راپورونه او مرکې

مسکو: د امریکا سټراټېژي نیمګړې ده

توسط - مسکو: د امریکا سټراټېژي نیمګړې ده

    روسیې د افغانستان په تړاو د امریکا په نوې سټراټېژۍ نیوکه کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مایریا زخاروا ویلي، په نوې سټراټېژۍ کې د داعش ګواښونو ته هېڅ پام نه دی شوی . مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا نوې سټراټېژي د افغانستان له ملي ګټو سره ټکر کې بللې ده. د افغانستان په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې...

راپورونه او مرکې

لاریونوالو له دندې څخه د عطامحمد نور د لري کېدو غوښتنه وکړه

توسط - لاریونوالو له دندې څخه د عطامحمد نور د لري کېدو غوښتنه وکړه

  په کابل کې سلګونو لاریون کوونکو د عطامحمدنور د محاکمې غوښتنه وکړه. سلګونه کسانو کابل کې د عطامحمد نور پرضد لاریون وکړ او له حکومت غوښتنه وشوه چې عطامحمد نور ته دې د خپل عمل سزا ورکړل شي. معترضینو حکومت د اصف مومند قضیه کې په بې غورۍ تورن کړ چې ګنې د بلخ د والي پروړاندې یې کوم ګام نه دی پورته کړی. لاریون کوونکو...

سيمه او نړۍ

کردي ‌جنګیالۍ: د داعش پر ضد جګړې ته دوام ورکوو

توسط - کردي ‌جنګیالۍ: د داعش پر ضد جګړې ته دوام ورکوو

  کردي ښځینه جنګیالۍ وايي، له داعش څخه د نیول شوو کردي ښځو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته دوام ورکړي. دغه ښځینه جنګیالۍ وايي د داعش له خوا د نیول شوو کردي ښځو په اړه فکر کولو دېته اړ کړې، چې د دوی د خوشې کېدو لپاره جګړې ته مخه کړي. په دغو جنیګالیو کې داسې کردي ښځې هم شته، چې د داعش پر...

افغانستان

شل مړه او ۳۵ ټپيان شول؛ د امام زمان پر جومات برید پای ته ورسېد

توسط - شل مړه او ۳۵ ټپيان شول؛ د امام زمان پر جومات برید پای ته ورسېد

    د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د وسله‎والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کابو له ۴ ساعته وروسته پای ته ورسېده. نن جمعه (د وږي ۳ مه) له غرمې وروسته د یوې نیمې بجې په شاو خوا کې د کابل په قلعه نجارها سیمه کې د امام الزمان پر جومات وسله والو کسانو برید کړی دی. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغې...

افغانستان

افغانستان د پردۍ کرنسۍ مستعمره دی

توسط - افغانستان د پردۍ کرنسۍ مستعمره دی

افغانستان اوس پنځه پولي حوزې لري،چې د دوه هغو چلند یې تر افغانیو مخکې دی. اقتصاد پوهان سید مسعود او مولا محمد پیمان نیوکه کوي چې هېواد کې د ځمکو،کورونو او موټرو رانیولې ډېری معاملې په کلدارو،ډالر او تومان کیږي،خو حکومت یې مخنیوي کې پاتی. اقتصاد پوه سید مسعود وایې که مرکزي بانک خپل پولي مدیریت پیاوړی نه کړي پاکستان افغانستان کې د سیاسي نفوذ...

افغانستان

ننګرهار کې ورښت او سېلابونو له ۲۰۰ زيات کورونه ړنګ کړي

توسط - ننګرهار کې ورښت او سېلابونو له ۲۰۰ زيات کورونه ړنګ کړي

  په ننګرهار کې تېره شپه د تېز باران او توپان له امله د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې سېلابونه راوتلي او تر دوو سوو زيات کورونه يې ړنګ او زيانمن کړي دي. دغو ورښتونو او سېلابونو تر ډېره د ننګرهار اووه ولسوالۍ زياتې ځپلي، چې له امله يې يو ماشوم هم ټپي شوی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، چې...

افغانستان

امنيتي چارواکو د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر ورکړ

توسط - امنيتي چارواکو د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نيولو خبر ورکړ

  چارواکي وايي چې د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ يې له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده. د تندر ٢٠٣ قول اردو وياند ډګروال فضل خدا، وويل چې د تېرې شپې له ٢ بجو راهيسې پر جاني خېلو ولسوالۍ هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي او تر سهار ٧ بجو يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې جاني خېل ولسوالي له وسله والو...

افغانستان

په ناوه کې ۱۵ وسله وال ووژل شول

توسط - په ناوه کې ۱۵ وسله وال ووژل شول

  د هلمند چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې د يوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د امنيه قوماندانۍ وياند دوهم څارن عبدالسلام افغان، وويل، امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ د تریخ ناور او سورخ دوز په سيمه کې عملیات پیل کړي چي له درې کیلومترو څخه زیات پرمختګ یې کړی دی. ده زياته کړه،په دې عملياتو کې د مخلص په...

راپورونه او مرکې

ظاهر قدیر: د امريکا په نوې ستراتيژي کې د جګړې پر دوام ډیر تمرکز شوی

توسط - ظاهر قدیر: د امريکا په نوې ستراتيژي کې د جګړې پر دوام ډیر تمرکز شوی

  په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدير اندېښنه وښوده، چې امريکا د افغانستان په اړه په خپله نوې ستراتېژۍ کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی، چې دغه چاره به يو وار بيا د ملکي کسانو مرګ ژوبلې ته زمينه برابره کړي. عبدالظاهر قدير چې د وږي په ۳مه يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د مشرقي شورا...

راپورونه او مرکې

حکمتيار: ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي

توسط - حکمتيار: ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي

  حکمتيار وايي، ځوانان له سخت فکري او فرهنګي يرغل سره مخامخ دي او ځينې بهرني عوامل په ځوانانو په ځانګړې توګه نجونو کې د اخلاقي فساد او بې بندوباريو د پراخېدل لامل شوي دي. نوموړي دغه څرګندونې، د "اينده نګر ځوانانو ټولنيزې ټولنې" له غړو سره په کتنه کې کړې دي. په هغې خبرپاڼه چې د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه رارسېدلې، راغلي چې...