افغانستان

زابلي خبریالانو او مدني فعالانو د شهید ارغند روح ته د دعا لاسونه لپه کړه

توسط - زابلي خبریالانو او مدني فعالانو د شهید ارغند روح ته د دعا لاسونه لپه کړه

زابلي خبریالانو او مدني فعالانو د شهید ارغند روح ته د دعا لاسونه لپه کړه. تصوير د زابل ولایت خبریالانو او مدني فعالینو داروا ښاد ارغند دفاتحي پرمهال په کندهار کې د کابل نیوز د خبریال وژل کیدل په کلکه وغندل او له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه چې د ژورنالیستانو د ژوند ساتنې...

افغانستان

اروزګان: د افغان خبریال عبدالمنان ارغند فاتحه واخیستل سوه.

توسط - اروزګان: د افغان خبریال عبدالمنان ارغند فاتحه واخیستل سوه.

د اروزګان ولایت ځایې خبریالانو، مدني فعالینو او قومي مشرانو په کندهار کې د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند فاتحه واخیستل او له مسوولینو یې وغوښتل چې د هغه قاتلین تر نیولو وروسته د قانون منګلو ته وسپاري. دوی پر امنیتې چارواکو نیوکي وکړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب په برخه کې پاتي راغلي او له همدې امله د خبریالانو پر وړاندې...

راپورونه او مرکې

ولسمشر غني: د پانګونې لپاره په قوانينو کې اسانتياوې رامنځته شوې

توسط - ولسمشر غني: د پانګونې لپاره په قوانينو کې اسانتياوې رامنځته شوې

ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانستان کورنيو او بهرنيو پانګونو ته د اسانتياوو په موخه په قوانينو کې د پام وړ اسانتياوې رامنځته کړې دي.

ولسمشر دغه څرګندونې په واشنګټن کې د افغانستان- امريکا د ګډې سوداګرۍ خونې د دوه ورځني ګډ کنفرانس په پرانيست غونډې کې د ویډیو کنفرانس له لارې کړې دي.

دغه کنفرانس چې افغانستان ته...

سيمه او نړۍ

ټرمپ:که مرسته مو نه وي ځينې عربي هېوادونه له منځه ځي

توسط - ټرمپ:که مرسته مو نه وي ځينې عربي هېوادونه له منځه ځي

د امریکا ولسمشر ډونالډ پرمپ له نوم اخیستو پرته یو شمېر عربي هېوادونه دومره کمزوري ګڼلي، چې په وینا یې که دوی پرې مرستې بندې کړي یوه هفته هم پخپل طاقت دوام نه شي کولای .

ټرمپ په یوه وینا کې سوریه او منځنی ختیځ د نړۍ د ثبات لپاره مهم وګڼل او ویې ویل امریکا د نړیوال ثبات د...

افغانستان

زابل:نژدي ۶۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

توسط - زابل:نژدي ۶۰ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل ولایت امنیتی چارواکي وايي چې دافغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې لسګونو وسله والو مخالفینو تر مرګ ژوبله ور اوښتی ده او دهغوی ستره حمله پر شاه تمبول شوې ده. به داسی حال کې چی تیره ورځ وسله والو مخالفینو په افغانستان کی خپل نوی جګړییز عملیات اعلان کړل خو افغان چارواکی وایی دا یواځي تبلیغات دی...

سيمه او نړۍ

د شمالي کوریا مشر پخپلو پښو جنوبي کوریا ته ځي

توسط - د شمالي کوریا مشر پخپلو پښو جنوبي کوریا ته ځي

ټاکل شوې،چې د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون سبا خپل ګاونډي او سرسخت دښمن هېواد جنوبي کوریا ته پخپلو پښو پلی لاړشي

ویل شوي، چې هغه به د دواړو هېوادونو په ګډه پوله کې پلی مزل کوي او له دې سره به د دواړو هېوادونو د ترینګلو اړیکو د ښه کیدو هڅه وشي .

د شمالي کوریا له...

افغانستان

ولسمشر غني د سلوانیا، برازیل، مراکش، نایجیریا او مکسیکو سفیرانو باورلیکونه ومنل

توسط - ولسمشر غني د سلوانیا، برازیل، مراکش، نایجیریا او مکسیکو سفیرانو باورلیکونه ومنل

ولسمشر غني د سلوانیا، برازیل، مراکش، نایجیریا او مکسیکو د نا استوګن سفیرانو باور لیکونه منلي دي.

له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن له غرمې وروسته د سلوانیا د نااستوګن سفیر ایګور جوکیک، د برازیل د نااستوګن سفیر کلودیو لینز، د مراکش د نااستوګن سفیر محمد کارموني، د نایجیریا د نااستوګن...

راپورونه او مرکې

د ترهګرۍ او جرمي اقتصاد پر ضد پر ګډو اقدامات ټينګار وشو

توسط - د ترهګرۍ او جرمي اقتصاد پر ضد پر ګډو اقدامات ټينګار وشو

د ملي امنيت سلاکار له خپل ترکي، ايراني او بلاروسي سيالانو سره ليدنه کې د ترهګرۍ او جرمي اقتصاد پر ضد پر ګډو اقداماتو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه  وويل چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو چارواکو د درېيم امنیتي کنفرانس په...

راپورونه او مرکې

اتمر: د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ د عملي کېدو کارونه پیل شوي

توسط - اتمر: د ترهګرۍ ضد ستراتیژۍ د عملي کېدو کارونه پیل شوي

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې د سولې ستراتيژۍ تر څنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې ستراتيژۍ د عملي کېدو کارونه هم پیل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه وايي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر دغه څرګندونې د روسيې په سوچي ښار کې د لوړپوړو چارواکو درېيم امنیتي کنفرانس...

افغانستان

نادري: د سرپرستۍ لړۍ پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوي

توسط - نادري: د سرپرستۍ لړۍ پای ته رسولو هڅې ګړندۍ شوي

د ادارې اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئيس وايي چې د روان کال تر وروستيو پورې به په ټولو دولتي ادارو کې د سرپرستۍ لړۍ پاى ته ورسوي.

هغه وايي، د ولسمشر په لارښوونه يې په دغه برخه کې هڅې ګړندۍ کړي او پيل يې هم د ننګرهار په ګډون له نهو ولايتونو کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس نادر نادري ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې دا څرګندونې وکړې .

دی وايي، نادري د دې ولایت له والي محمد ګلاب منګل، مدني فعالانو او د ادارو رئیسانو سره د ځانګړو ناستو پرمهال وویل، چې د هېواد په نهو ولایتونو کې د ولسمشر د حکم له مخې په ټولو دولتي ادارو کې د ظرفیتونو ارزنه شوې او د روان کال تر وروستیو پورې به په ټولو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ د سرپرستۍ لړۍ پاى ته ورسوي.