سيمه او نړۍ

سوریه: اسراییلو یوه روسي الوتکه نسکوره کړې

توسط - سوریه: اسراییلو یوه روسي الوتکه نسکوره کړې

په سوریه کې د یوې اسراییلي الوتکې د مزاحمت له کبله یوه روسي الوتکه نسکوره شوې، چې لږ ترلږه ۱۵ تنه یې وژلي.

روسیې د اسراییلو دا ګام قصدي او پارونکی ګڼلی .

خو اسراییل وایي، دا یوه تېروتنه وه او دوی فکر کاوه چې الوتکه د ایران یا بشارالاسد د رژیم اړوند ده .

اسراییلو پر پېښې...

سيمه او نړۍ

ایران: امریکا مو نفتي صادرات صفر ته نه شي رسولای

توسط - ایران: امریکا مو نفتي صادرات صفر ته نه شي رسولای

ایراني چارواکي وایي امریکا به یې صفر درجې ته د صادراتو په رسولو کې ناکام شي .

د ایران د ولسمشر یوه سلاکار موید حسیني نن دا خبره د امریکا د هغې غوښتنې په غبرګون کې کړې، چې له سعودي او یو شمېر نورو هېوادونو یې د ایراني صادراتو د تحریم په اړه کړې .

ایران وایي، دا غوښتنې او...

افغانستان

غني او عبدالله ګډ ټاکنیز ټیم جوړوي

توسط - غني او عبدالله ګډ ټاکنیز ټیم جوړوي

راپورونه وایي،چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولسمشر غني او اجرایه ریس ډاکټر عبدالله پر ګډ ټاکنیز ټیم جوړولو سلا شوي .

د هشت صبح ورځپاڼې د راپور له مخې ولسمشر غني عبدالله ته د خپل ټاکنیز ټیم لومړۍ مرستیالي وړاندیز کړې، چې هغه منلې ده .

ویل شوي، چې دوی په دې اړه تر هوکړې وروسته له جهادي مشر...

افغانستان

افغانستان او روسیه د سولې په اړه د ګډو هڅو پر سر خبرې کوي

توسط - افغانستان او روسیه د سولې په اړه د ګډو هڅو پر سر خبرې کوي

ټاکل شوې، چې تر دوه ورځو پورې ماسکو د افغان سولې په اړه د افغان او روسي چارواکو د ګډې ناستې کوربه وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندیشه او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف برخه اخلي .

افغانستان

ضیا مسعود: حکومت دې په هرات کې زموږ نیولي پلویان زر خوشې کړي

توسط - ضیا مسعود: حکومت دې په هرات کې زموږ نیولي پلویان زر خوشې کړي

د افغانستان د ملي ایتلاف لوړپوړی غړی احمد ضیا مسعود له حکومته غواړي، چې په هرات کې د ټاکنو دفتر د تړلو په تور د دوی نیول شوي پلویان زر له بنده خوشې کړي .

هغه نن په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ، چې له ګوندونو سره د حکومت تقابل به وضعیت د بحران خوا ته بوځي .

افغانستان

عبدالله:پاکستان پخوا نه افغانستان ته صادق نه و

توسط - عبدالله:پاکستان پخوا نه افغانستان ته صادق نه و

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله وایي، پاکستان له پخوا څخه افغانستان ته صادق نه و او په دروغجنو وعدو یې غولوه.

هغه دا خبره نن د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني د ۶ کتابونو د مخکتنې په غونډه کې وکړه .

عبدالله وویل، پاکستان په خوله افغانستان ته یو څه وایي، خوعمل کې بل څه کوي .

افغانستان

په لومړي ځل یوه افغان ځوان نړیوالې امنیت شورا ته وینا وکړه

توسط - په لومړي ځل یوه افغان ځوان نړیوالې امنیت شورا ته وینا وکړه

د رامز بختیارپه نوم یوه ځوان د لومړني افغان ځوان په توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا وکړه .

هغه نن پخپله وینا کې دغې شورا ته وویل، چې د افغانستان له درې برخه نفوسو څخه دوه برخې یې ځوانان دي.

د ده په وینا دغه نسل نه غواړي بیرته د طالبانو تورې دورې ستانه شي .

راپورونه او مرکې

دانش: له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان لپاره مهم دی

توسط - دانش: له امریکا سره امنیتي تړون د افغانستان لپاره مهم دی

د ولسمشر دويم مرستيال، د عاشورا په اړه جوړې شوې غونډه کې د ټاکنو کمېسيون د دروازو تړل ناسم او له امريکا سره امنيتي تړون د هېواد لپاره مهم وبلل او د داعش ډلې بريدونه يې وغندل.

د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش نن په لوړو زده کړو وزارت کې په ياده غونډه کې وويل چې چې حضرت امام حسين...

افغانستان

محمود صيقل: د امريکا او طالبانو خبرې له نږدې تعقيبوو

توسط - محمود صيقل: د امريکا او طالبانو خبرې له نږدې تعقيبوو

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړى استازى وايي چې حکومت يې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې له نږدې تعقيبوي.

د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان سفير او دايمي استازى محمود صيقل دغه څرګندونې تېره شپه د امريکا په نيويارک ښار کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هغې ځانګړې غونـډې ته کړې چې د افغانستان په اړه...

افغانستان

ولسمشر غني د چهار شنبې په سهار هند ته سفر کوي

توسط - ولسمشر غني د چهار شنبې په سهار هند ته سفر کوي

ولسمشر اشرف غني سبا د چهار شنبې په ورځ په يو ورځني رسمي سفر هندوستان ته سفر کوي.

د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وويل چې ولسمشر غني به د هندوستان له لومړي وزير نريندرا مودي سره ځانګړې ليدنه وکړي.

هغه زياته کړه چې دغه راز ولسمشر به په همدې ورځ د هند په حيدر اباد ښار کې د هند د...