افغانستان

فاریاب:په غورماچ کې ۱۸ سړې خونې جوړیږي

توسط - فاریاب:په غورماچ کې ۱۸ سړې خونې جوړیږي

د فاریاب د نا امنه ولسوالۍ غورماچ لپاره د ۱۴ میلونه افغانیو په لګښت د ۱۸ سړو خونو د جوړیدو تړون لاسلیک شو .

د فاریاب ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې دا سړې خونې د نیشه یي توکیو پر وړاندېد مبارزې په موخه د بدیل معیشیت د پياوړتیا په هدف جوړیږي .

د فاریاب والي همایون...

افغانستان

برمک پولیسو ته د ژمنیو اکمالاتو د زر رسولو امر وکړ

توسط - برمک پولیسو ته د ژمنیو اکمالاتو د زر رسولو امر وکړ

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک نن د دې ولایت له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې امر کړی، چې باید په ټولو سیمو کې ملي پولیسو ته ژمني اکمالات په عاجل ډول ورسول شي .

د وزارت د خبرپاڼې له مخې برمک ویلي، چې په دې اړه باید شخصاً ورته د کار د ترسره کیدو اطمینان ورکړل شي .

افغانستان

د فساد ارزونې ګډه کمېټه : بریښنا شرکت په پراخ فساد کې راګیر دی

توسط - د فساد ارزونې ګډه کمېټه :  بریښنا شرکت په پراخ فساد کې راګیر دی

د اداري فساد د څارنې او ارزونې ګډه کمېټه په بریښنا شرکت کې د فساد خبر ورکوي .

دغې كمېټې نن د یوه راپور له خپرولو سره ویلي، چې د دغه شرکت له کارکوونکو، مشتریانو، د اوبو او بریښنا وزارت له مسولینو او د تدارکاتو له ملي ادارې سره یې د مرکو پایلې څرګندوي، چې ۶۴ سلنه مرکچیان د برښنا...

افغانستان

سرچینې:غني د محقق د ګوښه کولو پلان لري

توسط - سرچینې:غني د محقق د ګوښه کولو پلان لري

 

له کابل څخه خپریدونکې ماندګار ورځپاڼې ليکلي، چې ولسمشر غني غواړي محقق د اجرايه رياست له مرستيالۍ څخه ګوښه کړي، خو ډاکټرعبدالله او سرور دانش يې مخالفت کړی . غني ويلي، په ايران کې د محقق خبرې ملي خيانت او د دوستم له جرم څخه لوی جرم دی، حد اقل بښنه بايد وغواړي . بلخوا: د محقق په مشرۍ د حزب وحدت ګوند مرستيال...

افغانستان

ټرمپ:د افغانستان داعشیان به هم دوزخ ته ولیږم

توسط - ټرمپ:د افغانستان داعشیان به هم دوزخ ته ولیږم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سوریې او عراق په شان به له افغانستان څخه هم داعشیان دوزخ ته واستوي .

نوموړي په امریکا کې د یوې وینا پرمهال دا خبره کړې ده .

ټرمپ دغه راز په افغانستان کې خپل ځواکونه بریالي ګڼلي او ویلي،چې د پام وړ لاسته راوړنې لري .

دا څرګندونې په...

افغانستان

په ۲۷میلونه ډالرو د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز جوړیږي

توسط - په ۲۷میلونه ډالرو د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز جوړیږي

د کابل په علي اباد روغتون کې د سرطاني ناروغیو د پېژندلو او درملنې د یوه مرکز د بنسټ ډبره کیښودل شوه .

اجرایه ریس ډاکټر عبدالله په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دا مرکز د ۲۷ میلونه ډالرو په لګښت د نړیوالې اټومي انرژۍ د سازمان له لورې جوړیږي، چې وروسته به نورو سیمو ته هم...

افغانستان

نادري: د عينو مېنې ښارګوټي سره سياسي چلند نه دی شوی

توسط - نادري: د عينو مېنې ښارګوټي سره سياسي چلند نه دی شوی

 د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې لوی ريس نادر نادري د کندهار له عينو مېنې ښارګوټي سره سياسي چلتد ردوي . نوموړي په يوه مرکه کې وويل: د دغه ښارګوټي په اړه څېړنې د هغو عمومي څېړنو يوه برخه ده، چې لا له وړاندې د هېواد...

افغانستان

په غربي ولایتونو کې د ترکمنستان د وارداتي برق بیه کمیږي

توسط - په غربي ولایتونو کې د ترکمنستان د وارداتي برق بیه کمیږي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هیواد د لومړي وزیر مرستیال رشید مرادوف نن په کابل کي له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ولیدل او پر دوه اړخیزو همکاریو ئې خبري وکړې. اجرائیه رئیس په دې لیدنه کې وویل، افغانستان له ترکمنستان سره د انرژۍ، ټرانسپورټ او ټرانزیټ په برخو کي د همکاریو زیاتوالي...

افغانستان

ولسمشر: د داخلي تولیداتو ملاتړته ژمن یوو

توسط - ولسمشر: د داخلي تولیداتو ملاتړته ژمن یوو

ولسمشر غني د ملي صنایعو نندارتون په وروستۍ ورځ چې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی وو، د کورنیو تولیداتو غرفې وکتلې او په خپله وینا یې یاد نندارتون پایته ورساوه.

په دې مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې جوړ شول، د هېواد جمهوررئیس د ملي...

افغانستان

غني:ټاپي یوازې د ګازو پروژه نه، برق او نوري فایبر هم لري

توسط - غني:ټاپي یوازې د ګازو پروژه نه، برق او نوري فایبر هم لري

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې د دغې لیدنې په پیل کې رشید مرادوف د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او همدارنګه...