افغانستان

کونړکې چاودنې پنځه سیمه ییز پولیس ووژل

توسط - کونړکې چاودنې پنځه سیمه ییز پولیس ووژل

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ د ماين چاودنې له امله پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي نن سهار شاوخوا لس بجې د ناړۍ ولسوالۍ په شاري کوټ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې پنځه سيمه ييز...

افغانستان

افغان حکومت پر سعودي راکيټي برید وغانده

توسط - افغان حکومت پر سعودي راکيټي برید وغانده

د افغانستان حکومت وايي، پر سعودي عربستان د "حوثي یاغیانو" راکټي برید په سختو ټکو غندي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه رارسېدلې ده.

سرچينه کاږي، افغانستان چې د څو لسیزو جګړو ترخې خاطرې لري او لا هم د تروریزم له تهدید څخه ځورېږي، له افراطیت، ترهګرۍ او تاوتریخوالي څخه د ډکو کړنو له...

افغانستان

ننګرهار: ۹ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - ننګرهار: ۹ دولت ضد وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر د مالوماتو له مخې، د دغه ولایت په هسکه مینه،چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

23319018_957205514428005_2673029605315471557_n

افغانستان

د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه ملکي افغانان ووژلي

توسط - د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه ملکي افغانان ووژلي

د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي چې د تاجکستان سرحدي ځواکونو دوه ملکي افغانان پر ډزو وژلي دي.

د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو د اووم کنډک قوماندان سمونوال محمد امان نسيم وايي، تېره شپه د تاجکستان سرحدي ځواکونو د يخدرو کلي دوه اوسېدونکي پر ډزو وژلي دي.

هغه وويل: ((د يو کس جسد اوبو وړى او...

افغانستان

بلخ کې ځانمرګي برید د جمعیت ګوند قوماندان وواژه

توسط - بلخ کې ځانمرګي برید د جمعیت ګوند قوماندان وواژه

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ځانمرګي بريد له امله پخوانى ولسوال او د جمعيت ګوند قوماندان وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.

دغه بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د مزارشريف ښار سوېل لور ته د شاديان دروازې په سيمه کې شوى دى.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق...

افغانستان

هلمند: د زده کوونکو ترمنځ د «کامل ستوري» په نو د سياليو پايلې اعلان شوې

توسط - هلمند: د زده کوونکو ترمنځ د «کامل ستوري» په نو د سياليو پايلې اعلان شوې

د کامل ستوري په نوم زده کړييزه سيالي د ملي سوداګر هارون پوپل له لوري هر کال په لاره اچول کېږي، چې د ټولو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ سالمې سيالي ترسره کوي، چې په سږنيو سياليو کې يې د شهيدا انجينر عبدالمتين ليسې زده کوونکي سعد محمد لومړی مقام خپل کړ.

پدې اړه جوړو شويو مراسمو کې د کامل...

راپورونه او مرکې

حکمتيار: حزب السلامي تر پخوا له ډیرو ستونزو سره مخ دی

توسط - حکمتيار: حزب السلامي تر پخوا له ډیرو ستونزو سره مخ دی

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار وايي، حزب اسلامي پخوا له ډېرو ستونزو سره مخ شوى، تر دې چې داسې يو وخت هم راغى چې چا د حزب اسلامي نوم پر خوله نه شو اخيستلى او د ياد ګوند د ټوټه کولو لپاره هم ډېرې هلې ځلې وشوې، خو دغه ګوند لا هم د خلکو په زړونو کې ځاى لري او...

افغانستان

خوست: کډوالو سره د بزو مرسته کېږي

توسط - خوست: کډوالو سره د بزو مرسته کېږي

د خوست د کرنې رياست مشر وايي، دغلته د وزيريستاني کډوالو د ۱۲۰۰ فاميلونو سره د بزو او چرګانو مرسته کېږي.

سميع الله نصرت وايي، دا مرستې يوازې له بې وزله کورنيو سره کېږي.

52AB2BF0-658D-44EE-9274-EE5F04059F87_w1023_r1_s

نوموړي رسنيو ته ويلي دي، په دې مرسته کې هر فاميل ته...

افغانستان

ټاکل شوې نن د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته راورسېږي

توسط - ټاکل شوې نن د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته راورسېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وايي، تمه ده نن د هند د غنمو د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېږي.

مسافر قوقندي رسنيو ته ويلي دي، ياد غنم به چابهار بندر کې تخليه شي له يولک لس زره ټنو نه به ۱۵۰۰۰زره ټنه بارګيري شوي دي.

9D28A540-C5AF-4924-8F98-10DCE6AB9713_w1023_r1_s-660x330

افغانستان

کرنې وزارت: د پستې حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

توسط - کرنې وزارت: د پستې حاصلاتو کې ډېروالی راغلی

د افغانستان د کرنې وزارت د ځنګلونو رييس وايي، سږ کال د پستو او جلغوزيو حاصلاتو کې ډېروالی راغلی دی.

امان الله امانيار رسنيو ته ويلي دي، په بېلابېلو ولايتونو کې سږ کال د پستې او جلغوزيو ځنګلونو ته پاملرنه ډېره شوې وه، له دې امله يې حاصلات ډېر دي.

که څه هم ښاغلي امنیار په دې اړه ارقام...