افغانستان

ليکوال او شاعر سعدالدين شپون وفات شو

توسط - ليکوال او شاعر سعدالدين شپون وفات شو

  د هېواد تکړه ليکوال او شاعر سعد الدين شپون د ٨٥ کلونو په عمر وفات شو. نوموړى چې له ډېر وخت راهيسې يې په امريکا کې ژوند کاوه او له تېرې څه مودې راهيسې يې روغتيايي حالت خراب و، هملته يوه روغتون کې بستر و، خو نن يې ساه ورکړې ده. استاد شپون د پښتو نثر پاچا، منلی نقاد او د څو ناولونو لیکوال او...

راپورونه او مرکې

اولسن: پاکستان د ترهګرو له‌پاره خوندي کور دی

توسط - اولسن: پاکستان د ترهګرو له‌پاره خوندي کور دی

  امریکايي ډیپلوماتان وايي، له ډپلماټیکو لارو پرته د افغانستان د جګړې پای ناشونی دی. پاکستان کې د امریکا مخکېني سفیر ویلي، وسله وال طالبان او نورې ترهګریزې ډلې په پاکستان کې امن ځالې لري او هلته د روزل کېدو ترڅنګ جګړو ته هڅول کېږي. یو بل امریکايي ډیپلوماټ هم ویلي چې له ډپلماټیکو لارو پرته د افغانستان د جګړې پای ناشونی دی. ظاهرآ د افغانستان او...

سيمه او نړۍ

چين او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

توسط - چين او پاکستان ګډ پوځي تمرینونه پیل کړل

  د شاهین ۶ په نوم په دغو تمرینونو کې له ډېرو پرمختللو تجهیزاتو کار اخیستل کېږي. چینايي چارواکي وايي؛ د ګډو پوځي تمرینونو موخه دا ده چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراختیا و مومي او پوځي ځواک یې لا زیات پیاوړی شي. چارواکي زیاتوي چې دا تمرینونه سولییز پیغام لري او د خپلو هیوادونو د امنیت په موخه ترسره کیږي. دغه پوځي تمرینونه په...

راپورونه او مرکې

چین د افغان‌سولې پروسه کې مهم رول لوبولی شي

توسط - چین د افغان‌سولې پروسه کې مهم رول لوبولی شي

  افغان حکومت ته پکار ده چې ډيپلوماټیکي دستګاه په کار واچوي او د وضیعت د کابو کولو لپاره د چین له رول څخه ګټه واخلي. چین او پاکستان د افغانستان په ګډون د افغان مسلې د حل لپاره غونډه په پلان کې لري، چې دلته یې شنونکي د افغانستان په ګټه ګڼي. د شنونکو باور دادی چې په دغه پروسه کې د نورو هېوادونو راګډول...

افغانستان

په هلمند ولايت کې يوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده

توسط - په هلمند ولايت کې يوه نهه کلنه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته وژل شوې ده

    د هلمند د والي وياند عمر ځواک  وايي چې دا پېښه په نادعلي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او د مجرمينو د نيولو هڅې روانې دي. هغه وايي، په  نادعلي ولسوالۍ کې يوه نهه کلنه نجلۍ  باندې د شپږو  کسانو له خوا لومړی جنسي تېری شوی او بيا یې وژلې ده. د ده  په وينا، په دې پېښه کې ښکېل څلور ځوانان  د قومي مشرانو...

افغانستان

ختيځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان حسین خېل له چاودنې روغ ووت

توسط - ختيځ کې د سرحدي پولیسو قوماندان حسین خېل له چاودنې روغ ووت

په ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قوماندان محمد ايوب حسين خېل له يوې چاودنې روغ وتلی خو د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون په کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د قوماندان مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل پر هاموې موټر نن غرمه دوولس بجې...

افغانستان

امريکايۍ افغان تاريخ پوه نانسي دوپري مړه شوه

توسط - امريکايۍ افغان تاريخ پوه نانسي دوپري مړه شوه

  امريکايۍ محققه، لرغونپوه او تاريخ پوه نانسي ډوپري د نوي کلونو په عمر په کابل کې ساه ورکړې ده. مېرمن نانسي ډوپري چې د خپل عمر له نيمايي زياته برخه (۵۳) کاله یې په افغانستان کې په تحقيق، اکاډميکو څېړنو، د افغانستان په توريزم کې تېر کړي وو د خپل ژوند وروستۍ سلګۍ يې هم په افغانستان کې وې. مېرمن ډوپري تېره شپه د کابل...

راپورونه او مرکې

چين له افغانستان سره ٩٠ ميليون ډالر مرسته کوي

توسط - چين له افغانستان سره ٩٠ ميليون ډالر مرسته کوي

  د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي، چين ژمنه کړې چې د دغه ولايت په پراختيايي پروژو کې تر ٩٠ ميليونه  ډېر امريکايي ډالر لګوي. د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد نن د دغه ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د هېواد د ملي اتل احمد شاه مسعود د ترور د شپاړسم تلين په مراسمو کې د خبر پر مهال وويل چې د امنيتي...

راپورونه او مرکې

اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړتوب وړاندیز کړی

توسط - اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د منځګړتوب وړاندیز کړی

  د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د ښه والي لپاره د درېيمګړتوب وړانديز کړی دی. له ارګه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن سهار پلازمېنه استانه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د...