سيمه او نړۍ

کولن پاول:ټرمپ د واک انحصارپسې اخیستې

توسط - کولن پاول:ټرمپ د واک انحصارپسې اخیستې

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر کولن پاول ولسمشر ټرمپ په انحصاري حکومتولۍ تورن کړی.

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې ټرمپ غواړي ټول حکومت او چارې پخپل لاس کې ونیسي.

پاول، د ټرمپ دغه هڅې د امریکا په زیان ګڼلي او ترې غوښتي یې دي، چې د حکومتولۍ او چال چلند پر بڼې یې بیا...

افغانستان

د کاناډا نوي سفیر ولسمشرغني ته خپل باور لیک وړاندې کړ

توسط - د کاناډا نوي سفیر ولسمشرغني ته خپل باور لیک وړاندې کړ

 ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د کاناډا د نوي سفیرډیویډ میټ کالف باورلیک ومانه.

په دغو مراسمو کې چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شول، دواړو لورو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او کاناډا ترمنځ د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني  له افغانستان سره د کاناډا د مرستو او همکاریو مننه وکړه او  د دواړو هېوادونو...

سيمه او نړۍ

عمران خان د ژمنې خلاف د پیسو نړیوال صندوق نه پور اخلي

توسط - عمران خان د ژمنې خلاف د پیسو نړیوال صندوق نه پور اخلي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د مخکینۍ ژمنې خلاف اعلان کړی،چې د بهرنیو پیسو پر وړاندې د کلدارو د قیمت ساتلو لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه پور اخلي.

د عمران خان په وینا، دا پور ډېر نه دی؛ بلکې یوازې د کلدارو د قیمت ساتلو لپاره اخیستل کیږي.

پاکستان د نړیوالو مالي ادارو ډېر پوروړی دی.

افغانستان

سپنتا: په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه ده

توسط - سپنتا: په افغانستان کې د امریکا تګلاره ناکامه ده

د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا ستراتیژي ناکامه ګڼلې.

هغه د ترکیې له یوه خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې له دغې تګلارې وروسته په افغانستان کې وضعیت خراب شوی او د سیمې همکاري ورسره کمه شوې ده .

سبنتا له امریکا غوښتي، چې افغانستان سره کړې ژمنې...

افغانستان

غزني:۱۶ وسله وال طالبان پخپله ماین چاودنه کې وژل شوي

توسط - غزني:۱۶ وسله وال طالبان پخپله ماین چاودنه کې وژل شوي

د غزني چارواکي په قره باغ  ولسوالۍ کې د خپل ماین د چاودنې له کبله د ۱۶ وسله والو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د غزني امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان په موشکي کلي كې وژل شوي.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د طالبانو د ماین جوړونې یو شمېر انجینران هم...

افغانستان

عطانور:غني ته د لوی معلم لقب ورکوونکي چاپلوسان دي

توسط - عطانور:غني ته د لوی معلم لقب ورکوونکي چاپلوسان دي

د بلخ مخکیني والي او د جمیعت ګوند اجرایه ریس عطامحمد نور ولسمشرغني ته په بلخ کې د یوې غوندې پرمهال د لوی معلم د لقب ورکولو پر وړاندې توند غبرګون ښودلی .

غني ته دا لقب څو ورځې وړاندې بلخ  ته د سفر پرمهال په یوه غونډه کې ورکړل شو .

لقب ورکوونکو ادعا کوله، چې دوی د...

افغانستان

خلیلزاد:حکومت دې طالبانو سره خبرو ته هراړخیز پلاوی وټاکي

توسط - خلیلزاد:حکومت دې طالبانو سره خبرو ته هراړخیز پلاوی وټاکي

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان حکومته غوښتي، چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره یو هراړخیز او مقتدر پلاوی وټاکي .

هغه دا خبره نن له خبریالانو سره د خبرو پروخت په کابل کې کړې.

خلیلزاد نن د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره هم لیدلي.

په یاده لیدنه...

افغانستان

کابل:د بریښنا شرکت یو کارکوونکی په مرموز ډول وژل شوی

توسط - کابل:د بریښنا شرکت یو کارکوونکی په مرموز ډول وژل شوی

د کابل په دیارلسمه حوزه کې د بریښنا شرکت یو کارکوونکی په مرموز ډول وژل شوی.

ځینو سرچینو ویلي، چې دغه برقي سیمې ته د ولایتي شورا د مخکینۍ غړي او اوسنۍ پارلماني نوماندې مریم سادات د کور برق پرې کړی و.

د معلوماتو له مخې، مریم سادات د بریښنا شرکت پوروړې وه، چې له برق پرې کیدو وروسته...

افغانستان

پاکستان بندیز پرې لګولی، زرګونه ټنه افغاني مڼې خرابې شوي

توسط - پاکستان بندیز پرې لګولی، زرګونه ټنه افغاني مڼې خرابې شوي

د سوداګرۍ خونې چارواکي پر افغاني مڼو د پاکستاني چارواکو د بندیز خبر ورکوي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، پاکستان په دې پلمه چې ایراني مڼې د افغاني مڼو به نوم دغه هېواد ته صادریږي، پردې مڼو بندیز لګولی.

الکوزی، د پاکستان دا ادعا ردوي او ترې غواړي چې دا بندیز بیرته واخلي .

د...

افغانستان

اروپایي ټولنه:افغان ټاکنې په جدیت سره څارو

توسط - اروپایي ټولنه:افغان ټاکنې په جدیت سره څارو

په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر پی‌یر میودان وایي افغان پارلماني ټاکنې په جدیت سره څاري .

هغه په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې وارد مخه یې اړوند څارونکي کابل ته رسیدلي او پرخپلو چارو بوخت دي .

د ده په وینا، د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او نورو بنسټونو له استازو سره لیدنې کتنې کوي او د...