افغانستان

سبا په هېواد کې ملي ماتم دی

توسط - سبا په هېواد کې ملي ماتم دی

ولسمشرغني سبا ورځ په هېواد کې ملي ماتم اعلان کړ. د ارګ مطبوعاتي دفتر ویلي، دا اعلان د کابل په اورانوس هوټل کې د ننني ځانمرګي برید په ویر کې شوی. دا برید پر هغو دیني عالمانو شوی، چې هلته یې د میلاد النبي (ص) مراسم نمانځل. د ولسمشر د حکم له مخې سبا به په هېواد کې دننه او بهر د...

افغانستان

سبا به په ټول هېواد اوسياسي نمايند ګيو کې د افغانستان بيرغ نيم ځوړند وي

توسط - سبا به په ټول هېواد اوسياسي نمايند ګيو کې د افغانستان بيرغ نيم ځوړند وي

جمهوررييس غني دمیلادالنبي پر مراسمو د نن ماښام دردناک تروریستي برید له امله چې یو شمېر علماء او هېوادوال په کې شهیدان شول، سبا د لړم ۳۰مه نېټه ملي ماتم اعلان کړ. د دې لارښوونې پر بنسټ به سبا په ټول هېواد او سیاسي نمایندګیو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي. ويل کېږي چي په دې بريد کې تر ۱۰۰ زیاتو هيوادوالو ته مرګژوبله...

افغانستان

عبدالله: د ښځو د حقونو تامین ته ژمن یوو

توسط - عبدالله: د ښځو د حقونو تامین ته ژمن یوو

د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د جنسیتي برابرۍ په تړاو یوه کنفرانس ته وینا وکړه. هغه په دغه وینا کې د ښځو د حقونو تامین ته د افغان حکومت پر تعهد او ژمنتیا ټینګار وکړ. عبدالله په تېرو پارلماني ټاکنو کې د ښځینه نوماندانو پراخ ګډون ته په اشارې سره وویل، چې ورځ تربلې د...

افغانستان

د کندهار د دوهم ښاري کمربند قوماندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

توسط - د کندهار د دوهم ښاري کمربند قوماندان په ماین چاودنه کې ووژل شو

    د کندهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د کندهار د دوهم ښاري کمربند قوماندان صدیق الله د ماین په چاودنه کي وژل سوی دی. د دفتر په خبره د هغه موټر نن ماښام د کندهار - روزګان د لاري اړوند د شاولیکوت په اردو بلاغ کي پر ختلی. له هغه سره درې ساتونکي ټپيان سوي. ...

افغانستان

کابل ښار کې د ميلاد نبي ص په مراسيمو کې بريد تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله واړوله

توسط - کابل ښار کې د ميلاد نبي ص په مراسيمو کې بريد تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله واړوله

کابل ښار کې د ميلاد نبي ص په مراسيمو کې بريد تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګژوبله واړوله نن ماښام د کابل ښار د اورانوس په نوم د ودونو په هوټل کې ځان وژونکی بريد سوی کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، بريد د کابل ښار پنځلسمې ناحيې اړوند اورانوس هوټل کې نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د ميلادالنبي په مناسبت په...

افغانستان

ټاکنو کمیسیون ته د نوماندانو تازه خبرداری!

توسط - ټاکنو کمیسیون ته د نوماندانو تازه خبرداری!

د نوماندانو ایتلاف د سې شنبې په ورځ  حکومت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته خبرداری ورکړ.

د نوماندانو لوی ایتلاف خبرداری ورکړ که غوښتنې یې ونه منل شي، ولسمشریزې ټاکنې به تحریم کړي او د ټاکنو کمېسیونونه به وتړي. دغه ایتلاف چې تازه جوړ شوی، ټینګار کوي چې د پارلماني ټاکنو پاکې او نا پاکې رایې دې سره بېلې او خلکو ته دې تضمین ورکړي. د...

افغانستان

پنتاګون: سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی

توسط - پنتاګون: سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ شوی

د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څېړنو کې موندلې، چې کابل او واشنګتن سولې ته د وسلوالو طالبانو په راضي کولو کې لږ پرمختګ کړی او له همدې کبله په افغانستان کې د جګړې د دوام نښې ډېرې دي. که څه هم د افغانستان د سولې لپاره هڅې مخ په ډېریدو دي؛ خو د امریکا دفاع وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د...

افغانستان

په هېواد کې ۱.۲ میلیون ماشومان شاقه کارونه کوي

توسط - په هېواد کې ۱.۲ میلیون ماشومان شاقه کارونه کوي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي؛ ۱.۲ میلیون ماشومان په شاقه کارونو کې بوخت دي او حکومت هڅه کوي، چې  د نړیوالو ادارو په همکارۍ دا شمېر راټيټ کړي. د لړم ۲۹، چې د نومبر له ۲۰ سره برابري کوي؛ د ماشومانو د حقونو نړیواله ورځ  نومول شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب ادارې ویانده  مریم عطایي وايي؛ دغه بنسټ په لټه کې دی،...

افغانستان

د لغمان هوايي بريد کې درې مېرمنې وژل شوي

توسط - د لغمان هوايي بريد کې درې مېرمنې وژل شوي

د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه بريد ترسره کړی، چې دځايي سرچينو په وینا درې مېرمنې په کې وژل شوې دي.

د لغمان ولايت يوې باوري امنيتي سرچينې وويل، د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په "بومبي" سيمه کې د بې پيلوټه بريد پرمهال ۳ مېرمنې وژلې دي.

دی وايي، بريد د ملکي وګړو په يوه کور...

افغانستان

له عملیاتو وروسته، پر جاغوري د طالبانو تازه برید

توسط - له عملیاتو وروسته، پر جاغوري د طالبانو تازه برید

دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت ویندویانو وویل، چې د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې يې عملیات کړي او وسله‌وال طالبان يې شاته ټېل وهلي دي.

تازه طالبانو تېره شپه یو ځل بیا د جاغوري ولسوالي اړوند پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د محمد سلیم په نوم د جاغوري یو تن اوسېدونکی وايي: «پرون طالبانو...