افغانستان

مسلميار: د پاکستان د تحرکاتو په اړه دې ملګرو ملتونو ته شکايت وشي

توسط - مسلميار: د پاکستان د تحرکاتو په اړه دې ملګرو ملتونو ته شکايت وشي

د مشرانو جرګې مشر وايي، سپين بولدک کې د ډيورنډ پر کرښه د راولاړو شويو ستونزو په اړه دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وشي.

فضل الهادي مسلميار له افغان حکومت وغوښتل، د ډيپلوماټيکو اصولو له مخې دې ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي، ترڅو د پاکستان د تحرکاتو مخنيوی وشي.

افغانستان

بدخشان کې د ۱۳ دولت ضد وسله والو د وژنې خبر ورکړل شو

توسط - بدخشان کې د ۱۳ دولت ضد وسله والو د وژنې خبر ورکړل شو

په شمال کې د پامير زون د شلمې فرقې وياند وايي، د بدخشان په زيباک ولسوالۍ کې په يو هوايي بريد کې ۱۳ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

غلام حضرت کريمي رسنيو ته ويلي دي، په دغو عملياتو کې د مخالفينو دوه هاموې موټر هم له منځه تللي دي او اوس هم نښته روانه ده.

افغانستان

ولسمشر غني د ايران له بهرينو چارو وزير سره وليدل

توسط - ولسمشر غني د ايران له بهرينو چارو وزير سره وليدل

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف چې کابل ته راغلی نن ورسره ولسمشر غني ليدلي د سيمې د امنيت او ثبات په اړه يې خبرې کړي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، افغان حکومت به چاته اجازه ورنه کړي چې د ګاونډيو پر ضد استفاده وکړي.

افغانستان

خوست: د شېخ زاهد پوهنتون د ليليې لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

توسط - خوست: د شېخ زاهد پوهنتون د ليليې لپاره نوې ودانۍ جوړيږي

نن د خوست د شېخ زاهد پوهنتون د هلکانو د ليليې لپاره د يوې څلور پوړيزې ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.

د خوست پوهنتون مشر رسنيو ته ويلي دي، د ليليې ياده ودانۍ به د ۶۵۰ محصلينو د اوسېدو ظرفيت ولري خو دوی کولی شي تر ۸۰۰ محصلينو ته د اوسېدو لپاره پکې ځای برابر کړو.

افغانستان

د طالبانو دوو لویو قوماندانانو او ۳۰ ملګرو یې له داعش سره بیعت وکړ

توسط - د طالبانو دوو لویو قوماندانانو او ۳۰ ملګرو یې له داعش سره بیعت وکړ

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې دې ولایت ته د نومول شوی والي مرستیال قاري حفیظ او د دې ډلې یو لوړپوړي غړي نقیب‌الله حیدري له نورو ۳۰ تنو طالبانو سره چې د دوی تر لاس لاندې وو؛ له داعش سره بعیت وکړ. د درزاب ولسوال رحمت‌الله حشر وايي، چې په درزاب او قوش تپې ولسواليو کې له پرله‌پسې نښتو...

افغانستان

طالبانو په بادغیس کې ۴ ډاکټران تښتولي دي

توسط - طالبانو په بادغیس کې ۴ ډاکټران تښتولي دي

    د بادغیس ولایت ځايي مسوولین وايي، وسله‌والو طالبانو ۴ تنه ډاکټران چې مقر ولسوالۍ ته لار وو؛ د همدې ولسوالۍ له زادغلي سیمې تښتولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.   د بادغیس د والي ویاند ظاهر بهاند د پېښې په تایید  وویل، تښتول شوي ډاکټران د "موف" روغتیايي موسېسې کارکوونکي دي.   دی وایي، دغو ډاکټرانو د امنیتي له هغمږۍ او خبرونې پرته دې ولسوالۍ...

راپورونه او مرکې

جواد ظریف: سیمه کې د ترهګرو د تقویت حرکتونه موجود دي

توسط - جواد ظریف: سیمه کې د ترهګرو د تقویت حرکتونه موجود دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جواد ظریف وايي، چې افغانستان او ایران په ننګوونکې سیمه کې موقیعت لري او دغه راز ورځ تربلې په‌کې د پردیو په لاسوهنو سره ترهګریز فعالیتونه ډېرېږي. جواد ظریف وویل، چې په سیمه کې د ترهګرو د ځواکمنتیا حرکتونه هم موجود دي او دا ځواکمنتیا باید د دواړو هېوادونو په مرسته او ګډه مبارزه پرته له کوم...

افغانستان

د کندهار د مطبوعاتي دفتر يو کارکوونکی وژل شوی

توسط - د کندهار د مطبوعاتي دفتر يو کارکوونکی وژل شوی

د والي وياند وايي، نن سهار د کندهار د مطبوعاتي دفتر پر کارکوونکي مولوي عبدالغفوري پيرزو د نالومامه کسانو لخوا وژل شوی.

صميم خپلواک رسنيو ته ويلي دي، پر نوموړي نهمه حوزه کې داسې مهال بريد شوی چې له کوره د دفتر پر خوا روان و.

26D1D710-96FE-432D-9C91-75890BC1549C_w1023_r1_s

افغانستان

د ايران د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی

توسط - د ايران د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی

جواد ظريف په يو رسمي سفر کابل ته رسېدلی چې د افغان چارواکو سره به وګوري او پر يو شمېر موضوعاتو به خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، جواد ظريف به افغان چارواکو سره په دوه اړخيزو مسايلو بحث وکړي.

D4FA42AC-E271-42F3-B5CB-2E0F07FF47A9_cx3_cy9_cw51_w1023_r1_s

...

راپورونه او مرکې

د افغانستان شمال کې نا امنۍ ډېرې شوي، د ولسي جرګې د استازو اندېښنې يې پارولي

توسط - د افغانستان شمال کې نا امنۍ ډېرې شوي، د ولسي جرګې د استازو اندېښنې يې پارولي

د افغانستان په شمال ختيځو ولايتونو کې د جګړې په غځېدو او نا امنۍ په ډېرېدو سره له دې چې خلک اندېښمن کړي دي د ولسي جرګې د يو شمېر استازو اندېښنې يې هم پارولي دي.

بدخشان او کندوز هغه دوه ولايتونه دي چې وروستيو کې پکې پرلپسې نښتې وشوې، چې تازه په کندوز کې قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو...