افغانستان

ټرمپ ممکن له کریسمس مخکې افغانستان ته راشي

توسط - ټرمپ ممکن له کریسمس مخکې افغانستان ته راشي

  سپوټنیک اژانس د واشنګټن پوسټ له قوله ویلي، ټرمپ ښایي ډېر ژر افغانستان ته لاړ او د افغان چارواکو سربېره له خپلو سرتېرو سره وګوري. د سرچینې په خبره هغه ښایي تر کریسمس مخکې افغانستان ته لاړ شي. کریسمس د ډسمبر په 25 په ټولو غربي هېوادونو کې نمانځل کېږي. د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې هغه د خپلو کارپوهانو په ټینګار...

افغانستان

د سویس د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د اوږدې کشالې حل سیاسي ډیالوګ دی

توسط - د  سویس د بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان د اوږدې کشالې حل سیاسي ډیالوګ دی

  د سویس د بهرنیو چارو وزیر هیډ دا څرګندونې نن په سویس کې د ژنیو ناستې په پرانستغونډه کې د خبرو پر مهال وکړې. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی باید نور پای ومومي او په خبره یې اوس د دې ناورین د پای ته رسولو لپاره غوره فرصت دی. هغه په خپلو خبرو کې وویل چې له پوځي لارو...

افغانستان

ولسمشر غني ژنیو ناستې ته: تر جګړې ور هاخوا لوږه د افغانانو لپاره ستر ناورین دی

توسط - ولسمشر غني ژنیو ناستې ته: تر جګړې ور هاخوا لوږه د افغانانو لپاره ستر ناورین دی

  ولسمشر نن د ژنیو ناستې ته په خبرو کې وویل چې له جګړې ورهاخوا لوږه هم د افغانانو لپاره په یو ستر ناورین بدله شوې ده چې په خبره یې اوسمهال ۳ میلیونه افغانان او درې ولایتونه د وچکالۍ له امله له بیړني حالت سره مخ دي. هغه د سولې خبرو ته په اشارې وویل، افغان حکومت د سولې د مذاکراتو لپاره یوه...

افغانستان

اقتصاد وزارت: حکومت هڅه کوي ملي عواید زیات او مصارف راکم کړي

توسط - اقتصاد وزارت: حکومت هڅه کوي ملي عواید زیات او مصارف راکم کړي

  د اقتصاد وزارت وایي، هڅه کوي چې د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه بې ځایه لګښتونه راکم او خپلې عایداتي سرچینې زیاتې کړي. د اقتصاد وزارت زیاتوي، حکومت پلان لري چې په کارونو کې د روڼوالي، بېلابېلو مالي سرشاره سرچینو د پیدا کولو او اقتصادي ودې د پراختیا له لارې په اقتصادي لحاظ ځان بسیا کړي. د یاد وزارت ویاند سهراب بهمن...

افغانستان

کابل کې د امریکا سفیر: نړیوال دې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

توسط - کابل کې د امریکا سفیر: نړیوال دې له افغانستان سره بشري مرستې ډېرې کړي

  په کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر نړیوالو غږ کړی چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. جان باس په افغانستان کې پر وچکالۍ خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په پام کې لري افغانستان کې له وچکالي سره د مبارزې په برخه کې خپلې مرستې لا ډېرې کړي. باس وویل چې هېواد یې په...

افغانستان

ملګري ملتونه: د افغان سولې پروسې بریالیتوب لپاره باید ټول سره یو ځای شي

توسط - ملګري ملتونه: د افغان سولې پروسې بریالیتوب لپاره باید ټول سره یو ځای شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره بايد ټول سره يو ځاى شي.

دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرس  د يو ويډيو کنفرانس له لارې په جينوا کې د وزيرانو کنفرانس ته وکړې.

ده وويل: ((زموږ زړونه له ټولو هغو افغانانو سره دي چې...

افغانستان

د CIA پخوانی لوړ پوړی چارواکی: د افغانستان پریښودل به د سترو ستونزو لامل شي

توسط - د CIA پخوانی لوړ پوړی چارواکی: د افغانستان پریښودل به د سترو ستونزو لامل شي

  د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې پخواني لوړپوړي چارواکي فل رییلې ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې خپل پیاوړی حضور ولري. هغه زیاته کړې، په یاد هېواد کې د امریکا شتون ځکه اړین دی چې طالبان لا هم پیاوړي دي او که چېرې امریکا ترې ووځي نو دا...

افغانستان

حامد کرزی: هلمند کې پر ملکي خلکو بمباري د سولې د روانو هڅو د سبوتاژ کولو په معنا ده

توسط - حامد کرزی: هلمند کې پر ملکي خلکو بمباري د سولې د روانو هڅو د سبوتاژ کولو په معنا ده

 د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو د امریکايي ځواکونو هوايي برید په کلکه غندلی او دغه کار یې د ټولو انساني ارزښتونو خلاف بللی دی.

تېره شپه بهرنيو هوايي ځواکونو د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په ځنځيري دراب سيمه کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړی چې په...

افغانستان

د شاهین قول اردو څه باندې سل افسران له دندو ګوښه کړای شول

توسط - د شاهین قول اردو څه باندې سل افسران له دندو ګوښه کړای شول

د شاهین قول اردو قوماندان وایي چې د دې قول اردو څه باندې سل افسران له خپلو دندو ګوښه او پرځای يې نوي افسران وګومارل شول.

د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي چې نن یې په کابل کې د حکومت اطلاعاتو او رسنیو مرکز شتون درلود، وویل: ((د دې قول اردو څه باندې ۱۱۰ افسران، د...

افغانستان

مرکزي بانک: د افغانۍ ارزښت لوړولو لپاره ۲۵میلیونه نور ډالر پلورو

توسط - مرکزي بانک: د افغانۍ ارزښت لوړولو لپاره ۲۵میلیونه نور ډالر پلورو

  مرکزي بانک ۲۵ميليونه ډالر د افغانۍ ارزښت لوړولو په موخه د ليلام په ډول پلوري. د یاد بانک له خوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان بانک د روان کال د ليندۍ د مياشتې په ۱۰ نېټه چې د شنبې ورځ سره سمون خوري ۲۵ ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. سرچینه...