افغانستان

د بې پولې خبریالانو ټولنه افغانستان رسنیز کارته له اندیښنو ډک ګڼي

توسط - د بې پولې خبریالانو ټولنه افغانستان رسنیز کارته له اندیښنو ډک ګڼي

د بې پولې خبریالانو ټولنه افغانستان رسنیز کارته له اندیښنو ډک ګڼي

د دغې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره اونۍ د امنیتي پېښو له کبله د افغاني رسنیو ۶ کارکوونکي وژل شوي او۱۰ نور ټپيان دي .

یادې ټولنې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره یو شرط...

راپورونه او مرکې

د کابل ناستې ګډونوالو له طالبانو د اوربند او له حکومت سره د سولې د ژر خبرو پیل غوښتنه وکړه

توسط - د کابل ناستې ګډونوالو له طالبانو د اوربند او له حکومت سره د سولې د ژر خبرو پیل غوښتنه وکړه

افغان حکومت تېره ورځ (د غبرګولي ١٦مه) د ٢٧ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون د سولې او امنیتي همکاریو په اړه د کابل پروسې د لومړۍ ناستې کوربه­توب پر غاړه درلود. د کابل پروسې غونډې ګډونوالو د دې ترڅنګ چې په ټولو وسله والو ډلو غږ وکړ چې اوربند وکړي او له افغان حکومت سره ژر د سولې خبرې پيل کړي، ټينګار وکړ...

افغانستان

د کابل ناستې پایلې به وروسته جوتې شي

توسط - د کابل ناستې پایلې به وروسته جوتې شي

په داسې حال کې چې د کابل ناسته پرون پای ته ورسیده، ارګ ددې ناستې د پایلو په اړه خبره له وخته مخکې ګڼي .

د ارګ مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي،افغان حکومت د ښو پایلو هیله لري خو د ناستې پایلې به اصلاً د وخت له تېریدو سره جوتې شي .

د چارو یو شمېر کارپوهان...

راپورونه او مرکې

ولسمشرغني: امنیتي ارګانونه دې د امنيت په ټينګښت کې زياتې هڅې وکړي

توسط - ولسمشرغني: امنیتي ارګانونه دې د امنيت په ټينګښت کې زياتې هڅې وکړي

  د وسله وال پوځ د اعلى سرقوماندانۍ په غونډه کې ولسمشر امنیتي ارګانونو ته د امنيت په ټينګښت کې د ټولو هڅو د کارولو د لارښوونې ترڅنګ، امنیتي ارګانونو ته دنده سپارلې چې له غیر مسوولو وسله والو څخه د وسلو راغونډولو په موخه مشخص پلان ترتیب او ژر یې عملي کړي. دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې له ارګ څخه رالېږل...

افغانستان

ولسمشرغني قزاقستان ته په سفر لاړ

توسط - ولسمشرغني قزاقستان ته په سفر لاړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوري دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په ۱۷ غونډه کې د ګډون په موخه په دوه ورځني سفر د قزاقستان پلازمېنې استانې ته ولاړ.   

جمهور رئیس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاریو...

افغانستان

هند له پاکستان سره مشروطو مذاکراتو ته چمتووالی وښود

توسط - هند له پاکستان سره مشروطو مذاکراتو ته چمتووالی وښود

      د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي، چمتو دي چې له پاکستان سره مخامخ خبرې وکړي. د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوراج ويلي، له پاکستان سره به د کشمير د مسئلې پر سر د درېيم لوري له مداخلې پرته مذاکرات وکړي. سوراج زياته كړې، د دې مذاکراتو لپاره يې شرط دا دی چې خبرې به مخامخ کېږي او درېيم لوری به پکې...

ليکني او ژباړي

د شمال امپراتور د زوال په درشل کې !

توسط - د شمال امپراتور د زوال په درشل کې !

نجیب الله بلخی

د شمال تر ټولو لوی زورواکي عطا محمد نور په زړه خوړلې، چې د زوال په درشل کې دی په څو دلایلو :

- د هغه په ضد تېرکال په بلخ کې د توقع خلاف د ولایتي شورا یو شمېر غړي د زرګونه کسو په ملتیا په لاریونونو ووتل دی یې فاسد وباله او د ګوښه...

افغانستان

له طبیعي پېښو سره د دولت وزارت د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاس‌لیک کړ

توسط - له طبیعي پېښو سره د دولت وزارت د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاس‌لیک کړ

    طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د کابل ښاروالۍ، سیمه ییزو ارګانونو، د کور او ښارجوړونې وزارت او هبیتات ادارې سره بېلابېل څلور اړخیز تړونونه لاسلیک کړل. دغه وزارت د جاپان هېواد او هبیتات موسېسې په مالي مرستو د ۳،۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د دې تړون له مخې په کابل او مزار شریف ښارونو کې په څلورو برخو...

افغانستان

د ننګرهار له روغتیا ریاست سره د امبولانسونو مرسته وشوه

توسط - د ننګرهار له روغتیا ریاست سره د امبولانسونو مرسته وشوه

د عامې روغتیا وزارت د هلو ځلو په ترڅ کې د سعودي عربستان هېواد له لورې د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست سره د څلورو امبولانسونو مرسته وشوه . د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،یاد څلور امبولانسونه د دوی په وړاندیز د عامې روغتیا...

سيمه او نړۍ

د ایران په بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي

توسط - د ایران په بریدونو کې ۸ کسان وژل شوي

        ویل کېږي چې نن(چهارشنبې د غبرګولي۱۷مه) یو شمېر وسله‎والو د ایران پر پارلمان او د دې هېواد مذهبي مشر، ایت‎الله خمیني پر مړستون برید کړی دی. سرچینې وايي چې د ایران پر پارلمان د برید په پایله کې ۷ کسان وژل شوي او بریدګرو یو شمېر کسان برمته کړي دي.   د خمیني په مړستون کې یوې برېدګرې ځان ته چاودنه ورکړې، او بله بریدکوونکې نیول...