افغانستان

کندهار: د جنرال رازق د شهادت د څلوېښتۍ غونډه وشوه

توسط - کندهار: د جنرال رازق د شهادت د څلوېښتۍ غونډه وشوه

د کندهار د شهید شوي امنیه قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي د شهادت د څلوېښتۍ په مناسبت نن ستره غونډه وشوه. په غونډه کې د کندهار سريرست او مرستیال والي عبدالحنان منیب، د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون، د جرګې غړي لالي حمیدزي، د کندهار د ولایتي شورا ریس سید جان خاکریزوال او یو شمېر نورو ویناوالو د شهید جنرال...

سيمه او نړۍ

امریکا له مکسیکو سره ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې

توسط - امریکا له مکسیکو سره ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې

امریکا له مکسیکو سره ټولې ځمکنۍ پولې وتړلې.

    امریکايي چارواکو له مکسیکو سره ټولې ګډې پولې وتړلې. د امریکا په سندیاګو کې د دې کډوالو د هرکلي په موخه لاریونونه شوي چې وروسته له پولیسو سره په نښتو اوښتي دي. لاریون کوونکي سرحدي سیمو کې واټونو ته وتلي وو او کډوالو ته یې د ښه راغلاست شعارونه ورکول. د سیمې پولیس وايي، د لاریون د کابو کولو...

افغانستان

د ولسمشرۍ د دويم معاونيت دفتر: على پور د ملي امنيت له توقيفه خوشې شو

توسط - د ولسمشرۍ د دويم معاونيت دفتر: على پور د ملي امنيت له توقيفه خوشې شو

د ولسمشرۍ د دويم معاونيت دفتر وايي چى علي پور د ملي امنيت له توقيف څخه خوشې شو.

دغه مطلب د دويم معاونيت د مطبوعاتي دفتر په فيسبوک پاڼه کې نن ماخوستن خپور شوى دى.

سرچينه ليکي چې علي پور همدا اوس (نږدې اته بجې د شپې) د صدارت په قصر کې د جمهوري رياست د دويم معاونيت په...

افغانستان

د کندوز معترض نوماندان : که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي دکندوز-کابل لار تړو

توسط - د کندوز معترض نوماندان : که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي دکندوز-کابل لار تړو

د کندوز يو شمېر معترض نوماندان وايي  چې که پاکې رايې له ناپاکو جلا نه شي او بېرته له سره ونه شمېرل شي، دوى به د کندوز-کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا ١١ ورځو راهيسې د کندوز معترضو نوماندانو د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون دروازه هم تړلې ده.

راپورونه او مرکې

روحاني: د ولسمشریزو ټاکنو نوى مهالوېش له اساسي قانون سره په ټکر کې دی

توسط - روحاني: د ولسمشریزو ټاکنو نوى مهالوېش له اساسي قانون سره په ټکر کې دی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۲۲ مه د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره مناسبه بولي، خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون او سیاسي ګوندونه دغه نېټه له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې اعلان کړی و چې ولسمشریزه ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د...

افغانستان

سرچینه: ځانګړو ځواکونو تخار کې د یو بل زورواکي پر کور چاپه وهلې

توسط - سرچینه: ځانګړو ځواکونو تخار کې د یو بل زورواکي پر کور چاپه وهلې

  افغان ځانګړو ځواکونو په تخار کې د پخواني قوماندان جنرال داود د ورور عبدالعلي پر کور عملیات کړي دي. سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو د نوموړي له کوره ۳۰ میله وسله او مهمات تر لاسه کړي، خو هغه خپله په تېښته بریالی شوی دی. د راپورونو له مخې عبدالعلي هم په ځینو مواردو کې په قانون ماتونه تورن دی. په ورته وخت کې...

سيمه او نړۍ

یمن کې د القاعده ډلې شپږ غړي وژل شوي دي 

توسط - یمن کې د القاعده ډلې شپږ غړي وژل شوي دي 

  د القاعده شبکې شپږ غړي پرون په یمن کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي. عراقي چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وایي، دا پېښه په البیده ولایت کې شوې ده. دوی ویلي، د القاعده دوه سیمه ییز مشران او څلور وسله وال وژل شوي دي. د چارواکو په خبره امریکایي پوځیان په دوامداره توګه په ډرون بریدونو سره...

افغانستان

ازبکستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د ۲۵ بسونو مرسته وکړه

توسط - ازبکستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د ۲۵ بسونو مرسته وکړه

 ازبکستان هېواد د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره د ٢٥ بسونو مرسته وکړه چې د يو شمېر ولايتونو د پوهنتونونو ښځينه محصلينې به په کې انتقالېږي.

دغه بسونه نن (د لېندۍ پنځمه) د لوړو زده کړو وزارت ته وسپارل شول.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزير نجيب الله خواجه عمري وويل چې دغه ٢٥ عرادې بسونه...

راپورونه او مرکې

مخابراتو وزارت: پر روشن مخابراتي شرکت مو ۴۴۲ میلیونه افغانۍ مطالبات پاتې دي

توسط - مخابراتو وزارت: پر روشن مخابراتي شرکت مو ۴۴۲ میلیونه افغانۍ مطالبات پاتې دي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، تېر کال د کابل په زنبق څلورلاره کې د درنې چاودنې له امله چې روشن مخابراتي شرکت ته په کې زيانونه واوښتل، پر دغه شرکت د وزارت ٤٤٢ ميليونه افغانۍ مطالبات پاتې دي.

له ياد وزارته  په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې وروستيو کې د بررسۍ عالي ادارې راپور خپور...

افغانستان

ناټو: داعش هڅه کوي خپل خلافت افغانستان ته ولېږدوي

توسط - ناټو: داعش هڅه کوي خپل خلافت افغانستان ته ولېږدوي

  د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي داعش هڅه کوي چې خپل خلافت افغانستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیم کړي. سټولټبنرګ په یوه ناسته کې د خبرو پر مهال ویلي، داعش او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د دوی لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی خو د سولې خبرو دروازې د ټولو هغو ډلو پر مخ خلاصې دي...