سيمه او نړۍ

داعش پر تهران د تازه بریدونو ګواښ وکړ

توسط - داعش پر تهران د تازه بریدونو ګواښ وکړ

  دداعش ډلې څو تنه جنګیالي چې مخونه یې پټ کړي په ایراني ځوانانو غږ کړی، چې د حکومت پر ضد جګړه کې دوی سره یو ځای شي. د داعش له لوري په تازه خپره شوې ویډیو کې څو کسان چې نقابونه یې پر مخ کش کړي پر ایراني ځوانانو غږ کوي چې د حکومت ضد جګړه کې له دوی سره یو ځای شي.

دغه...

افغانستان

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو کې د فساد اصلي لامل لویدیځ هیوادونه دي

توسط - له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو کې د فساد اصلي لامل لویدیځ هیوادونه دي

  له فساد سره د مبارزې عالي اداره وایي، مرسته کوونکو هیوادونو د مرکزي حکومت له همغږۍ پرته له ولایتي چارواکو او نفوذي شرکتو سره د پروژو تړونونه کړي چې هره پروژه په دریم او څلورم لاس قرارداد شوې. له مرسته کوونکو هېوادونو غوښتنې کېږي که د فساد مخنیوی غواړي هغه پخواني چاروکي دې کابل ته وسپاري چې په...

افغانستان

د افغانستان د ولسونو ملي اجماع خپل موجودیت اعلان کړ

توسط - د افغانستان د ولسونو ملي اجماع خپل موجودیت اعلان کړ

  د ولسونو د ملي اجماع مشر محمد ابراهیم الکوزی وايي، په پوره ځواک به هڅه وکړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو منځګړیتوب چارې پیل کړي. د افغانستان د ولسونو د ملي اجماع غړي نیوکه کوي چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو په پرمخ وړلو کې پاتې...

افغانستان

د طالبانو مخکېنی مشر ملا منصور خبر و، چې وژل کېږي

توسط - د طالبانو مخکېنی مشر ملا منصور خبر و، چې وژل کېږي

    د طالبانو یو قوماندان نیویارک ټایمز ورځپانې ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي، ملا منصور خبر و، چې څه ورته پېښېږي نو له همدې کبله یې خپله کورنۍ خبره کړې وه چې د جنازې ترتیبات یې ونیسي. طالب قوماندان ټینګار کړی چې پاکستان له ملا منصور زیات څه غوښتل؛ خو منصور ترې انکار کړی او په وژنه کې يې هم پاکستان نېغه...

افغانستان

د افغان‌ځواکونو په نظامي تجهیزاتو کې هم غلا کیږي

توسط - د افغان‌ځواکونو په نظامي تجهیزاتو کې هم غلا کیږي

      عبدالله عبدالله چې په امنیتي سکتور کې له اداري فساد سره د مبارزې په کنفرانس کې خبرې کولې اعتراف وکړ چې د افغان ځواکونو تجهیزات پلورل کیږي . . عبدالله زیاته کړه چې حکومت په امنیتي ځوکونو کې له فساد سره د مبارزې ټینګه اراده لري او په دې برخه کې بدلونونه راځي. د افغانستان په امنیتي او دفاعي سکتور کې له فساد سره دمبارزې...

افغانستان

نیکولسن: د افغانستان‌ځواک نه ماتېدونکی دی

توسط - نیکولسن: د افغانستان‌ځواک نه ماتېدونکی دی

      په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي د افغانستان ځواک نه ماتېدونکي دی او دوی یې ملاتړ کوي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، له ترورېزم سره جګړه د نړۍ تر ټولو مهمه جګړه ده چې ګټل يې نه یوازې د افغانستان بلکې د ټول بشریت لپاره مهم دي. جنرال جان نیکولسن دا څرګندونې پرون په ارګ کې د ماتې...

افغانستان

جوزجان کې د داعش ډلې يو سرګروپ ووژل شو

توسط - جوزجان کې د داعش ډلې يو سرګروپ ووژل شو

    د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش ډلې او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د داعش ډلې يو ډلمشر او دوه طالبان وژل شوي دي. د جوزجان ولايت امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وايي، چې نن له غرمې وروسته د قوش تپې ولسوالۍ په جينجک کلي کې د وسله...

راپورونه او مرکې

لويه څارنوالي: د ميرزااولنګ پېښې په اړه به هر اړخيزه څېړنه وشي

توسط - لويه څارنوالي: د ميرزااولنګ پېښې په اړه به هر اړخيزه څېړنه وشي

  د هېواد لوى څارنوال، د سرپل ولايت په ميرزااولنګ درې کې د ملکي وګړو وژنه د بشريت پر وړاندې يو ستر جنايت بولي او وايي چې په دې اړه به ډېر ژر يوه هر اړخيزه څېړنه وشي او د قضيې ټول اړخونه به وڅېړل شي. د هېواد لوى څارنوال څارنپوه محمد فريد حميدي نن په کابل کې د "هېواد په امنيتي او دفاعي سکتور...

راپورونه او مرکې

فيصل: په کابينه کې به نور بدلونونه هم را شي

توسط - فيصل: په کابينه کې به نور بدلونونه هم را شي

  د حکومت اجراييه رياست د کابينې بشپړېدل د حکومت اصلي لومړيتوب بولي او  وايي چې ټاکل شوې ده په کابينه کې به نور بدلونونه هم راشي. د حکومت د اجراييه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل چې نن يې په کابل کې يوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وويل چې په دې وروستيو کې د عامه ګټو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او اقتصاد وزارتونو ته...

راپورونه او مرکې

داوودزى: د نظام سياسي بې ثباتي د اندېښنې وړ ده

توسط - داوودزى: د نظام سياسي بې ثباتي د اندېښنې وړ ده

    د افغانستان د حراست او ثبات شورا ارشد غړى عمر داوودزى وايي چې بې اتفاقي او سياسي بې ثباتي د افغانستان د نظام لپاره له ترهګرۍ ډېره ګواښوونکې ده. داوودزي دغه ټکى نن په کابل کې د روان کال د کانکور ازموينې په پايله کې په لوړو نومرو د برياليو زده کوونکو په ستاينغونډه کې وکړې. نوموړي د سياسي څېرو اختلاف او د نظامي بې...