سيمه او نړۍ

پاکستان پرټولنیزو رسنیو بندیز لګولی

توسط - پاکستان پرټولنیزو رسنیو بندیز لګولی

راپورونه وایي، چې پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې پر ټولنیزو رسنیو بندیز لګولی .

ویل شوي، چې دا کار له نن مازیګر راهیسې شوی .

د دغه کار سبب دا ښودل شوی، چې د دغو رسنیو له لارې خلک ونه کړی شي د وروستیو اعتراضیه لاریونونو په اړه معلومات خپاره کړي .

لاریونونه له دوه اونیو راهیسې...

افغانستان

هند د بلخ په روضه زیارت کې د کاشي جوړونې کارخانه جوړه کړه

توسط - هند د بلخ په روضه زیارت کې د کاشي جوړونې کارخانه جوړه کړه

 د بلخ په روضه زیارت کې د هند له لورې د کاشي جوړونې کارخانه له جوړیدو وروسته پرانیستل شوه . د بلخ د والي دفتر وایي، د پرانیستې په مراسمو کې پر والي عطا محمد نور سربېره په افغانستان کې د هند سفیر من پریت هورا هم برخه لرله . د سرچینې په وینا دا کارخانه د اویا...

افغانستان

کندهار:د ۱۸میلونه ډالرو په ارزښت۲ پروژې پيل شوې

توسط - کندهار:د ۱۸میلونه ډالرو په ارزښت۲ پروژې پيل شوې

   

په کندهار کي د ۱۸ميلونه ډالرو په ارزښت د عامې روغتیا د وزارت له لورې دوو پروژو د بنسټ ډبره کښېښودل شوه . د عامي روغتيا وزير ډاکټر فیروزالدین فیروز د يوه پلاوي په مشرۍ کندهار ولایت ته سفر وکړ او د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره يې يو ځاي په دغه ولايت...

افغانستان

په افغان زندانونو کې د ټلیفونونو د غیرفعالولو سیستم نصبیږي

توسط - په افغان زندانونو کې د ټلیفونونو د غیرفعالولو سیستم نصبیږي

د کورنیو چارو وزارت په زندانونو کې د ګرځنده ټلیفونونو د غیر فعالولو سیستمونه فعالوي .

د وزارت د خبرپاڼې له مخې دا پریکړه نن د دغه وزارت د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ په یوه جوړه شوې غونډه کې شوې ده .

د سرچینې له مخې که څه هم په زندانونو کې له زندانیانو سره...

افغانستان

په هلمند او غزني کې د ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی

توسط - په هلمند او غزني کې د ترهګریزو پېښو مخنیوی شوی

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په هلمند او غزني کې د ترهګریزو پېښو د مخنیوي خبر ورکوي .

د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې پرون د کندهار - هلمند پر لویه لاره ترهګرو ۱۳ ماینونه خښ کړي وو، چې ملي پولیسو کشف او له منځه یوړل .

سرچینه دغه راز د هلمند په ناوې ولسوالۍ...

افغانستان

عبدالله:د ښځو خلاف د تاوتریخوالي ختمول اساسي کارته اړتیا لري

توسط - عبدالله:د ښځو خلاف د تاوتریخوالي ختمول اساسي کارته اړتیا لري

  اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت اساسي بدلون ته اړتیا لري.

نوموړی نن له ښځو سره د تاوتریخوالي د ختمیدو په اړه په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل، په دې برخه کې ډېر مېکانیزمونه رامنځته شوي، د قوانینو د اصلاح په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو ټولې ادارې...

سيمه او نړۍ

ټرمپ نه غواړي د کال غوره شخصیت شي

توسط - ټرمپ نه غواړي د کال غوره شخصیت شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سږ کال د ټایم مجلې هغه وړاندیز رد کړی،چې د کال د غوره شخصیت سیالۍ ته یې نوماند کړي .

ټرمپ ویلي، چې نه غواړي د دغې مجلې له لورې د کال غوره شخصیت ونومول شي .

نوموړی تیرکال د یادې مجلې له لورې د کال غوره او اغېزناک شخصیت نومول شوی و .

افغانستان

دانش:د استادانو لخوا د ښځینه محصلینو جنسي ځورونه سترشرم دی

توسط - دانش:د استادانو لخوا د ښځینه محصلینو جنسي ځورونه سترشرم دی

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن د لوړو زده کړو د نوي سرپرست او نوماند وزیر په توګه د نجیب الله خواجه عمري د معرفۍ په مراسمو کې د استادانو له لورې د ښځینه محصلینو د جنسي ځورونې پر راپورونو اندیښنه وښوده .

هغه وویل، دا کیسېچې ګواکې د پوهنتونونو استادان دا ډول چلند کوي، د ډېر شرم وړ...

افغانستان

افغانستان ښځو ته ترټولو بد هېواد اعلان شو

توسط - افغانستان ښځو ته ترټولو بد هېواد اعلان شو

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په نړیواله ورځ افغانستان او سوریه د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېوادونه اعلان شول .

د ناروې د سولې څېړنیزې موسسې او جورج تاون انستیتوت هم مهاله ویلي،چې د خپلو ګډو څېړنو پرمهال یې دا پایله موندلې .

په ورته مهال د افغانستان د بشري حقونو...

سيمه او نړۍ

پاکستان:د اساسي قانون د اسلامي کیدو ۹۰ پلویان ټپيان شوي

توسط - پاکستان:د اساسي قانون د اسلامي کیدو ۹۰ پلویان ټپيان شوي

د پاکستان د لبیک یا رسول الله په نوم د اعتراضیه ډلې اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي .

د بي بي سي د راپور له مخې دا اعتراضیه حرکت له دوه اونیو راهیسې پيل شوی، چې تراوسه یې په تاوتریخجن کیدو کې یو پولیس وژل شوی او تر ۹۰ پورې ملکیان ټپيان شوي .

دغه ډله چې هم مهاله په کراچۍ،...