افغانستان

د خوست هوايي ډګر په نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

توسط - د خوست هوايي ډګر په نړیوال ملکي هوايي ډګر بدلېږي

د افغانستان د هوايي چلند اداره وايي، هڅه يې دا ده چې د خوست ملکي هوايي ډګر پر نړيوال ملکي هوايي ډګر بدل کړي.

دا څرګندونې د يادې ادارې رييس محمودشاه حبيبي نن د خوست په ملکي هوايي ډګر کې د الوتکې له ازمايښتي ناستې وروسته د دغه ولايت د دولتي چارواکو او عامو خلکو يوې غونډې ته وکړې.

افغانستان

په هېواد کې د انساني قاچاق پېښې مخ پر کمېدو دي

توسط - په هېواد کې د انساني قاچاق پېښې مخ پر کمېدو دي

د بېړنيو مرستو او پراختيا اداره وايي، په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د انساني قاچاق پېښې مخ په کمېدو دي او لامل يې هم په دې برخه کې عامه پوهاوى دی.

د دې ادارې مسوولينو دا څرګندونې د لړم په ۳۰مه په جلال اباد ښار کې له انساني قاچاق سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي د...

راپورونه او مرکې

د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت لس قراردادونه منظور شول

توسط - د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت لس قراردادونه منظور شول

ملي تدارکاتو کمېسیون د سړک، لوژستیکي او تجهیزاتي موادو په ګډون  د ۲،۴ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړي دي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

  • سرچينه کاږي، په دې غونډه کې د...

افغانستان

ناپېژاندو کسانو په هرات ښار کې د دوو خويندو پرمخونو تېزاب شیندلي

توسط - ناپېژاندو کسانو په هرات ښار کې د دوو خويندو پرمخونو تېزاب شیندلي

چارواکي وايي چې ناپېژاندو کسانو په هرات ښار کې د دوو خويندو پرمخونو تېزاب وشيندل.

 د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شيرزي  وويل چې نن سهار دوې خويندې د کورس پر لوري روانې وې چې د هرات ښار په پارک سيمه کې د ناپېژاندو کسانو له خوا پرې تيزاب شيندل شوي دي.

هغه زياته کړه: "د هغو...

راپورونه او مرکې

مشرانو جرګې د ١٣٩٧ کال د ملي بوديجې طرحه تاييد کړه

توسط - مشرانو جرګې د ١٣٩٧ کال د ملي بوديجې طرحه تاييد کړه

مشرانو جرګې د ١٣٩٧کال د ملي بوديجې طرحه د ځينو وړانديزونو په وړاندې کولو سره تاييد کړه او ټاکل شوې ده چې سبا ولسي جرګې ته وړاندې شي.

د افغانستان مالي کال د مرغومې په لومړۍ نېټه پېل کېږي.

 د راتلونکې مالي کال د بوديجې طرحه چې ٣٥٧.٦ميليارده افغانۍ عادي او انکشافي بوديجه په کې شامله ده او د...

راپورونه او مرکې

د امنیتي وضعیت خرابوالي له امله د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ شوې

توسط - د امنیتي وضعیت خرابوالي له امله د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ شوې

نړيوال بانګ د افغانستان اقتصادي وده لږ زياته (د تېر کال له ٢،٢ سلنې څخه په ٢٠١٧ کال کې ٢،٦سلنه) اټکل کړې ده او وايي چې خراب امنيتي وضعيت د دغه هېواد پر اقتصاد نا سمه اغېزه کړې ده.

نړيوال بانګ په هغه راپور کې چې نن يې خپور کړى، ليکلي چې د افغانستان امنيتي وضعيت خراب شوى، دا چې...

افغانستان

بهرامي: افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د سیمې په کچه ځوان مسلکي پوځ ولري

توسط - بهرامي: افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د سیمې په کچه ځوان مسلکي پوځ ولري

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير وايي چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان د سيمې په کچه ځوانه مسلکي اردو ولري.

دغه څرګندونې د ملي دفاع وزير تورن جنرال طارق شاه بهرامي په واشنګټن کې د افغانانو يوې غونډې ته کړې دي.

هغه زياته کړه چې له يو شمېر امريکايي پوځي او ملکي چارواکو سره...

افغانستان

په دوبۍ کې کېدونکې د سولې غونډه ځنډېدلې ده

توسط - په دوبۍ کې کېدونکې د سولې غونډه ځنډېدلې ده

د افغانستان د سولې او مطالعاتو موسسه وايي چې په دوبۍ کې د افغان سياستوالو او طالب استازو تر منځ د سولې کېدونکې غونډه ځنډلې ده.

د يادې موسسې له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ټاکل شوې وه چې دا غونډه د نومبر مياشتې په لومړيو کې ترسره شي.

افغانستان

د امريکا نوی سفير: له افغانانو سره د هغوى د راتلونکي لپاره مرستې کوو

توسط - د امريکا نوی سفير: له افغانانو سره د هغوى د راتلونکي لپاره مرستې کوو

د افغانستان لپاره د امريکا نوي ټاکل شوي سفير ويلي، دوى ځکه په افغانستان کې  دي چې له افغانانو سره د هغوى د راتلونکي لپاره مرسته وکړي.

د امريکا نوي ټاکل شوي سفير جان باس دغه څرګندونې په واشنګټن کې له افغان سفير ډاکتر حمدالله محب سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې کار کولو ته...

راپورونه او مرکې

ډاکتر عبدالله: د ترهګرو د مالي ملاتړ له مخنیوي پرته ثبات راتلل ناممکن دي

توسط - ډاکتر عبدالله: د ترهګرو د مالي ملاتړ له مخنیوي پرته ثبات راتلل ناممکن دي

د افغانستان د حکومت اجرائیه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ځانګړې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.

د افغانستان د حکومت اجرائيه رييس وايي، تر هغه پورې په سيمه کې سوله او ثبات نه راځي، څو چې د ترهګرو د مالي ملاتړ مخه ونه نيول شي...