افغانستان

په بامیانو ولایت کې ۵۱ سلنه رایې ورکوونکې ښځې دي

توسط - په بامیانو ولایت کې ۵۱ سلنه رایې ورکوونکې ښځې دي

د ټاکنو کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال په بامیانو کې د ولسي جرګې د نوماندانو د سرغړونې ۱۴ پېښې ثبت شوې چې ټولو ته رسېدنه شوې ده.

په بامیانو ولایت کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محمد هادي امیري د دې په روښانولو چې په سرغړوونکو کاندیدانو کې ښځینه نوماندانې نه دي شاملې...

افغانستان

بګرام کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو

توسط - بګرام کې پر بهرنيو ځواکونو ځانمرګى بريد وشو

نن ماښام د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په شين زيي سيمه کې د بهرنيو ځواکونو د ګزمې پر موټر ځانمرګى بريد شوى.

د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدمحفوظ ولي زاده  وويل چې دغه بريد ماښام شاوخوا شپږ بجې شوى دى.

هغه وايي چې بريد کوونکى پلى روان و.

د ده په خبره، په دغه بريد کې...

راپورونه او مرکې

د قهرمان وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

توسط - د قهرمان وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

د ولسي جرګې غړي او نوماند عبدالجبار قهرمان  وژنه  په پراخه کچه وغندل شوه .

قهرمان، نن سهار د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د  خپل کمپاين دفتر کې د يوې چاودنې له امله ووژل شو.

له ارګ څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي  چې ولسمشر دغه بريد غندلى او د قهرمان په وژنه يې ژوره...

راپورونه او مرکې

نن شپه ۱۲ بجې ټاکنیزې مبارزې پای ته رسېږي او د سکوت دوره پيل کېږي

توسط - نن شپه ۱۲ بجې ټاکنیزې مبارزې پای ته رسېږي او د سکوت دوره پيل کېږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د ټاکنیزو سیالیو موده نن شپه پای ته رسېږي او له دې وروسته د ولسي جرګې هېڅ نوماند د کمپاین حق نه لري، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې رییس محمد رفیع رفیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د نوماندانو...

افغانستان

په نیمروز کې له درې ټنو ډېر نشه يي توکي وسوځول شول

توسط - په نیمروز کې له درې ټنو ډېر نشه يي توکي وسوځول شول

د نیمروز پولیسو د ۴۲۸ کیلو ګرامه هېرو یینو په ګډون له درېیو ټنو ډېر هغه نشه يي توکي چې په بېلا بېلو عملیاتو کې نیول شوي وو وسوځول.

د نیمروز امنیه قوماندان سمونوال عبدالرقیب مبارز په زرنج ښار کې د یادو موادو د سوځولو پر مهال وویل، د دغو موادو وزن چې هېرویین، تریاک، چرس، مایع او جامد کيمیاوي...

راپورونه او مرکې

د جوزجان په درې ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي

توسط - د جوزجان په درې ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي

 په جوزجان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز چارواکي د امنیتي وضعیت له اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله ټاکنې نه ترسره کېږي.

په جوزجان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفتر سرپرست حمیدالله بلوچ وویل، داچې په درزاب، مردیان او خماب ولسوالیو کې ټاکنیزو مرکزونو...

راپورونه او مرکې

د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان په ځانمرګي بريد کې ټپي شو

توسط - د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان په ځانمرګي بريد کې ټپي شو

د ميدان وردګو په چک ولسوالۍ کې پر ملي اردو په ځانمرګي بريد کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان  بريد جنرال صافى ټپي شوى او د  اردو ٧ کسان وژل شوي دي.

په چک ولسوالۍ کې يوې سرچينې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې  د...

راپورونه او مرکې

ډيپلوماټ مجله: د افغانستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

توسط - ډيپلوماټ مجله: د افغانستان ټاکنې ولې مهمې دي؟

ډيپلومات مجلې "د افغانستان پارلماني ټاکنې ولې مهمې دي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

مجله وايي د ولسي جرگې راتلونکو ټاکنو ته د نړيوالو لېوالتيا کمه وه خو دا بهير بلاخره دا ټاکلى شي چې د نړيوالې ټولنې پوځي او ډيپلوماټيکې هڅې به په راتلونکي کې لاسته راوړنې ولري او که نه.

د بي بي سي د...

افغانستان

لغمان: د برېښنا شرکت ۱۴کارکوونکي تښتول شوي

توسط - لغمان: د برېښنا شرکت ۱۴کارکوونکي تښتول شوي

ناڅرګندو وسله والو د لغمان ولایت له بادپښ ولسوالۍ نه د برښنا شرکت څوارلس کار کوونکي او انجینران تښتولي دي.

 د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وايي یاد مامورین بادپښ ولسوالۍ ته د ننګرهار او لغمان ولایتونو تر منځ د غځېدلې بریښنا د پرې شویو مزيو تړلو لپاره تللي و چي تیر ماښام نا څرګندو وسله والو تښتولي...