افغانستان

د ټاکنو خپلواک کمېسیون دي د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو نیټه ژر اعلان کړي

توسط - د ټاکنو خپلواک کمېسیون دي د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو نیټه ژر اعلان کړي

د ملي وحدت حکومت مشرتابه د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو نیټه ژر اعلان کړي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د راتلونکو ټاکنو لپاره د چمتوالي د ناستو په لړ کې نن مازیګر د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړو، د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له خاص استازي، د اروپايي ټولنې له...

افغانستان

د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې ۴ کیلو متره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

توسط - د ۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت نږدې ۴ کیلو متره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د جلال اباد ښاروالۍ له لورې د دې ښار اوومې ناحیې اړوند غوچکو سیمه کې د ۵۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت نږدې څلور کیلو متره سړک،چې اووه متره پلنوالی او لس سانتي متره ډبلوالی لري، د شاوخوا اته میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول تر جوړیدو وروسته نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

سيمه او نړۍ

هند:یو مسلمان د غواګانو د قاچاق او حلالولو په تور وژل شوی

توسط - هند:یو مسلمان د غواګانو د قاچاق او حلالولو په تور وژل شوی

د هند په شمالي ایالت راجستان کې سخت دریځو هندوانو یو مسلمان د غواګانو د قاچاق له کبله وژلی .

ویل شوي، چې دغه مسلمان د خپلو څو ملګرو په ملتیا څو غواګانې قاچاق او بیا د خوراک لپاره حلال کړي وو .

په هند کې چې ۸۰ سلنه نفوس یې هندوان جوړوي، د غواګانو خاص احترام کیږي .

افغانستان

عطانور:د افغانستان لوی ملي ایتلاف همدا اونۍ اعلانوو

توسط - عطانور:د افغانستان لوی ملي ایتلاف همدا اونۍ اعلانوو

د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطا محمد نور وایي، چې د جنرال دوستم له راستنیدو سره به د همدې اونۍ په پای کې د اقغانستان لوی ملي ایتلاف اعلان شي .

نور د دوستم د راستنیدو په مراسمو کې د وینا پرمهال دا خبره وکړه، خو نور جزیات یې ورنکړل .

د دغه ایتلاف او ولسي جرګې غړي لالي...

افغانستان

مزار:جنایي جرمونه په بېساري ډول زیات شوي

توسط - مزار:جنایي جرمونه په بېساري ډول زیات شوي

د مزار شریف لسګونه اوسیدونکو په دغه ښار کې د وروستیو یو شمېر وژنو په غبرګون کې نن لاریون وکړ .

لاریون والو سیمه ییزه اداره د جنایي پېښو په مخنیوي کې په ناکامۍ تورن کړل او خپلو مسولیتونو ته یې د دوی د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه .

د بلخ د پولیسو ویاند شېرجان دراني د جنایي پېښو...

افغانستان

دوستم په ځانګړي هرکلي سره کابل او خپلې دندې ته ستون شو

توسط - دوستم په ځانګړي هرکلي سره کابل او خپلې دندې ته ستون شو

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم نن له څه باندې یو کلنې جلاوطنۍ څخه وروسته کابل ته راستون شو .

له هغه څخه په هوایي ډګر کې ځانګړی دولتي هرکلی وشو .

د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په مشرۍ حکومتي پلاوي د هغه هرکلی کاوه . ورسره عطامحمد نور، محمد محقق او یو شمېر نورې څېرې هم...

افغانستان

د ننګرهار والي: روغتيا پالان بايد د داعش او اردو په درملنه کې توپیر ونه کړي

توسط - د ننګرهار والي: روغتيا پالان بايد د داعش او اردو په درملنه کې توپیر ونه کړي

د ننګرهار والي وايي، روغتيا پالان بايد د داعش، اردو، ملکي خلکو او د والي د زوی په درملنه کې توپیر ونه کړي او ټولو ته يو ډول خدمات وړاندې کړي.

نوموړي دا څرګندونې د چنګاښ په ۳۱مه په دغه ولايت کې د روغتيايي علومو له دولتي انسټيټوټ څخه دمحصلینو په فراغت غونډه کې وکړې.

د ننګرهار د عامې...

افغانستان

کټوازی: وسله وال مخالفین دې د جګړې په ډګر کې ووژل شي

توسط - کټوازی: وسله وال مخالفین دې د جګړې په ډګر کې ووژل شي

د پکتيا والي امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې نور دې وسله وال مخالفين ژوندي نه نيسي او د جګړې په ډګر کې دې يې ووژني.

دغه څرګندونې د پکتيا والي شميم خان کټوازي دغه ولايت ته د نوي امنيه قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي د پېژندنې په غونډه کې وکړې.

کټوازی وايي چې له طالبانو سره يې د سولې لپاره له...

افغانستان

پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

توسط - پکتیکا کې ۱۵ امنیتي سرتېري وژل شوي

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې لس سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.

یوه امنیتي باروي سرچينه وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مڼې کنډو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريد کړی دی.

ده وويل چې...

افغانستان

کابل ښار کې چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

توسط - کابل ښار کې چاودنې درېیو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د لب جر په سيمه کې چاودنه شوې چې په کې دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کابل پوليسو د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي ویلي، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې په کثافات دانۍ کې د اېښودل شوو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته...