افغانستان

لغمان:د نیشه یي توکیو وزارت ۴ پروژې ټولګټې پروژې پيل کړې

توسط - لغمان:د نیشه یي توکیو وزارت ۴ پروژې ټولګټې پروژې پيل کړې

د نیشه یي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي نن په لغمان کې د پنځه ميلیونو او نهه سوه زرو افغانيو په ارزښت د څلورو پروژو دبنسټ ډبرې کیښودې. د لغمان ولایت د خبرپاڼې له مخې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په لغمان کې د مخدره توکيو د له منځه وړلو  په کلکې مبارزې ټينګار وکړ. لغمان والي د مخدره...

افغانستان

عبدالله د غني برعکس د ډاکټرانو ستاینه وکړه

توسط - عبدالله د غني برعکس د ډاکټرانو ستاینه وکړه

د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله له هغې یوه ورځ وروسته چې ولسمشر غني د ډاکټرانو پر کارونو نیوکې وکړې، د دوی د کارونو ستاینه وکړه .

عبدالله د ډاکټرانو د ستاینې په هدف پخپل دفتر کې جوړې شوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې صحي بیمه نشته او درملنه له مالي اړخه ملا ماتونکې ده، چې باید دا ستونزه...

افغانستان

کابل:سعودي خپله ملي ورځ ونمانځله

توسط - کابل:سعودي خپله ملي ورځ ونمانځله

په کابل کې د سعودي سفارت د خپل هېواد ملي ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال ونمانځله .

په دې مراسمو کې د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه لرله .

عبدالله په دې مراسمو کې سعودي ته د ملي ورځې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ورسره د اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

راپورونه او مرکې

د امریکا هلیکوپټرې ولسمشر ته وسپارل شوې

توسط - د امریکا هلیکوپټرې ولسمشر ته وسپارل شوې

   

ولسمشر غني نن ماسپښین په کندهار بین المللي هوایي ډګر کې د افغانستان د هوایي ځواکونو عمومي قومندانۍ ته د بلک هاک هلیکوپترو د ورسپارلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې پر لوړ پوړي دولتي پلاوي سربېره د کندهار ملکي او نظامي مسوولینو او منسوبینو، قومي مشرانو، د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي...

ليکني او ژباړي

د سولې کور نه، بدامنه ننګرهار لیکنه: شرافت همت

توسط - د سولې کور نه، بدامنه ننګرهار لیکنه: شرافت همت

ننګرهار چې پخوا د سولې او امن د کور پنوم یادېده، اوس په بدامنه ننګرهار بدل شوی او هیڅوک پکې ځان خوندی نه احساسوي، ولسوالۍ خو پرېده چې د جلال اباد ښار کې روزانه هدفي وژني کېږي. یو واقعیت دا دی چې په ننګرهار کې تر اوسه هیڅ یو والي...

راپورونه او مرکې

وسله والو طالبانو ته د داعش ډلې پر وړاندې د نرمښت ښودو سپارښتنه شوې

توسط - وسله والو طالبانو ته د داعش ډلې پر وړاندې د نرمښت ښودو سپارښتنه شوې

  په هلمند کې د وسله والو طالبانو مشر له خپل يو شمېر واليانو او قوماندانانو سره ليدلي او غوښتنه يې ترې کړې چې د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې دې خپل دريځ نرم کړي. په سوېل زون کې د پوليسو يوې باوري سرچينې وويل چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله ١٢ ورځې مخکې د هلمند په موسې کلا ولسوالۍ کې...

راپورونه او مرکې

غني: د افغانستان ګاونډيان دې له اوسني فرصته ګټه واخلي

توسط - غني: د افغانستان ګاونډيان دې له اوسني فرصته ګټه واخلي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي د اسيایي هیوادونو امن د افغانستان سره تړلي دی. ولسشمر دغه څرګندوني د شنبې په ورځ په کندهار کې د "بلکهاک"هلیکوپټرو تر تسلیمېدو وړاندې کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې یو شمیر محصلانو او زده کوونکو ته په وینا کې وکړې . ولسمشر وویل د افغانستان د امن لپاره اړينه ده، چې د سيمي...

هر اړخيزه او معلوماتي

سوني دوه نوي موبایلونه راوایستل

توسط - سوني دوه نوي موبایلونه راوایستل

۷

سوني کمپنۍ د خپلو نویو موبایلونو دوې نمونې د برلین په (IFA) نندارتون کې نندارې ته کېښودې.

د سوني ایکسپریا (XZ1  او  XZ1Compact) موبایلونه د دې کمپنۍ له پخوانیو هغو سره ډېر توپیر نه لري خو لوی توپیر پکې دا دی چې کمره یې درې بعدي یا (3D)...

هر اړخيزه او معلوماتي

د پارسل رسولو لپاره خورا دقیق ډرون جوړ شو

توسط - د پارسل رسولو لپاره خورا دقیق ډرون جوړ شو

۶

 په بریتانیا کې څېړونکو د پارسلونو د رسولو لپاره خورا دقیق ډرون یا بې پېلوټه الوتکې جوړې کړي دي.

دا الوتکې پارسل خپل خاوند ته په مستقیم ډول رسوي او له هیڅ راز ستونزې سره نه مخامخ کېږي.

دا بې پېلوټه الوتکې (DelivAir) نومېږي...

روغتيا

ولې ځینې کسان جنسي اړیکو ته لېوالتیا نه لري؟

توسط - ولې ځینې کسان جنسي اړیکو ته لېوالتیا نه لري؟

۵

څېړنې ښيي چې په هرو ۱۰۰ انسانانو کې له یوه تر ۳ پورې جنسي مقاربت یا سیکس ته لېوالتیا نه لري.

دا ډول کسان هم په نارینه وو او هم ښځینه وو کې موندل کېږي. دوی به ممکن یو مخالف جنس خوښېږي خو د خوښېدو منظور...