افغانستان

د کابل بګراميو کې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې

توسط - د کابل بګراميو کې د امنيتي ځواکونو او لاريون کوونکو ترمنځ نښته شوې

د کابل ولايت په بګراميو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې يو شمېر لاريون کوونکي ټپيان شوي دي.

د بګراميو ولسوالۍ د ګوسفند درې سيمې يو تن اوسېدونکي محمد شاه وويل چې نن شاوخوا درې سوه کسانو د بګراميو ولسوالۍ مخې ته لاريون وکړ.

هغه زياته کړه، دولتي ځواکونو په دې سيمه کې...

راپورونه او مرکې

ناټو: طالبان او نورې وسله‎والې ډلې دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

توسط - ناټو: طالبان او نورې وسله‎والې ډلې دې د خلکو له وژلو لاس واخلي

د ناټو سازمان سرمنشي په طالبانو او نورو وسله‎والو  ډلو غږ  وکړ چې د خلکو له وژلو لاس واخلي، ځکه جګړه د حل لار نه ده او باید د سولې لار غوره کړي.

نوموړي دغه څرګندونې، نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس ستولټنبرګ دغه راز وويل چې...

افغانستان

ولسمشر زاخېلوال او محب ته عالي دولتي مډالونه ورکړل

توسط - ولسمشر زاخېلوال او محب ته عالي دولتي مډالونه ورکړل

ولسمشر اشرف غني په امريکا کې د افغانستان پخواني سفير ډاکټر حمدالله محب او په پاکستان کې پخواني سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال ته د غازي وزير محمد اکبر خان دولتي مډالونه ورکړل.

له ارګ څخه  په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،  په دې مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي و، د...

راپورونه او مرکې

ولسمشر : صعنتکاران دې د صادراتو پر زياتولو پانګونه وکړي

توسط - ولسمشر : صعنتکاران دې د صادراتو پر زياتولو پانګونه وکړي

 ولسمشر اشرف غني له صنعتکارو وغوښتل چې پر هغو تولیداتو دې اساسي پانګونه وکړي چې صادرات زیات او واردات کموي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهليز د پرانستې په مراسمو کې وکړې.

په دې مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړو، دولتي مقاماتو او په کابل کې د چین ولسي جمهوریت...

افغانستان

ولسمشر له چین سره د جلغوزیو هوايي دهلیز پرانیست

توسط - ولسمشر له چین سره د جلغوزیو هوايي دهلیز پرانیست

ولسمشر غني د افغانستان او چین ترمنځ د هوايي دهلیز د پرانیستو مراسمو کې وویل، د افغانستان له پامه غورځیدلې شتمني لکه جلغوزي، پستې او ځیرې ته به جدي پاملرنه کېږي. ولسمشر وویل،  هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي. د افغانستان د جلغوزیو کلنی حاصل ۲۳ زره متریک ټنو ته رسېږي او له دې وروسته...

راپورونه او مرکې

نوې ملي جبهې، لوی ایتلاف سره پرېکون اعلان کړ

توسط - نوې ملي جبهې، لوی ایتلاف سره پرېکون اعلان کړ

د افغانستان لوی ایتلاف سره د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي رسماً پرېکون اعلان کړ.

په رسمي ډول د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي د افغانستان ژغورنې له لوی ایتلاف سره پریکون اعلان کړ او د ولسمشریزه ټاکنو لپاره په ټکټ کار کوي. د ایتلاف له غړو سره د راتلونکي حکومت پرسر جنجال او د اجرایه ریاست په خپل ځای پاتې کېدل...

راپورونه او مرکې

ډنمارک، افغانستان سره ۳۳۰ میلیونه کرون مرسته وکړه

توسط - ډنمارک، افغانستان سره ۳۳۰ میلیونه کرون مرسته وکړه

د ډنمارک شاهي دولت افغانستان سره درې سوه دېرش میلیونه کرون مرسته وکړه.

ډنمارک شاهي دولت د افغانستان پراختیایي پروژو لپاره ۳۳۰ میلیونه ډنمارکي کرون مرسته وکړه. د مالیې وزارت وایي، مرسته شوې پيسې به د اداري فساد ضد مبارزې، سولې، بشر حقونو او خصوصي سکتور پر پياوړتیا ولګول شي.  
د ډنمارک دغه مرسته د پنځوس میلیونه ډالرو معادل ده چې ۵۲سلنه به یې د...

افغانستان

ولسمشر له خبریالانو د ملاتړ صندوق ته ۵میلیونه افغانۍ ورکړې دي

توسط - ولسمشر له خبریالانو د ملاتړ صندوق ته ۵میلیونه افغانۍ ورکړې دي

ولسمشر غني له خبریالانو نه د ملاتړ صندوق سره ژمنه شوې پنځه میلیونه افغانۍ نن یاد بنسټ ته ورکړې دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ولسمشر غني له شخصي پانګې د ژمنه شویو ۱۵ میلیونه افغانیو له جملې پنځه میلیونه د یاد صندوق بانکي حساب ته جمعه شوې او لس میلیونه...

افغانستان

حامد کرزی :د مسکو کنفرانس ته د سولې شورا ټاکل شوی پلاوی مناسب دی

توسط - حامد کرزی :د مسکو کنفرانس ته د سولې شورا ټاکل شوی پلاوی مناسب دی

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د روسیې فدراسیون له سفیر ښاغلي الکساندر منتیتسکي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې په مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د جوړېدونکي کنفرانس په باب هر اړخیزې خبرې وشوې او پخواني جمهور رئیس د یاد کنفرانس له...

افغانستان

کابل او اسلام اباد نن د افغان کډوالو په اړه خبرې کوي

توسط - کابل او اسلام اباد نن د افغان کډوالو په اړه خبرې کوي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن افغان او پاکستانی لوری په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړي.

راپورونه وايي چې په دې کتنه کې به له پاکستان د افغان کډوالو پر وتلو او په دغه هېواد کې د کډوالو اوسنی وضعیت ارزول کېږي.

ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه...