ورزش

افغانستان د بنګله دیش کوربتوب کوي.

توسط - افغانستان د بنګله دیش کوربتوب کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربتوب به د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

FB_IMG_1525881318996

د افغانستان او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د روان کال د جون میاشتې په  ۳مه، ۵ مه او ۷...

سيمه او نړۍ

استرالیا د امریکا له تازه دریځ سره مخالفت وښود

توسط - استرالیا د امریکا له تازه دریځ سره مخالفت وښود

استرالیا د ایران اټومي تړون په تړاو د امریکا د دریځ مخالفت وکړ. د استرالیا لومړی وزیر وايي ټولې ښکیلې خواوې باید دغه تړون ته ژمن پاتې شي او ملاتړ یې وکړي. مکالم ټرنبول وروسته له هغې دغه خبرې کوي چې ډونالډ ټرمپ تیره ورځ د ایران له اټومي تړون سره پریکون اعلان کړ. د ایران اټومي تړون په اړه...

افغانستان

څرخي‌پله زندان کې لسګونو بندیانو اعتصاب کړی

توسط - څرخي‌پله زندان کې لسګونو بندیانو اعتصاب کړی

پلچرخي زندان کې لسګونو بندیانو خپلې خولې وګنډلې او د نه خوړو اعتصاب یې کړی. د پلچرخي زندان لسګونو کسانو خولې ګنډلي او سلګونو اعتصاب کړی دی. زندانیانو ویلي، د دوسیو د نه څېړلو له امله یې اعتصاب کړی دی. زندانیان وايي، د دوی اعتصاب له تېرو دریو ورځو دوام لري او تر هغې چې یې غوښتنې نه وي منل...

راپورونه او مرکې

د بلک هاک امريکايي چورلکو د کار پيل، د لومړي ځل لپاره د هلمند له فضا الوتنې

توسط - د بلک هاک امريکايي چورلکو د کار پيل، د لومړي ځل لپاره د هلمند له فضا الوتنې

امريکايي چورلکو خپلې الوتنې پيل کړې، چې پيل يې د افغانستان له سويلي ولايت هلمنده وشو، دا الوتکې چې نهه مياشتې وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو په واک کې ورکول شوې وې، پيلوټانو ته يې روزنه هم ورکړل شوه.

.

د بي بي سي د راپور په حواله، افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي؛ د بلک هاک چورلکو د...

افغانستان

کاپيسا کې د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

توسط - کاپيسا کې د البیروني پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

په کاپيسا کې د څه باندې اووه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت دالبېروني پوهنتون دکرنې پوهنځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ نن د لوړو زده کړو د وزير نجيب الله خواجه عمري له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

خواجه عمري وويل چې د پوهنتونونو د اړتياوو پوره کولو په موخه يې...

افغانستان

د کډوالۍ ادارې سروې: بې ځايه شوي افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي

توسط - د کډوالۍ ادارې سروې: بې ځايه شوي افغانان په بې وزلۍ کې ژوند کوي

د کډوالۍ نړيوالې ادارې په خپلې يوې تازه سروې کې ويلي دي، بې ځايه شوي افغان کډوال په بې وزلۍ او ستونزو کې ژوند کوي.

د يادې ادارې موندنې ښيي، اوس مهال افغانستان کې درې نيم ميليونه کسان بې ځايه شوي دي.

263550c419eeea1da3d02f69bf1ec908e145b392

د دې ادارې په...

افغانستان, ورزش

کندهار د هېواد په کچه د کرکټ د لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی

توسط - کندهار د هېواد په کچه د کرکټ د لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی

کندهار د ۲۰۱۸زېږدیز کال الکوزي، احمدشاه ابدالي "فرسټ کلاس" یا لومړۍ درجې سیالیو د پایلوبې کوربه دی چې د بند امیر او امو لوبډلو تر منځ تر سره کېږي.

دغه سيالۍ شاوخوا دوې میاشتې مخکې پیل شوي او مخکنې پړاوونه يې په خوست، ننګرهار او کونړ ولايتونو کې د امو، بند امیر، مس عینک، سپین غر، بست او کابل زونونو...

افغانستان

چارواکي : په مارجې ولسوالۍ کې ١٨ طالبان وژل شوي

توسط - چارواکي : په مارجې ولسوالۍ کې ١٨ طالبان وژل شوي

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مارجې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٨ طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقدير بهادرزي وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان بريد...

افغانستان

ولسمشر غني: د ثور درېيمه د صنعت د اونۍ په نوم شوه

توسط - ولسمشر غني: د ثور درېيمه د صنعت د اونۍ په نوم شوه

د سواګرۍ وزارت وياند وايي، د صنعت اونۍ کې به تر ډېره د صنعت په برخه کې په لاسته راوړنو او پانګونې کار وشي.

مسافر قوقندي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، دا مهال د افغانستان صادرات ۸۰۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلي دي.

1242

نوموړی وايي چې...

افغانستان

کاپيسا: ۲۳ شنې خونې او د پيازو او کچالو ۳۲ ذخيرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

توسط - کاپيسا: ۲۳ شنې خونې او د پيازو او کچالو ۳۲ ذخيرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د کرنې وزارت وياند وايي، کاپيسا کې ۲۳ شنې خونې، د پيازو او کچالو ۳۲ ذخيرې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

اکبر رستمي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، يادو خونو او ذخيرو باندې څه باندې اولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

images (1)

ښاغلی رستمي وايي...