افغانستان

د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی

توسط - د کندوز هوايي ډګر جوړولو پروژه کې فساد شوی

د کندوز ولايتي شورا غړي تور پورې کوي چې د دغه ولايت د هوايي ډګر جوړولو په پروژه کې فساد شوى او د تړون له مخې نه ده پلې شوې.

د کندوز ولايتي شورا رييس يوسف ايوبي یوې خبري غونډې ته وویل، چې تېر کال د دغه ولايت د هوايي ډګر د جوړېدو چارې پيل شوې خو په معياري ډول يې...

راپورونه او مرکې

ابراهيمي: خلک د نا امنۍ تر څنګ د سياسي وضعيت په اړه هم اندېښنه لري

توسط - ابراهيمي: خلک د نا امنۍ تر څنګ د سياسي وضعيت په اړه هم اندېښنه لري

د ولسي جرګې رييس وايي چې د هېواد امنيتي وضعيت لا پېچلى کېږي او روان امنيتي حالت ايجابوي چې تر ډېره د بېلابېلو سياسي بهيرونو تر منځ پر تفاهم تمرکز وشي.

عبدالرووف ابراهيمي چې نن يې د ملي شورا د اتم کاري کال د پرانيستې مراسمو ته خبرې کولې، وويل چې د جګړې او انا امنۍ دوام په هېواد کې...

افغانستان

سلګونه امریکايي سرتیري افغانستان ته را رسېدلي

توسط - سلګونه امریکايي سرتیري افغانستان ته را رسېدلي

سلګونه امریکايي سرتېري څو ورځې وړاندې افغانستان ته رسېدلي دي.     سرچینو ټینګار کړی چې د دغو امریکايي پوځيانو د راتګ بله موخه دا ده څو د جګړې په لومړیو کرښو کې د افغان سرتېرو پر جبهو ګزمې وکړي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان هم تېره ورځ ویلي، افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر زیاتوي. US-troops-Afghanistan  ...

افغانستان

ارګ او عطا محمد نور لا هم توافق ته نه دي رسېدلي

توسط - ارګ او عطا محمد نور لا هم توافق ته نه دي رسېدلي

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند وايي، د ارګ او عطا محمد نور ترمنځ خبرې روانې دي؛ خو لا یې هم پایله نه ده ورکړې. بلخوا د بلخ د ولایتي شورا مشر خوښي ښودلې چې روانو مذاکراتو د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ واټن کم کړی او ژر ده چې هوکړې ته ورسیږي. د ولسمشر له اړخه معصوم ستانکزی او سلام رحیمي له څو ورځو...

راپورونه او مرکې

مینه پال: د سولې په اړه د حکومت طرحه مشخصه او واضح ده

توسط - مینه پال: د سولې په اړه د حکومت طرحه مشخصه او واضح ده

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې حکومت د سولې په اړه مشخصه طرحه وړاندې کړې ده، کوم سياسيون چې په دې اړه څرګندونې کوي، د هغوى شخصي نظر دى.

د افغانستان حکومت څو ورځې مخکې د کابل پروسې دويم کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو ته له قيد او شرط پرته له يو شمېر امتيازاتو سره د سولې وړانديز وکړ.

خو...

افغانستان

ارغنديوال: له بهرني ملاتړه برخمنې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي

توسط - ارغنديوال: له بهرني ملاتړه برخمنې کورنۍ کړۍ د نظام تخريبولو په لټه کې دي

عبدالهادي ارغندیوال وايي، چې ځيني بهرني هېوادونه په افغانستان کې د واک د جزيزو جوړولو په لټه کې دي څو په راتلونکي کې وکړی شي چې يو د بل په وسيله کابو کړي هغه چې  په کابل کې له امنيتي ځواکونو د ملاتړ په ناسته کې خبرې کولې، وويل چې ځينې کورنۍ کړۍ د بهرنيو هېوادونو په ملاتړ د نظام تخريبولو په لټه کې...

افغانستان

راتلونکى کال د افغانستان لپاره د ژنيو غونډه ترسره کېږي

توسط - راتلونکى کال د افغانستان لپاره د ژنيو غونډه ترسره کېږي

د ١٣٩٧ کال لړم مياشت کې د ژنيو په ښار کې د افغانستان لپاره د بروکسل ناستې دوه اړخيزه ژمنو د تعقيب لپاره د بهرنيو چارو وزيرانو په کچه ناسته ترسره کېږي.

د راپور پر بنسټ، ګډونوالو په هغې ناسته کې چې د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په مياشت کې چې په بروکسل کې ترسره شوې وه، ويلي و...

افغانستان

د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال د ۲۲،۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شو

توسط - د ارغنداب سیند د محافظوي دېوال د ۲۲،۳ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شو

د کندهار د ارغنداب سيند د محافظوي دېوال جوړولو چارې بشپړې او نن د کب په ۱۵مه ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير مجیب الرحمن کريمي، د کندهار والي زلمي ویسا، د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي او د دې ولسوالۍ مخورو ګډون کړی و.

افغانستان, ورزش

راشدخان: له زمبابوې سره مو ښه لوبه ونه کړه

توسط - راشدخان: له زمبابوې سره مو ښه لوبه ونه کړه

د کرکټ ملي لوبـډلمشر راشد خان وايي چې بايلل د لوبې برخه ده، خو دوى د زمبابوې پر وړاندې ښه لوبه ونه کړه.

افغانستان د کرکټ د نړيوال جام غوراوي سياليو په دويمه لوبه کې هم ماتې وخوړه او نړيوال جام ته يې د تګ چانس ډېر کم شو.

ملي لوبـډلې پرون خپله دويمه لوبه له کوربه هېواد زمبابوې...

راپورونه او مرکې

امريکا: طالبان دې له واشنګټن سره نه؛ بلکې له کابل سره د سولې خبرې وکړي

توسط - امريکا: طالبان دې له  واشنګټن سره نه؛ بلکې له کابل سره د سولې خبرې وکړي

امريکا يو ځل بيا له وسله والو طالبانو غوښتي چې د واشنګټن پر ځاى په کابل کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

څو ورځې مخکې د کابل پروسې کنفرانس پر مهال د افغانستان حکومت وسله والو طالبانو ته له قيد او شرط پرته د سولې خبرو وړانديز وکړ، خو تر اوسه طالبانو کوم مثبت يا منفي ځواب...