افغانستان

پولیسو په یو عراده ټکسي موټر کې اویا کیلو ګرامه چرس د یو تن سره یو خای ونیول .

توسط - پولیسو په یو عراده ټکسي موټر کې اویا کیلو ګرامه چرس د یو تن سره یو خای ونیول .

نګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د روداتو ولسوالۍ په غازي امان الله ښارګوتې سیمه کې په یو عراده ټکسي موتر کې ځای پر ځای شوي اویا کیلو ګرامه چرس له یو تورن کس سره یو ځای ونیول. نیول شوي کس غوښتل،چې یاد توکې د غني خیلو ولسوالۍ مارکو بازار ته ولیږدوي .

افغانستان

د هیروینو دوه فابریکې تخریب او مسؤلین یې ژوندي ونیول شول.

توسط - د هیروینو دوه فابریکې تخریب او مسؤلین یې ژوندي ونیول شول.

ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په کچړې سیمه کې د هوایي عملیاتو په ترڅ کې د هیروینو دوه فابریکې تخریب او د دواړو فابریکو مسؤلین ژوندي ونیول شول . په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی .اوښتی

FB_IMG_1527350480230

...

هر اړخيزه او معلوماتي

ماشومان مو دغه کړنو ته وهڅوئ!

توسط - ماشومان مو دغه کړنو ته وهڅوئ!

ماشومان په چاپېریال کښې د ګلونو په څېر دي، په کوم چاپېریال کښې چي ماشومان نه وي بې خونده، کرار او له خوښیو څخه خالي، خالي ښکاري، اولاد د خدای ج ستر نعت دی، ددې نعمت قدر دې له هغوئ وپوښتل شي د چا په کور کښې چي ماشومان نه وي. ماشوم دنیا ته له راتګ سره د سپین ساده کاغذ په څېر وي...

روغتيا

الوګان مو دمعدې له سرطان څخه ژغوري!

توسط - الوګان مو دمعدې له سرطان څخه ژغوري!

په چین کې ترسره شوې څیړنې ښي ،هره ورځ دوه دانې خوټیدلي پټاټې (الوګان) خوړل دسرطان ناروغۍ خطر لس سلنه کموي. دڅیړونکو په باور جوش کړي الوګان په زیاته پيمانه ویټامین c سي لري او ویټامین سی لرونکي خواړه او سبزیجات دمعدې سرطان په مکمله توګه له منځه وړي. روغتیا پالانو د سرطان ناروغۍ لاملونه داسې په ګوته کړي دي که یو کس الکولي څښاک،...

راپورونه او مرکې

هيکرانو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير فېسبوک او ایمېل هک کړي وو

توسط - هيکرانو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير فېسبوک او ایمېل هک کړي وو

سرچينې وايي چې نامعلومو هيکرانو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير فېسبوک او د هغه د مرستيال ايمېل هک کړي وو.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله،رسنیو ته ویلي، چې دغه کار د روانې مياشتې په اوږدو کې شوی دی.

سرچينې زياته کړې چې هکرانو د...

افغانستان

ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو طالب قوماندان وژل شوى

توسط - ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې یو طالب قوماندان وژل شوى

په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

ملي اردو دغه راز د ننګرهار په بټي کوټ او د لغمان په اليشنګ ولسواليو کې هم د خپلو ځواکونو د عملياتو خبره کوي.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو...

افغانستان

کندهار کي د وروستي تروریستي پېښي شهیدانو د ارواح د خوښی لپاره د قرانکریم ختمونه وسوه.

توسط - کندهار کي د وروستي تروریستي پېښي شهیدانو د ارواح د خوښی لپاره د قرانکریم ختمونه وسوه.

د شنبي په ورځ ولایت مقام کي د قران عظیم شان د ختم مراسم ترسره سوه، چي پر مهال ئي د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا ترڅنګ د ولایت مقام مرستیالانو، یو شمیر دولتی رئیسانو، علماوو او ګڼ شمیر هیوادوالو کډون کړي وو.

FB_IMG_1527326331297

افغانستان

خوست کې د نوم ليکنې پر مرکز وسله وال برید کې دوه سرتېري ووژل شول

توسط - خوست کې د نوم ليکنې پر مرکز وسله وال برید کې دوه سرتېري ووژل شول

د خوست په اسمعيل خېلو او مندوزيو ولسوالۍ کې د نوم ليکنې پر مرکز بريد کې دوه سرتيري وژل شوي دي. د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، نن سهار لس بجې دوو تنو بريدګرو د ښځو له چادريو په استفادې د يادې ولسوالۍ د سالم په نوم کلي ټاکنيز مرکز بريد وکړ چې په پايله کې يې يو د ملي اردو او يو...

راپورونه او مرکې, ورزش

ولسمشر غني: راشد خان ملي پانګه ده، هېچا ته یې نه ورکوو

توسط - ولسمشر غني: راشد خان ملي پانګه ده، هېچا ته یې نه ورکوو

راشد خان ته د هندوستان تابعيت ورکولو د غوښتنو په ځواب کې ولسمشر غني ويلي چې راشد خان يوه ملي پانګه ده او هېچا ته يې نه ورکوي.

وروسته له هغه چې تېره شپه د هندوستان د کرکټ غوره ليګ سياليو په يوه لوبه کې راشد خان تاريخي لوبه وکړه او لوبډلې یې (حیدراباد) د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړه،...

راپورونه او مرکې

په مرکز او ولایتونو کې د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيل شو

توسط - په مرکز او ولایتونو کې د نوماندانو د نوم ليکنې بهير پيل شو

د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن په مرکز او ولايتونو کې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول پيل کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر عبدالبديع صياد په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د نوماندانو د نوم ليکنې بهير لپاره پوره چمتووالی نيول شوی دی.