افغانستان

دانش: یوازې پولیسو تېرکال ۱۳۶۰۰ ترهګر وژلي

توسط - دانش: یوازې پولیسو تېرکال ۱۳۶۰۰ ترهګر وژلي

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي، چې په ۱۳۹۶ کې یوازې ملي پولیسو په مختلفو ولایتونو کې ۱۳۶۰۰ ترهګر د عملیاتو پرمهال وژلي او ۵۹۰۰ نور یې ټپیان کړي .

د وزارت ویاند نجیب دانش نن وویل، چې دوی په دغه کال کې له نورو ځواکونو سره یو ځای څه باندې پینځه نیم زره او په یوازې ځان ۱۲۳ پوځي...

افغانستان

افغانستان سبا د نوروز جشن نمانځي

توسط - افغانستان سبا د نوروز جشن نمانځي

افغانستان سبا په شاندارو مراسمو سره د نوي کال د پیل یانې نوروز د نمانځنې جشن ته تیاری نیسي .

د پلازمېنې کابل ترڅنګ په مزارشریف ښارکې په دې مناسبت ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیول شوي .

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د نوروز د امنیتي تدابیرو ډاډ ورکوي او وایي په دې اړه کافي امادګۍ...

افغانستان

مرستیال والي:په کندهارکې دې مرستندویه موسسې خپلسري نه کوي

توسط - مرستیال والي:په کندهارکې دې مرستندویه موسسې خپلسري نه کوي

 

د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیت وایي، مرستندويه موسسې دي خپلي پروژې د ولایتي ادارې سره په همږغۍ تر سره کړي د کندهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې  منیب دغه څرګندونې د ولایتي پرمختيايي کمېټې په مياشتنۍ غونډه کي وکړې. mo هغه وويل، ټولي مرستندویه...

افغانستان

د جمیعت ګوند یو قومندان له طالبانو سره یو ځای شو

توسط - د جمیعت ګوند یو قومندان له طالبانو سره یو ځای شو

د فاریاب چارواکي په درزاب ولسوالۍ کې له وسله والو طالباو سره د جمیعت ګوند د یوه قومندان د یو ځای کیدو خبر ورکوي .

د فاریاب یوه پولیس چارواکي نعیم اندرابي ویلي، چې دا قومندان غلام نبي شجاع نومیږي .

ویل شوي، چې هغه له سلو وسله والو سره یې یو ځای وسله والو طالبانو ته ورغلی .

افغانستان

ډانفورډ:د سویلي اسیا لپاره د خپلې تګلارې عملي کولو ته جدي یوو

توسط - ډانفورډ:د سویلي اسیا لپاره د خپلې تګلارې عملي کولو ته جدي یوو

د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ ویلي، چې هېواد یې د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د خپلې تګلارې په عملي کولو کې جدي دی .

نوموړي دا خبرې نن کابل ته د ناڅاپي سفر پرمهال کړي .

امریکایي لوی درستیز په ارګ کې له ولسمشر غني او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله  سره ګډه غونډه هم کړې .

سيمه او نړۍ

د قذافي زوی له پټنځای څخه ولسمشرۍ ته نوماند شوی

توسط - د قذافي زوی له پټنځای څخه ولسمشرۍ ته نوماند شوی

د لیبیا د خلق جبهې په نوم یوه ګوند د وژل شوي واکمن معمرالقذافي مشهور زوی سیف الاسلام ولسمشریزو ټاکنو ته خپل نوماند اعلان کړی .

سیف الاسلام چې د پلار په واکمنۍ کې له مطرحو کسانو څخه و، د پلار د واکمنۍ له نسکوریدو څخه وروسته د لیبیا نوي دولت ونیوه او د ټولوژنې د جنایت د شریک په...

سيمه او نړۍ

پولیسو سرکوزي ته ویلي:قذافي ریښتیا پیسې درکړې وې

توسط - پولیسو سرکوزي ته ویلي:قذافي ریښتیا پیسې درکړې وې

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د دغه هېواد قضایي پولیسو احضار کړی او په دې اړه پوښتلی، چې ریښتیا یې د ۲۰۰۷ په ټاکنو کې د لیبیا له وژل شوي واکمن معمر القذافي څخه پیسې اخیستې وې کنه ؟

پرسرکوزي دا تور په ځلونه- ځلونه پخوا پورې شوی، خو محکمې اوس د سپینولو لپاره ور غوښتی .

د...

افغانستان

عامه نظم سرتېري د دفاع وزارت اړوند شول

توسط - عامه نظم سرتېري د دفاع وزارت اړوند شول

د هېواد د عامه نظم سرتېري نن رسماً له کورنیو چارو وزات څخه جلا او د دفاع وزارت اړوند شول .

په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال ولسمشر غني دا کار د ښو پایلو لرونکی وباله او هیله یې وښوده، چې دا پایلې عملاً ثابتې شي .

څه موده مخکې سرحدي پولیس هم له کورنیو چارو وزارت...