افغانستان

د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه

توسط - د تاجکستان ولسمشر له افغانستان سره د هر اړخیزو همکاریو ژمنه وکړه

  د تاجکستان ولسمشر وايي، هېواد يې چمتو دى چې په ترانزیټي برخو کې په ځانګړي ډول د قرغزستان- تاجکستان تر شېرخان بندر پورې او د چين- ايران د رېل پټلۍ په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. دغه څرګندونې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان تېر ماښام له ولسمشر محمد اشرف غني سره د قزاقستان په مرکز استانه کې وکړې. په دې ليدنه کې...

افغانستان

د افغانستان او ایران تر منخ د همکارۍ پنځه ګونو کمېټو په رامنځته کېدو ټینګار وشو

توسط - د افغانستان او ایران تر منخ د همکارۍ پنځه ګونو کمېټو په رامنځته کېدو ټینګار وشو

  د افغانستان او ايران حکومتي چارواکي وايي، وروستیو پېښو وښوده چې ترهګري نه یوازې افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ نورو هېوادونو ته هم یو جدي ګواښ دی او باید ټول هېوادونه یې پر وړاندې مبارزه وکړي. دغه څرګندونې د ولسمشر محمداشرف غني او  د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف تر منځ  د قزاقستان په مرکز استانه کې د ليدنې...

افغانستان

امريکا: د افغانستان ستونزه سیاسي حل لاره غواړي

توسط - امريکا: د افغانستان ستونزه سیاسي حل لاره غواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان ستونزه یوازې له سیاسي لارو د حل وړ ده.   دغه څرګندونې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیټر ناوټر د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.   هغه وویل، امریکا پر دې باور ده چې په افغانستان کې سوله یوازې له سیاسي لارو راتلای شي.   د هغه په خبره، ډېر وخت کېږي چې په...

افغانستان

د کندوز د امنيه قوماندانۍ مرستيال د طالبانو له بنده وتښتېد

توسط - د کندوز د امنيه قوماندانۍ مرستيال د طالبانو له بنده وتښتېد

د کندوز د امنيه قوماندانۍ يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي وحيدالله بکزاد د طالبانو له بنده تښتېدلی دی.

وحيدالله بېکزاد تېر کال د کندوز – خان اباد په لاره طالبانو نيولی و.

خپرو شويو ريپوټونو کې ويل شوي دي بېکزاد د ملي امنيت د رياست په هڅو او د طالبانو د يو غړي په مرسته نن سهار خان...

ليکني او ژباړي

د عمر بن عبدالعزیز د ژوند، خلافت او عدالت کیسې

توسط - د عمر بن عبدالعزیز د ژوند، خلافت او عدالت کیسې

(شپږمه برخه )

د ورځي سلطنت او د شپې عبادت

ژباړه: احمدشاه پاڅون

19105533_1981353648817138_1687719405773744509_n

چي کله د خلافت دروند بار د حضرت عمر بن عبدالعزیز پر اوږو را پرېوت، نو خوراک یې پرېښود، له مېرمني څخه یې جلاوالی اختیار کړ، ټوله ورځ به یې د سلطنت ...

افغانستان

ګردیزې کې د پولیسو او وسله والو په نښته کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ګردیزې کې د پولیسو او وسله والو په نښته کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیا مرکز ګردیز ښار اریانا پمپ سیمه کې یو طالب وسله وال ووژل شو، درې طالبان او یو پولیس ټپيان شول. د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وویل چې شیبه وړاندې په یاده سیمه کې وسله والو د پولیسو په چک پوینټ برید وکړ چې یو پولیس یې ټپي کړ. تبسم زیاتوي چې د پولیسو په ځوابي ډزو کې یو وسله وال...

افغانستان

په ننګرهار کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

توسط - په ننګرهار کې شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونيول شول

  د ننګرهار ولايت په مومندرې، لعلپورې او جلال اباد ښار کې درې تنه وسله والو مخالفينو سره د اړيکو او درې تنه د غلا په تور ونيول شول. د معلوماتو له مخې پولیسو د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوڅ سيمه کې دوه تنه وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور نيولي دي. په ورته وخت کې پولیسو د دې ولايت په لعلپورې ولسوالۍ کې...

افغانستان

په ارزګان کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه

توسط - په ارزګان کې د کانکور ازموینه واخیستل شوه

د ارزګان ولایت له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې نن د جمعي ورځ (غبرګولی/۱۳۹۶/۱۹) د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د ۱۳۹۶ کال لپاره د کانکور ازموینه واخیستل شوه، چې پکې د (۶۱) انجونو په ګډون (۶۸۵) تنو برخه اخیستي وه. خبرپآڼه وايي، ارزګان ته د کانکور د پلاوي راغلي مشر سید روضت الله "مجید" په خپلو خبرو کې...

افغانستان

د هلمند پوهنتون د يو استاد نوې څېړنه په نړيواله کچه ومنل شوه

توسط - د هلمند پوهنتون د يو استاد نوې څېړنه په نړيواله کچه ومنل شوه

بصيرالحق عادل

د هلمند پوهنتون استاد پوهنيار محمد موسی علمي د کانګريټو د يوې آلې تر اختراع وروسته د کانګريټو يو نوی مخلوط ډېزاين کړی دی.

د کانګريټو دا نوی مخلوط ډيزاين د کانګريټو نړيوال کنفرانس لپاره منل شوی دی چې د د روان زيږديز کال په سپټمبر کې به د جرمني هېواد د درسدن ښار د درسدن په...

افغانستان

په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې ده

توسط - په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکه رالوېدلې ده

راپورونه وايي چې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه رالوېدلې ده. د ننګرهار د والي وایاند وايي، دغه الوتکه تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ په یولسمه وېاله کې رالوېدلې ده. خوږیاڼی د دغې الوتکې د رالوېدو لامل تخنيکي ستونزې ښيي. هغه وايي، الوتکه د ولسوالۍ د مسوولينو له لورې د ننګرهار هوايي ډګر ته وړل شوې ده. [caption id="attachment_74140" align="alignnone" width="300"]