راپورونه او مرکې

د هلمند پوهنتون تر اوسه خپله ودانۍ نه لري

توسط - د هلمند پوهنتون تر اوسه خپله ودانۍ نه لري

  د هلمند دولتي پوهنتون چې له جوړښت يې نهه کاله تېريږي تر اوسه خپله ودانۍ نه لري، خو چارواکي وايي هڅې کوي چې دغه پوهنتون ته ودانۍ جوړه کړي. د دې پوهنتون لپاره په تېرو نهو کلونو کې د ودانۍ له نه جوړېدو شکايت او دغه راز د چارواکو له خوا د پوهنتون د ودانۍ لپاره د جوړېدو ژمنه، د ياد پوهنتون د ٣١٥...

افغانستان

نامعلومو وسله والو د کاپيسا د علماوو شورا مشر وواژه

توسط - نامعلومو وسله والو د کاپيسا د علماوو شورا مشر وواژه

  د کاپيسا د علماوو شورا رييس مولوي ګل محمد حنيفيار له خپل يوه ساتونکي سره نن سهار د دغه ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ د خم روباى په کلي کې ووژل شو . د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وويل چې حنيفيار له يوه ساتونکي سره نن سهار اوو نيمې بجې له خپل کور سره نږدې د دوه موټر سايکل سور پر ډزو...

راپورونه او مرکې

باجوه: د افغانستان جګړه پاکستان کې نه شو کولای

توسط - باجوه: د افغانستان جګړه پاکستان کې نه شو کولای

    د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه ویلي، له افغانستان سره یې په هره برخه کې مرستې کړي، خو دا نه شي کولای چې د افغانستان جګړه په پاکستان کې مخکې یوسي. د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په راولپنډۍ کې د دفاع ورځ مراسمو کې وویل، چې که نړیوال ځواکونه په دې برخه کې د پاکستان لاسنیوی ونه...

افغانستان

امریکا متحده ایالات افغانستان ته ۳۵۰۰ اضافي سرتیري راستوي

توسط - امریکا متحده ایالات افغانستان ته ۳۵۰۰ اضافي سرتیري راستوي

  د نوې سټراټيژۍ تر اعلان وروسته د امریکا د فاع وزیر افغانستان ته د ۳۹۰۰ اضافي سرتیرو استولو خبره کړې وه. اوس د امریکا د پوځ باوري سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې جیمز ماټیس افغانستان ته د ۳۵۰۰ اضافي سرتیرو استولو امر کړی دی. د امریکا د پوځ سرچینه وايي، (( دفاع وزیر جیمز ماټیس امر کړی چې افغانستان ته ۳۵۰۰ امرکایي سرتیري...

راپورونه او مرکې

افغان حکومت: افغانستان ته د نويو امريکايي پوځيانو استول اړتيا ده

توسط - افغان حکومت: افغانستان ته د نويو امريکايي پوځيانو استول اړتيا ده

په دې وروستيو کې د امريکا حکومت اعلان وکړ چې ۳۵۰۰ نور پوځيان به افغانستان ته ولېږدوي ترڅو هلته ترهګر وځپي. که څه هم يو شمېر خلک او کارپوهان د امريکايي سرتېرو له ډېرېدو سره مخالفت ښيي خو افغان حکومت وايي دا يوه اړتيا ده.

د افغانستان د دفاع وزارت دغه هیواد ته د ۳۵۰۰ نوو امریکایي سرتېرو راستول د حکومت...

افغانستان

د تګاب ولسوالۍ بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګول شو

توسط - د تګاب ولسوالۍ بازار ته د ښځو په ورتګ بنديز ولګول شو

  د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ ګڼ شمير اوسيدونکي وايي چې وسله والو طالبانو خلکو ته اخطار ورکړى چې نور خپلې ښځې او لوڼې بازار ته پرې نه ږدي. د تګاب ولسوالۍ اوسيدونکي ننګيال وويل چې د اختر په ورځ وسله والو طالبانو په جوماتونو کې اعلانونه وکړل چې تر دې وروسته خپلې ښځې او لوڼې نور بازار ته پرې نه ږدئ. هغه وايي چې طالبانو...

ادب

دهلمند ادبي بهیر ۳۷۷ یمه غونډه!

توسط - دهلمند ادبي بهیر ۳۷۷ یمه غونډه!

جمعه: د ۱۳۹۶هـ ل کال د (وږي) ۱۷ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي د تل په څېرغونډه ترسره سوه، چي په کي ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د ادب مینه والو ګډون درلود.

د غونډی اجندا دریو برخو، وینا، نثر او نظم ته ځانګړې سوې وه.

غونډه د کلام الله مجید په تلاوت پيل سوه.

راپورونه او مرکې

له هلمند پوهنتون ۳۱۵ محصلين فارغ شول، خو د لوستو ځوانانو د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

توسط - له هلمند پوهنتون ۳۱۵ محصلين فارغ شول، خو د لوستو ځوانانو د بېکارۍ کچه په لوړېدو ده

ياد محصلين، چې شاوخوا ۶۵ تنه يې ښځينه دي د تعليم او تربيې، زراعت او انجينرۍ پوهنځيو څخه فارغ او نن يې د فراغت غونډې مراسم ترسره شول.

د هلمند پوهنتون رييس سورګل عبدالرحمن په خپلو خبرو کې د ياد پوهنتون پر جوړښت، اوسني څرنګوالي او لاسته راوړنو روښنايي واچوله.

هغه له هلمند والي غوښتنه وکړه، چې د پوهنتون...

افغانستان

دفاع وزارت: په ١٣ ولايتونو کې ٥٨ وسله وال مخالفين وژل شوي

توسط - دفاع وزارت: په ١٣ ولايتونو کې ٥٨ وسله وال مخالفين وژل شوي

  امنيتي چارواکي وايي چې په ١٣ ولايتونو کې د افغان دولت ٥٨ وسله وال مخالفين وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي. د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پکتیا، پکتیکا، غزنی، اروزګان، فراه، بادغیس بلخ، فاریاب، کندوز او هلمند ولايتونو کې عمليات کړي...