افغانستان

طالبان په بغلان کې ښوونکي جریمه کوي

توسط - طالبان په بغلان کې ښوونکي جریمه کوي

      د بغلان ولایت د دهنې‌غوري ولسوالۍ ځېنې زده‌کوونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ د پوهنې ریاست د حاضرۍ تر څنګ طالبانو هم د دوی له‌پاره حاضري او ترقي‌تعلیم جوړ کړی دی. د دوی پر وینا، که کوم ښوونکی ښوونځي ته ناوخته لاړ شي ۲۰۰ او که غیرحاضري وکړي؛ نو ۵۰۰ افغانۍ جریمه کېږي. د دې زده‌کوونکیو په نظر، طالبانو د ورزش او انګلیسي ژبې مضمونونه...

افغانستان

پاکستان افغان کډوالو ته د نوم لیکنې ۶ میاشتې وخت ورکړ

توسط - پاکستان افغان کډوالو ته د نوم لیکنې ۶ میاشتې وخت ورکړ

          د پاکستان د سرحدي او قبایلو چارو وزارت او د «نادرا» ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې په پاکستان کې یو میلیون غیرقانوني کډوال راجسټر شي.   د پاکستان د سرحدونو او قبایلي چارو وزیر عبدالقدیر بلوچ پاکستانیو رسنیو ته ویلي، بې‌‌اسنادو افغان کډوالو ته ۶ میاشتې وخت ورکوي، چې د پاکستان حکومت له‌خوا برابرېدونکیو ۵۰ مرکزونو کې ځانونه ثبت کړي.   د نوموړي...

افغانستان

د پکتیکا په برمل کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ نښته شوې

توسط - د پکتیکا په برمل کې د افغان سرحدي ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو ترمنځ نښته شوې

د پکتيکا مسوولين وايي، د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سيمه کې د افغان ځواکونو او پاکستانۍ ملېشو تر منځ نښته شوې ده. د دغه ولايت د امنيت امر سمونوال دادالله خان هوتک وويل، تېره شپه د افغان پوله ساتو او پاکستانيو ملېشو تر منځ نږدې درې ساعته سخته وسله واله نښته شوې ده چې افغان لوري ته په کې...

افغانستان

اسټرالیا افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو غور کوي

توسط - اسټرالیا افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو غور کوي

            اسټرالیا لومړی وزیر مکالم ټرنبل د ناټو په غوښتنه افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو غورکوي.   د اسټرالیا «اېس بي اېس» خبري رسنۍ د راپور له مخې، لومړي وزیر ترنبل ویلي، چې کابل کې ترې د روان کال د سفر پر مهال ناټو او د امریکا دفاع وزیر غوښتنه کړې ده، چې افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي.   دا په‌داسې حال کې ده، چې ناټو...

افغانستان

د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ پیلېږي

توسط - د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلې سیالۍ پیلېږي

    ټاکل شوې‌ده د افغانستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت د یو لړ نړیوالو ۲۰ اوریزو سیالیو له‌پاره هندوستان ته سفر وکړي. د سپورټ سټار لایف وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او هندوستان د معلولانو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د می میاشتې پر ۲۲ مه نېټه پیل شي.   د افغانستان په کرکټ بورډ کې د معلولانو کرکټ څانګې مسوول عبدالمنان...

افغانستان

په فاریاب کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې

توسط - په فاریاب کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې

    پېښه د فاریاب مرکز میمنې ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده. د فاریاب ولایت امنیتي مسوولین وايي، وژل شوې پولیسه د میمنې ښار د چرم‌ګرخانه اوسېدونکې وه او د ښار په امنیتي کمربند کې یې دنده لرله. یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، وژل شوې پولیسه نوریه نومېږي او د خپل زوم جان محمد له لوري وژل شوې ده. سرچینه...

افغانستان

په هرات کې یوه جلۍ او هلک په مرموز ډول وژل شوي

توسط - په هرات کې یوه جلۍ او هلک په مرموز ډول وژل شوي

  يوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، دا یو ناموسي قتل دی.   د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالحد ولیزاده وايي، هلک او جلۍ دوه ورځې مخکې د هرات له ښاره تریتم شوي وو او تېر ماښام یې جسدونه د انجیل ولسوالۍ سربور غرونو په سیمه کې موندل شوي دي.   د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، هلک علي رضا...

راپورونه او مرکې

ديني عالمان: ځوانان مو د پاکستان له افراطي مدرسو راوګرځوئ

توسط - ديني عالمان: ځوانان مو د پاکستان له افراطي مدرسو راوګرځوئ

دیني عالمانو په افغانستان کې د دینې مدرسو په زیاتېدو او حکومتي ملاتړ ټینګار وکړ. افغان حکومت دې په کور دننه دینې مدرسې زیاتې کړي چې افغان زده کوونکي د پاکستان له افراطي مدرسو راوګرځي. دیني عالمان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د منظمو او مجهزو دیني مدرسو نشتوالي افغانان اړ کړي چې د دیني زده کړو لپاره د سیمې هېوادونو ته ولاړ شي،...

افغانستان

کرزی: د زده کړو نه پراختیا په هېواد کې د بې نظمیو لامل دی

توسط - کرزی: د زده کړو نه پراختیا په هېواد کې د بې نظمیو لامل دی

    د هېواد پخواني ولسمشر حامد کزري د زده‎کړیالانو د فراغت په لمانځغونډه کې خبرې کولې،د اسنیو بې نظمیو یو لامل د خپلې ولسمشرۍ له پیر څخه وړاندې کلونو کې ښوونې او روزنې ته نه مخه کول بولي او ټینګار کوي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې،د هېواد دښوونې او روزنې نظام ډېرې ښې لاسته راوړنې لرلې دي. ښاغلي کرزي زیاته کړه: ((زموږ ستونزه په...

راپورونه او مرکې

اوسنی بحران به هېواد د سوریې په برخلیک اخته کړي

توسط - اوسنی بحران به هېواد د سوریې په برخلیک اخته کړي

    که جګړې د بس لپاره کار ونشي، لیرې نه ده چې هېواد به د سوريې په سرنوشت اخته شي. کابل کې د سیاسي مشرانو یوې ډلې په جوړې شوې غونډې کې ټینګار وکړ چې باید د اوسني بحران د حل لپاره ګډ کار وشي او حل لار  ورته پيدا شي. غونډه کې ټينګار وشو چې نباید په بهرنیانو تکیه وشي او د هر مشکل د...