګې نيولي دي، چې خبرې يې يو څه سړې شوې وې، اوس يوه جرمني کمپنۍ غواړي د يادې پروژې د پيل انجينري او د ډيزاين کارونه شروع کړي.

د ريپوټونو له مخې، د کارونو پيل به له افغانستان کېږي.

د ازادۍ راډيو د راپور له مخې، د دغې...

افغانستان

سنګري : روزګان کې دري کیلومتره پرمختګ سوي

توسط - سنګري : روزګان کې دري کیلومتره پرمختګ سوي

د روزګان امنیه قومندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وایې د تیرې ورځي راهیسې پولیسو ددي ولایت لویدیځ لوري ته د عملیاتو پرمهال دري کیلومتره پرمختګ کړي او طالبان یې په شاه کړي دې د روزګان امنیه قومندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وایې  پولیسو د تیرې ورځي راهیسې په روانو عملیاتو کې د طالبانو څخه موهمي او ستراتیژیکي سیمې نیولي او...