راپورونه او مرکې

کندهار کې سلګونو کسانو د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه

توسط - کندهار کې سلګونو کسانو د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه

د کندهار سلګونو اوسېدونکو د یوې اعتراضیه غونډې له لارې د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز ځنډ مخالفت وکړ.

دغه غونډه د افغانستان د ملي تحریک د کندهار څانګې له خوا پرون مازدیګر د کندهار ښار په یوه خصوصي سالون کې جوړه شوې وه چې قومي مشرانو، د ولایتي...

راپورونه او مرکې

چارواکي: افغانستان او ایران دې د نشه يي توکو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي

توسط - چارواکي: افغانستان او ایران دې د نشه يي توکو پر وړاندې په ګډه مبارزه وکړي

دغه څرګندونې د ایران سفارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې افسر سرهنګ اسلام بیاني د کندهار له والي زلمي ویسا سره په لیدنه کې وکړې.

نوموړی چې کندهار ته یې سفر کړی و د والي تر څنګ د بهرنيو چارو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې له رییسانو او د امنیې قوماندانۍ اړوند له نشه...

افغانستان

د پلخمري د برېښنا بند بیارغولو چارې پیل شوې

توسط - د پلخمري د برېښنا بند بیارغولو چارې پیل شوې

 د بغلان په مرکز پلخمري کې د ٢،٨ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د برېښنا بند د بيارغونې چارې پيل شوې.

 د اوبو اوبرېښنا وزارت وزیر علي احمد عثماني چې د پلخمري برېښنا لومړي بند د بیارغونې چارو د پیل په موخه بغلان ته تللی وو، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پلخمري برېښنا بند په دې سیمه کې...

افغانستان

سمنګان کې يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

توسط - سمنګان کې يو ماشوم له تښتوونکو وژغورل شو

پوليسو له بلخ ولايته تښتول شوى ماشوم د سمنګان په مرکز کې د تښتوونکو له منګولو وژغوره او په تړاو يې دوه کسان ونيول.

د سمنګانو د امنيې قوماندانۍ وياند منير رحيمي وويل چې دغه ماشوم د يو سوداګر زوى دى او تېره شپه دوو تنو د بلخ له مرکز مزارشریف څخه له پنځو زرو امريکايي ډالرو سره تښتولى و.

افغانستان

ننګرهار کې د کوکنارو د بديل د ترويج لپاره ۲۲.۵ ميليونه ډالر لګول کېږي

توسط - ننګرهار کې د کوکنارو د بديل د ترويج لپاره ۲۲.۵ ميليونه ډالر لګول کېږي

د امريکا متحده ايالتونه په ننګرهار کې له کروندګرو سره د کرنې په برخه کې ۲۲.۵ ميليونه ډالر مرسته کوي، څو د کوکنارو پر ځاى حلال کښت ته مخه کړي.

د دې مرستې هوکړه ليک نن په کابل کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل تر منځ لاسليک...

راپورونه او مرکې

جنرال دوستم ته نږدې وسله وال د ولسي جرګې د يوه غړي د نيولو هڅه کوي

توسط - جنرال دوستم ته نږدې وسله وال د ولسي جرګې د يوه غړي د نيولو هڅه کوي

د فارياب ځايي سرچينې وايي چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته نږدې وسله والو د دغه ولايت د هوايي ډګر ساحه کې د ولسي جرګې يو غړى کلابند کړى او د نيولو هوډ یې لري.

دغه سرچينې وايي چې د جنرال دوستم د يوه استازي نظام الدين قيصاري وسله والو د ولسي جرګې غړى فتح الله قيصاري...

افغانستان

حنیف اتمر په یو رسمي سفر سعودي ته ولاړ

توسط - حنیف اتمر په یو رسمي سفر سعودي ته ولاړ

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په ځانګړې بلنه سعودي عربستان ته سفر وکړ.

د ملي امنیت شورا دفتر ویاند قدر شاه په خپله ټوېټرپاڼه کې ليکلي چې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د سعودي عربستان د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په ځانګړې بلنه د...

راپورونه او مرکې

ستار اېنډ سټراېپس مجله: ايران او هند وچه کې ګېر افغانستان ته د لار موندل غواړي

توسط - ستار اېنډ سټراېپس مجله: ايران او هند وچه کې ګېر افغانستان ته د لار موندل غواړي

امريکايۍ پوځي مجله سټار اېنډ سټراېپس د ايراني او هندي مشرانو ترمنځ وروستيو خبرو ته په اشاره ليکلي، دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان کې د توندلارۍ، ترهگرۍ او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې همکاري زياتوي چې جگړه ځپلي افغانستان ته سوله او ثبات راشي.

بي بي سي په دې اړه د نړۍ د ورځپاڼو د غورچاڼ په...

افغانستان

ايران کې يوه الوتکه غورځېدلې

توسط - ايران کې يوه الوتکه غورځېدلې

د ايران ايرنا خبري اژانس خبر ورکړی چې يوه مسافر وړونکې الوتکه چې له تهرانه ياسوج ته روانه وه غورځېدلې ده.

ويل شوي دي الوتکه ۶۰ کسان سپاريان او شپږ تنه عمله وه.

الوتکه د تهران له مهراباد هوايي ډګره یاسو ته روانه وه، چې د اصفهان ښار جنوب کې ولوېده.

افغانستان

نيمروز کې د پنځم او شپږم بستونو د ګمارنې ازموينه واخيستل شوه

توسط - نيمروز کې د پنځم او شپږم بستونو د ګمارنې ازموينه واخيستل شوه

د والي وياند وايي، له شاوخوا ۲۴۹ کسانو څخه د ملکي ادارې د پنځم او شپږم بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه.

احمد عرب رسنيو ته ويلي دي، ولسمشر د فرمان پر اساس، د ملکي ادارو د مامورینو د ټاکنې په ازموینه کې شفافیت ته ډېر پام شوی دی.

72B1E978-24ED-4FEB-AF73-F8F97D1BC209_w1023_r1_s