افغانستان

د غزني په دوو ولسواليو کې ٣٥ سانتي متره واوره شوې

توسط - د غزني په دوو ولسواليو کې ٣٥ سانتي متره واوره شوې

د غزني په دوه ولسواليو کې ٣٥ سانتي متره واوره شوې چې له امله يې د دې ولسواليو لويې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.

دغه واوره د غزني په جغتو او مالستان ولسواليو کې شوې ده.

که څه هم ددې ولايت اوسېدونکي له وخته وړاندې واورې ته خوشحاله دي خو وايي که دغه شان واورې دوام وکړي...

افغانستان

پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي

توسط - پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت  ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي

چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت  ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت وايي، دا توغندي له پرون راهيسې ددې ولايت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي.

هغه زياته کړه چې د توغنديو په دې  بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو...

افغانستان

حکومت: له ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام کوو

توسط - حکومت: له ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام کوو

حکومت د اسيا بنسټ د نظرپوښتنې په اړه ويلي، هڅه کوي په عملي اقداماتو او هراړخیزه اصلاحاتوله ننګونو سره د مخ برخو د حل او اصلاح لپاره اقدام وکړي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى چې له ارګ څخه رالېږل شوې ده.

د اسيا بنسټ د سروې پايلې ښيي چې د خپل هېواد د وضعيت په...

افغانستان

د ماليې وزير: د مخابراتي محصول لغوه کول، ملي بوديجه له کسر سره مخ کوي

توسط - د ماليې وزير: د مخابراتي محصول لغوه کول، ملي بوديجه له کسر سره مخ کوي

د حکومت چارواکي وايي، د مخابراتي شبکو د لس سلنه محصول لغوه کول چې له لارې يې حکومت تر اوسه پورې نهه ميليارده افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، ملي بوديجه له کسر سره مخامخ کوي.

د وزيرانو شورا د پرېکړې او ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو پر ټولو ګټه اخيستونکو لس سلنه محصول وضع شوى، چې دغه کار...

افغانستان

سرابي: د افغان سولې په تړاو سيمه ييزه اجماع رامنځته شوې

توسط - سرابي: د افغان سولې په تړاو سيمه ييزه اجماع رامنځته شوې

د سولې عالي شورا مسوولين وايي چې د افغان دولت د ښې ديپلوماسۍ له امله په سيمه ييزه کچه د افغان سولې په تړاو اجماع رامنځ ته شوې ده.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د لړم په ۲۳مه، د افغان سولې په تړاو مشورتي ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د سولي عالي شورا مسوولينو او...

راپورونه او مرکې

د لاجورد لارې هوکړه ليک لاسليک کېږي

توسط - د لاجورد لارې هوکړه ليک لاسليک کېږي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د "لاجورد لارې هوکړه ليک" چې د افغانستان په اړه د سيمې د اوومې اقتصادي ناستې (ريکا) مهمه برخه ده، د پنځو غړو هېوادنو ترمنځ لاسليک کېږي.

د سيمې د اقتصادي همکارۍ (ريکا) اوومه ناسته سبا (چهارشنبه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد ښار کې د سيمې او نړۍ د ٣٠ هېوادونو د...

افغانستان

کابل:ملي امنیت یوه خونړۍ پېښه خنثا کړه

توسط - کابل:ملي امنیت یوه خونړۍ پېښه خنثا کړه

د ملي امنیت لوی ریاست په کابل کې د یوې خونړۍ پېښې د خنثا کیدو خبر ورکوي.

د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې ترهګرو د کابل ښار په ۱۰ مه ناحیه کې په یوه څلور ټایره کراچۍ کې د ګازو دوه بالونونه او ۵۴ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي ځای پرځای کړي وو، چې د دوی ځواکونو له...

راپورونه او مرکې

کندهار د هېواد د ۳۴ ښاروالانو د ملي کنفرانس کوربه و

توسط - کندهار د هېواد د ۳۴ ښاروالانو د ملي کنفرانس کوربه و

د غه ملي کنفرانس چې " د افغانستان د ښاروالانو د مطالعاتي – سیر" تر سليک لاندې جوړ شوی و، د بحث ډېره برخه یې د ښاروالانو پر وړاندې د موجوده ننګونو او د خلکو پر همکاريو ورټوله وه. په کنفرانس کې د سيمه ییزو ارګانونو خپلوکې ادارې د هېواد د پنځو ښاروالیو سره د ترکيې هېواد د ۲۰۰ میلیونو ډالرو د مرستې د...

راپورونه او مرکې

جنرال رازق: طالبانو جګړه ییز تکتیکونه بدل کړي

توسط - جنرال رازق: طالبانو جګړه ییز تکتیکونه بدل کړي

د هوايي بریدونو په ډېرېدو سره طالب وسله والو هم د جګړې تکتیکونه بدل کړي د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، طالبان غواړي د هېواد د لویو لارو په تړلو سره ځينې ولسوالۍ سقوط کړي. هغه وايي ډېر ژر به د کندهار – هرات پر لویه لاره پراخ عملیات پیل کړي. د افغانستان لپاره د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوې جګړه ییزه ستراتيژي کې...

افغانستان

ارګ د اسیا فاونډیشن د راپور هرکلی وکړ

توسط - ارګ د اسیا فاونډیشن د راپور هرکلی وکړ

ولسمشریزې ماڼۍ د اسیا فاونډیشن د هغې نظرپوښتنې د پایلو هرکلی وکړ، چې له مخې یې په افغانستان کې د تېرکال په پرتله خلک راتلونکي ته هیله من شوي، خو لا هم فکر کوي چې هېواد یې پر ناسم طرف روان دی .

حکومت په راپور کې د هیله مندۍ د کچې زیاتیدل د دې نښه ګڼلې،چې خلک د اصلاحاتو...