افغانستان

غفور جاوید د ملي دفاع وزارت ویاند وټاکل شو

توسط - غفور جاوید د ملي دفاع وزارت ویاند وټاکل شو

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په حکم سید غفور احمد جاوید د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو او عامه اړیکو ریس او ویاند وټاکل شو .

نوموړی نن د ملي دفاع وزیر له لورې رسماً خپلې دندې ته معرفي شو .

جاوید له نیږدې یوې نېمې لسیزې راهیسې د رسنیز کار سابقه او د ماسټرۍ...

افغانستان

د ۳۵ تنو نومونه د پارلماني نوماندانو له وروستي نوملړه وویستل شول

توسط - د ۳۵ تنو نومونه د پارلماني نوماندانو له وروستي نوملړه وویستل شول

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسون د پارلماني نوماندانو له وروستي نوملړه د ۳۵ نوماندانو نومونه وویستل .

په دغو نوماندانو کې د ولسي جرګې څو برحاله غړي: ملا تره خېل، قیس حسن، فوزیه کوفي، مریم کوفي هم شامل دي .

پردوی سربېره د ملي ثبات ټولنې مشر او  د ټاکنو کمیسون د دارالانشا مخکینی ریس ضیا الحق امرخېل هم له...

افغانستان

هرات:چین پر لمریزې بریښنا ۵۰ میلونه ډالره پانګونه کوي

توسط - هرات:چین پر لمریزې بریښنا ۵۰ میلونه ډالره پانګونه کوي

چین په هرات کې پر لمریزې بریښنا ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي .

دا پانګونه د هرات صنعتي ښارګوټي ته د بریښنا برابرولو لپاره کیږي .

د دې پروژې تړون نن د چین کاسا شرکت د هرات د صنعت کارانو له ټولنې سره لاسلیک کړ .

د هرات د صنعت کارانو مشر حمیدالله خادم وویل، چې پردې پیسو...

افغانستان

بادغیس: طالب قومندان غفار توپان او ډلې یې حکومت سره سوله وکړه

توسط - بادغیس: طالب قومندان غفار توپان او ډلې یې حکومت سره سوله وکړه

په بادغیس کې د طالبانو یوه مهم قومندان غفار توپان له حکومت سره سوله وکړه .

هغه په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ۲۰ وسله وال یې سمدستي ورسره راغلي او ۴۰ نور به هم ترماښامه له وسلو سره د سولې بهیر ته راشي .

توپان په قادس ولسوالۍ کې د دولت پرضد مهم قومندان و .

افغانستان

رسنۍ: د موقت حکومت پر طرحې خبرې روانې دي

توسط - رسنۍ: د موقت حکومت پر طرحې خبرې روانې دي

دید خبري اژانس د ځینو نړیوالو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو پر طرحې خبرې روانې دي .

د سرچینې په حواله په دې اړه د خبرو لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی د شیرمحمد ستانکزي په مشرۍ ازبکستان ته رسیدلی .

ویل شوي، چې د طرحې له مخې دوه...

افغانستان

لوی څارنوال د خپلې کمزورتیا په اړه د سیګار راپور رد کړ

توسط - لوی څارنوال د خپلې کمزورتیا په اړه د سیګار راپور رد کړ

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي د سیګار هغه راپور رد کړ، چې ګواکې دی د فساد خلاف مبارزه کې کمزوری fدی .

نوموړي نن په یوه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې د افغانستان د بیارغونې له بهیر څخه د څارنې اداره سیګار پخپل قضاوت کې تېروتی...

افغانستان

قیصاري: د یاسین ضیا په امریې هلیکوپټر نه ځړولی وم

توسط - قیصاري: د یاسین ضیا په امریې هلیکوپټر نه ځړولی وم

په فاریاب کې د جنرال دوستم نیول شوي قومندان نظام الدین قیصاري د امنیت شورا د دفتر مرستیال یاسین ضیا تورن کړی، چې دده د نیونې نه وروسته یې دی له  هلیکوپټرڅخه ځړولی و .

د جنرال دوستم د دفتر ریس عنایت الله بابر فرهمند، چې اوړمه ورځ یې له نوموړي سره لیدلي، په یوه تازه لیکنه کې د نوموړي...

سيمه او نړۍ

د امریکا بندیزونو د ترکي پیسو ارزښت ۲۰ سلنه راټیټ کړ

توسط - د امریکا بندیزونو د ترکي پیسو ارزښت ۲۰ سلنه راټیټ کړ

وروسته تردې چې امریکا د سیاسي اختلاف له کبله پر ترکیې مالي بندیزونه ولګول، د دغه هېواد د پولي واحد لیرې ارزښت د ډالرو پر وړاندې ۲۰ سلنه را ټیټ شو .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ کړی، چې د امریکا دغه اقدام به بې ځوابه پرې نه ږدي .

په وروستیو کې د ترکیې اړیکې له...

سيمه او نړۍ

رومانیا:په لاریون کې تاوتریخوالي ۴۴۰ تنه ټپيان کړل

توسط - رومانیا:په لاریون کې تاوتریخوالي ۴۴۰ تنه ټپيان کړل

په رومانیا کې د فساد خلاف لاریون په تاوتریخوالي اوښتی او ۴۴۰ تنه پکې ټپيان شوي .

چارواکو ویلي، چې په ټپيانو کې ۲۴ پولیس هم شامل دي .

چارواکو د یو شمېر ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودلی .

لاریون والو حکومت په فساد ککړ او د کابینې د استعفا غوښتنه کوله .

اوس دوی...