سيمه او نړۍ

بریټانیا سعودي عربستان ته د ورک شوي عرب ژورنالېست پر سر ګواښ وکړ

توسط - بریټانیا سعودي عربستان ته د ورک شوي عرب ژورنالېست پر سر ګواښ وکړ

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، که سعودي د پیښې د پټولو هڅه نه کوي نو باید په دې برخه کې همکاري وکړي. جرمني وايي که ثابته شي چې سعودي مشرانو په دې قضیه کې لاس لري؛ بریټانیا به مناسب غبرګون وښيي. د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر جرمي هنټ پر ریاض غږ وکړ چې د جمال خاشقجي په پیښه کې مرسته وکړي. هنټ ګواښ...

سيمه او نړۍ

ښايي ټرمپ دفاع وزیر ماټيس له دندې ګوښه کړي

توسط - ښايي ټرمپ دفاع وزیر ماټيس له دندې ګوښه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سي بي اس تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ماټیس ډيموکراټ پلوی یاد کړ او د هغه د ګوښه کېدو په اړه یې مشکوک دریځ وښود. ډونالډ ټرمپ وايي، تر اوسه ډاډه نه دی چې دفاع وزیر ماټيس به پخپل موقف پاتې شي که لرې به شي. راپورونه وايي، دا لومړی ځل دی چې ټرمپ د ماټيس په تړاو...

افغانستان

پکتیکا کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې

توسط - پکتیکا کې پر طالبانو خپل ماین چاودنه کړې

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د خپل ماین په چاودنه کې ۶ طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي. برمل کې د ملي اردو د لومړي کنډک قوماندان وویل، دغه ماین تیر ماسپښین د مرغې د سیمي په یوه جومات کې د طالبانو پسې چاودنه کړې ده. ډګرمن محمدایوب وایي، په وژل شویو کې د برمل دسرې قطعې قوماندان او ټپیانو کې د برمل...

افغانستان

افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې په بشپړېدو دي

توسط - افغانستان کې د ټاپي پروژې لومړنۍ چارې په بشپړېدو دي

د ټاپي پروژې لومړني پړاونه بشپړیدو ته نږدې شوې او د کال تر پایه به یې عملي چارې پيل شي. افغانستان کې د ټاپي تخنیکي، حقوقي او چاپيریالي څیړنو مسوولین وایې، د ځمکو له استملاک پرته نورو پروسو کې ۹۰سلنه پرمختګ شوی او د ولس ملاتړ به دا پروژه بریالۍ کړي. خصوصي سکتور بیا له حکومت وغوښتل چې د ټاپي پروژه کې کاري لومړیتوب کورنیو...

افغانستان

په بدخشان کې یو نوماند له بریده روغ ووت

توسط - په بدخشان کې یو نوماند له بریده روغ ووت

 د ولسي جرګې غړی او نوماند زلمی مجددي له یوه بریده روغ ووت، خو درې ساتوونکي یې ټپیان شوي دي.

 د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند  وویل چې ناپېژاندو وسله والو پر یاد نوماند تېر مازیګر داسې مهال برید وکړ چې د جرم ولسوالۍ له چنګ های کلي څخه د دې ولسوالۍ په مرکز کې خپل ټاکنیز دفتر ته روان و.

سرچینې...

افغانستان

د ملي تدارکاتو اداره د تدارکاتو الکترونیکي سیستم رامنځته کوي

توسط - د ملي تدارکاتو اداره د تدارکاتو الکترونیکي سیستم رامنځته کوي

د ملي تدارکاتو ادارې د تدارکاتي پروسو د پرمختګ لپاره د تدارکاتو د الکترونیکي سیستم د جوړېدو خبر ورکړ او له خصوصي شرکتونو یې وغوښتل چې تر راتلوونکو درېیو میاشتو دغه سیستم ته دننه شي.

 د ملي تدارکاتو د ادارې عمومي رییس انجنیر الهام عمر هوتکي نن په کابل کې د «په عامه تدارکاتو کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ» تر عنوان...

افغانستان

لوګر کې د ولسي جرګې لپاره د یوه نوماند دفتر ته اور اچول شوی

توسط - لوګر کې د ولسي جرګې لپاره د یوه نوماند دفتر ته اور اچول شوی

لوګر کې ناپېژانده کسانو د ولسي جرګې د يوه نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.

د لوګر د محمد اغې ولسوال نورمحمد عبيدي وويل چې تېره شپه نامعلومو کسانو د پل کندهاريو په سيمه کې د ولسي جرګې د نوماند خطاب دراني د کمپاين دفتر ته اور اچولى دى.

هغه وايي چې د دې پېښې...

افغانستان

د سيمه ييزې اردو لومړۍ ډله تر روزنې وروسته د ننګرهار ولسواليو ته ولېږل شوه

توسط - د سيمه ييزې اردو لومړۍ ډله تر روزنې وروسته د ننګرهار ولسواليو ته ولېږل شوه

 په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په روزنيز کمپ کې روزل شوي د سيمه ييزې اردو درې ټولي تر روزنيز فراغت وروسته د ننګرهار درېيو ولسواليو ته ولېږل شول.

د چارواکو په وينا، دغه ۳۴۰ کسان به پچيراګام، هسکې مېنې او خوږياڼو ولسواليو کې پر دندو وګومارل شي.

د سيمه ييزې اردو د دغو تازه روزل شويو کسانو لپاره نن...

افغانستان

احمد ولي هوتک: وسله والو زما د تښتولو هڅه کوله

توسط - احمد ولي هوتک: وسله والو زما د تښتولو هڅه کوله

د ازادو سياليو ملي اتل احمد ولي هوتک وايي چې وسله والو د ده د تښتولو هڅه کوله، خو  وسله والو د ده د مقاومت پر مهال پرې د چاقوګانو ګوزارونه وکړل او دى يې سخت ټپي کړ.

ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د کابل د بګراميو ولسوالۍ اړوند د حسين خېلو په سيمه کې د هوتک د کور...

افغانستان

تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

توسط - تدارکاتو کمېسیون ۱۳ تړونونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۳ تړونونه منظور کړي دي.

له ارګ څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې پر ۱۸ تدارکاتي موردو هر اړخیز بحث وشو چې په پايله کې د ۴،۵۷ میلیارد افغانیو په ارزښت لاندې ۱۳ پروژې منظورې شوې: