افغانستان

ولسمشرغني سبا هند ته په سفرځي

توسط - ولسمشرغني سبا هند ته په سفرځي

ټاکل شوې، چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه رسمي سفر سبا د هند پلازمېنې نوې ډیلۍ ته لاړشي .

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، چې دا سفر دوه ورځې دوام کوي .

د هغه په وینا سوداګریزې اړیکې، له ترهګرۍ سره مبارزه او په یوه غونډه کې د سیمې پر وضعیت وینا د ولسمشر...

سيمه او نړۍ

امریکا ته د اندونیزیایي پوځ د مشر د سفر ممانعت وشو

توسط - امریکا ته د اندونیزیایي پوځ د مشر د سفر ممانعت وشو

امریکا په واشنګټن کې د یوه پوځي کنفرانس لپاره د سفر په موخه د اندونیزیا د پوځ مشر گاتوت نورمانتیو ته د سفر اجازه نه ده ورکړې .

دې موضوع اندونیزیا سخت قهرولی او له امریکا څخه یې د وضاحت غوښتنه کړې .

له ممانعت څخه وروسته د امریکا د بهرنیو چارو یوه مقام دا ممانعت تیروتنه ګڼلې او له...

سيمه او نړۍ

ټرمپ او د جاپان لومړی وزیر به زر د ګلف لوبه وکړي

توسط - ټرمپ او د جاپان لومړی وزیر به زر د ګلف لوبه وکړي

ټاکل شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۵ مه جاپان ته له سفر سره د اسیایي هېوادونو په کچه د دندې له پیل څخه وروسته خپل لومړنی سفر ترسره کړي .

ویل شوي، چې د دې سفر په ترڅ کې به هغه له جاپاني لومړي وزیر شینزو آبه سره د ګلف لوبه هم وکړي .

افغانستان

د امریکا خارجه وزیر پخپل سفارت کې له غني او عبدالله سره ولیدل

توسط - د امریکا خارجه وزیر پخپل سفارت کې له غني او عبدالله سره ولیدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسون چې په یوه سفر کابل ته راغلی، نن یې له ولسمشر غني، اجرایه ریس عبدالله او نورو افغان چارواکو سره د امریکا په سفارت کې لیدلي .

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او امریکا پر اړیکو، د سیمې پر وضعیت، پر اقتصادي مسایلو، سولې...

افغانستان

غني د ترکتبارانو له یو شمېر مشرانو سره وکتل

توسط - غني د ترکتبارانو له یو شمېر مشرانو سره وکتل

ولسمشر غني نن مازدیګر د هېواد د ترکتبارانو له یو شمېر مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه چې په ارګ کې وشوه، محمد شاکر کارګر، سید نورالله سادات، نورمحمد قرقین، محمد عالم ساعی او نقیب الله فایق خبرې وکړې او جمهوررئیس ته یې د هېواد په وروستیو تروریستي پیښو کې د یو...

افغانستان

وکیلان:د افغانستان ۸۰ سرتېري هره ورځ شهیدان کیږي

توسط - وکیلان:د افغانستان ۸۰ سرتېري هره ورځ شهیدان کیږي

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د امنیتي سکتور د رهبرۍ په حواله هره ورځ د افغانستان د ۸۰ امنیتي سرتېرو د شهید کیدو خبر ورکوي .

د جرګې غړو عبدالرحیم ایوبي او شکیبا هاشمي ویلي، چې دا ارقام د امنیتي سکتور مشرانو د جرګې په سري غونډه کې وړاندې کړي .

په ورته وخت کې دغه وکیلان یاد...

افغانستان

همایون:ابراهیمي مفسد دی، د ولسي جرګې ریاست ترې نیسم

توسط - همایون:ابراهیمي مفسد دی، د ولسي جرګې ریاست ترې نیسم

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون نن یو ځل بیا د دغې جرګې له ریس عبدالروف ابرهیمي څخه وغوښتل، چې باید زر د ځان او د جرګې د دارالانشا ریس د فساد دوسیو د څېړنې اجازه ورکړي .

نوموړي ګواښ وکړ، چې که ابراهیمي دا کار ونه کړي، دی به په ناقانونه ډول د هغه پر څوکۍ کیني .

افغانستان

هلمند کې نن سلګونو کسانو د قانون حاکمیت په تړاو غونډه وه کړه

توسط - هلمند کې نن سلګونو کسانو د قانون حاکمیت په تړاو غونډه وه کړه

هلمند کې نن سلګونو کسانو د دې ولایت په کرزي لوبغالې کې هغه مهال راجمعه شول چې دوی ددې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې د ملي پروژو د تطبیق سربیره په دې ولایت کې د قانون حاکمیت سره ددې ولایت خلګو د ملاتړ لپاره  غونډه جوړه کړې وه.

دوی پخپلو ویناو کې ویل چې دولت دې غاصبین...

ليکني او ژباړي

د راسته اشترينګ لرونکو موټرانو اړوند؛ حکومت بايد منطقي پاليسي غوره کړي/ليکوال: مقصود ضمير

توسط - د راسته اشترينګ لرونکو موټرانو اړوند؛ حکومت بايد منطقي پاليسي غوره کړي/ليکوال: مقصود ضمير

په افغانستان کي د نورو ستونزو ترڅنګ يوه ستونزه، چي په مستقيم ډول ئې پر امنيت، اقنصاد او پر ټولنيزه حالت ژور تاثير کړئ، راسته اشترينګ لرونکي موټران دي. دغه موټرانوته د کورنۍ جګړې پرمهال د وخت د حکومت له خوا هيواد ته د داخلېدو اجازه ورکړه سوې وه او اوس له دې ستونزي څخه ولس او حکومت دواړو ته يو...

افغانستان, راپورونه او مرکې

د اروزګان کرني ریاست ۵۰۰ کورنۍ باغچي جوړوي

توسط - د اروزګان کرني ریاست ۵۰۰ کورنۍ باغچي جوړوي

. د اروزګان ولایت د کرني اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایې ، په ترینکوټ کې د ۵۰۰ کورنیو باغچو په جوړیدو سره به سلګونو میرمنو ته د کرني په برخه کې د کارکولو زمینه برابره سي. ددغه ریاست مشر انجینر زلمي الکو وایې ، د کرني وزارت د پلان سره سم دوی توانیدلي دې چې ددغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ۵۰۰ کورنیو...