ورزش

د امو زون خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو

توسط - د امو زون خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره شو

د افغانستان کرکټ بورډ استازو په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون اړوند ولایتونو خبریالانو لپاره د کرکټ پوهاوي پروګرام ترسره کړ. دغه پروګرام کې له بېلابېلو رسنیو شاوخوا ۱۲۰ نارینه او ښځینه خبریالانو ګډون کړی و چی د کرکټ بورډ اړوند استازو له لوري ورته د کرکټ د بېلابېلو موضوعاتو او اړخونو په اړه معلومات ورکړل شول. د یاد...

افغانستان

آیا افغانستان د مي ټو خوځښت له پاره چمتو دی

توسط - آیا افغانستان د مي ټو خوځښت له پاره چمتو دی

ښکاري چې په افغانستان کې هم مي ټو ته ورته د میرمنو د جنسي ځورونې یو غورځنګ شکل نیسي. افغانستان چې د میرمنو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، اوس یې یو شمیر میرمنو د جنسي ناوړه استفادې په هکله خپل آواز پورته کړی دی. په افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو له لوري د فوټبال د فدراسیون پر یو شمیر چارواکو باندې...

سيمه او نړۍ

د بلوا ضد زرګونه پولیس او څارندوی په پاریس کې ځای پر ځای شوي

توسط - د بلوا ضد زرګونه پولیس او څارندوی په پاریس کې ځای پر ځای شوي

زرګونه پولیس او څارندوی د فرانسيې په مرکز پاریس کې د زېړ واسکټو د غورځنګ له اعتراضونو مخکې ځای پر ځای شوي دي. د بلوا ضد پولیس نن د پاریس د اورګاډو د مرکزي تمځایونو او د شانزه لیزې د واټ شااوخوا راټول شوي دي. فرانسوي وزیرانو وروسته له هغې چې د دې هېواد د سترازبورګ ښار د کرسمس په یوه بازار کې برید څلور...

سيمه او نړۍ

داروپايې ټولني داقليم کنفرانس نور هم وغځيد

توسط - داروپايې ټولني داقليم کنفرانس نور هم وغځيد

د اقليم داسې کنفرانس چې په ټاکلي وخت پای ته رسيږي ښايي استثنا وي. دا ځل هم د پولنډ په کاتوويڅ ښار کې ځنډ راغلی دی. وروستۍ اعلاميه لا زيات وخت غواړي، خو نوی تقسيم اوقات بيا تعيين شوی دی. په تالار کې د وروستي متن د نوې مسودې په سر ناسته په پای کې دولسو بجو ته وځنډول شوه، په داسې حال کې...

افغانستان

د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

توسط - د مرمر ډبرو له ۵۰ ډېرې کارخونې له کارکولو پاتې دي

په کابل کې د مالیاتو د لوړیدو او د خامو توکو د نشتوالي له کبله له ۵۰ ډېرې د مرمرو ډبرو کارخونې له کار کولو پاتې دي.

د مرمر ډبرو د ټولنې چارواکي وایي، چې د کابل خارخونې هغه مهال له دغې ننګونې سره مخ شوې، چې حکومت د مرمر ډبرو د استخراج چارې ودرولې.

د مرمرو ټولنې مرستیال...

سيمه او نړۍ

آلمان په تيروتنه اخراج کړی يزيدي مهاجر بيرته راولي

توسط - آلمان په تيروتنه اخراج کړی يزيدي مهاجر بيرته راولي

يو يزيدي مهاجر چې د آلمان د مهاجرت ادارې له خوا په تيروتنې سره روسيې ته اخراج شوی وو، بيرته آلمان ته راوستل کيږي. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې سږکال يو افغان مهاجر هم په تيروتنې کابل ته اخراج کړی وو. د آلمان خبري آژانس دي پې اې په حواله، د يزيدي مذهبي اقليت څخه دغه ۲۷ کلن مهاجر د نوامبر...

راپورونه او مرکې

رباني : له پاکستانه د افغانستان یوازینۍ غوښتنه په سوله کې لازمه همکاري ده

توسط - رباني : له پاکستانه د افغانستان یوازینۍ غوښتنه په سوله کې لازمه همکاري ده

  د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې له پاکستانه د افغانستان یوازینۍ غوښتنه په افغان سوله کې همکاري ده. نوموړي زیاته کړه، پاکستان په وار وار په افغان سوله کې د همکارۍ خبره کړې، خو تر اوسه یې په دې برخه کې لازمه همکاري نه ده کړې. رباني وویل،...

افغانستان

فراه: دواکسين پر کارکوونکو هوايې بريد سوی او دوه تنه يې وژلي دي

توسط - فراه: دواکسين پر کارکوونکو هوايې بريد سوی او دوه تنه يې وژلي دي

له فراه ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې نن سهار د دغه ولایت د خاکسفیدولسوالۍ اړوند د خشکاوې په نامه سيمه کې د واکسین پر کارمندانو هوایي برید شوی دی. خبر زیاتوي، یادو کسانو په سیمه کې د پولیو واکسین تطبیق کاوو، چې د هوایي برید ښکار شوي دي. سرچینې وایي، په برید کې د عبدالصبور په نامه د واکسیناسیون یو کارمند...

افغانستان

بغلان: پوليسو د امنيې قومندانۍ هغه قرارداديان چي د خرو غوښي يې پلورلې

توسط - بغلان: پوليسو د امنيې قومندانۍ هغه قرارداديان چي د خرو غوښي يې پلورلې

د بغلان ولایت ځایي چارواکی وایی، درۍ تنه هغه قصابان یې نیولي چې پر امنیتي ځواکونو یې حرامې غوښې پلورلې. د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ سرپرست وياند صميم جويا وایي، یادو کسانو له کلونو راهیسې د خرو او آسانو غوښې پر امنیتي سرتیرو پلورلې او تیره ورځ نیول شوي چې په وینا یې دریو واړو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی. په شمال...

افغانستان

رباني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

توسط - رباني د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

  د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د درې اړخیزې ناستې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره کتلي دي. د رباني پر ټویټر د لیکلو معلوماتو له مخې په دې لیدنه کې چې د رباني په کاري دفتر کې شوې، دواړو لوریو پر افغان سوله،...