افغانستان

راپورونه:اسد الله خالد د ملي دفاع وزیر ټاکل شوی

توسط - راپورونه:اسد الله خالد د ملي دفاع وزیر ټاکل شوی

د ملي امنیت پخواني ریس اسدالله خالد ته نیږدې سرچینو ویلي، چې هغه د ملي دفاع د نوي وزیر په توګه نوماند شوی.

د خالد په مشرۍ د امید سبا سیاسي جریان ګڼو غړو پخپلو فیسبوک پاڼو کې د دغه خبر پخلی کړی دی.

ویل شوي، چې د خالد ترڅنګ د ملي امنیت بل پخوانی ریس امرالله صالح په...

افغانستان

هرات: د ورځې ۸،۵ ټنه پنبه تولیدیږي

توسط - هرات: د ورځې ۸،۵ ټنه پنبه تولیدیږي

د هرات چارواکي د پخته طلای سفید افغان خصوصي شرکت لخوا په دې ولایت کې د ورځې د ۸،۵ ټنه پنبې د تولید خبر ورکوي.

د هرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې د دې ولایت سرپرست او مرستیال والي محی الدین نوري له دغې فابریکې څخه د لیدنې پروخت د فابریکې کارونه ستایلي.

د فابریکې مشر سید اسماعیل...

افغانستان

د انس حقاني د خوشې کیدو اوازه رد شوه

توسط - د انس حقاني د خوشې کیدو اوازه رد شوه

د ملي امنیت لوی ریاست هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د حقاني شبکې مهم غړی انس حقاني د دغه ریاست له بند خونې خوشې شوی.

د انس حقاني او یو شمېر ملګرو د خوشې کیدو اوازې یې نن په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې.

ویل شوي وو، چې دوی طالبانو سره د سولې مذاکراتو په لړ کې...

سيمه او نړۍ

د حماس مشر مسکو ته سفرکوي

توسط - د حماس مشر مسکو ته سفرکوي

ټاکل شوې، چې په نوي میلادي کال کې د فلسطین د حماس غورځنګ مشر اسماعیل هینیه د روسیې پلازمېنې ماسکو ته په سفر لاړشي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخائیل بوگدانف ویلي په دغه سفر کې به پر ګڼو مسایلو خبرې وشي.

روسیې په وروستیو کې د نړۍ په مختلفو برخو کې امریکا ضدو ډلو سره نیږدې اړیکې...

سيمه او نړۍ

چیک: د ډبرو سکرو په کان کې ۱۳ تنه ووژل شول

توسط - چیک: د ډبرو سکرو په کان کې ۱۳ تنه ووژل شول

د چیک په کاروینا ښار کې د ډبرو سکرو د یوه کان دننه چاودنې ۱۳ معدنچیان وژلي.

  ویل شوي، چې ۱۱ وژل شوي معدنچیان د پولینډ استوګن وو.

دا پېښه له ۱۹۹۰ راهیسې د چیک د معدنونو ترټولو بده پېښه ګڼل شوې ده.

په ۱۹۹۰ کې یوې ورته چاودنې ۳۰ معدنچیان وژلي وو.

سيمه او نړۍ

په داعش ضد ایتلاف کې د امریکا استازي استعفا وکړه

توسط - په داعش ضد ایتلاف کې د امریکا استازي استعفا وکړه

د داعش خلاف پرضد په نړیوال ایتلاف کې د امریکا استازي برت مک ګرک نن له خپلې دندې استعفا وکړه.

د امریکا د بهنریو چارو وزارت د هغه د استعفا خبر تایید کړی.

 د نوموړي د استعفا دلیل له سوریې څخه د امریکایي ځواکونو له وتو سره مخالفت ښودل شوی.

افغانستان

المان له افغان پولیسو سره د بلوا ضدو وسایلو مرسته وکړه

توسط - المان له افغان پولیسو سره د بلوا ضدو وسایلو مرسته وکړه

کورنیو چارو وزارت له افغان ملي پولیسو سره د المان له لورې د بلوا ضدو وسایلو د مرستې خبر ورکوي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې په افغانستان کې د المان د پولیسو د پروژې ریس لارس ګردس نن دا مرسته د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ته د لیدنې پروخت سپارلې ده.

  سرچینې د دغې مرستې اندازه...

افغانستان

جوزجان: پر ۶۰۰ جریبه ځمکه باغونه جوړیږي

توسط - جوزجان: پر ۶۰۰ جریبه ځمکه باغونه جوړیږي

د جوزجان چارواکي په دې ولایت کې پر ۶۰۰ جریبه ځمکې د باغونو د جوړولو د پيل خبر ورکوي.

د دې ولایت د والي دفتر ویلي، د دغو باغونو د جوړولو لړۍ د مني د نیالګیو ایښودو د کمپاین په ترڅ کې پيل شوې ده.

د شمال په کچه د بڼ والۍ د ملي پروګرام مشر فهیم جباري ویلي،...

افغانستان

هرات:داخلي بې ځایه شویو خپل ماشومان پلورلي

توسط - هرات:داخلي بې ځایه شویو خپل ماشومان پلورلي

د مشرانو جرګې یو پلاوی، چې مشري یې د دې جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسون مشر محمد حنیف حنیفي کوي، هرات ته رسیدلی.

دهرات ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې دغه پلاوی د بې ځایه شویو کورنیو ستونزې څېړي.

پلاوي نن د هرات ولایت مرستیال او سرپرست والي محی الدین نوري سره د داخلي بې ځایه شویو د...

افغانستان

لغمان:د ښاروالۍ لخوا جوړ شوی مارکېټ پرانیستل شو

توسط - لغمان:د ښاروالۍ لخوا جوړ شوی مارکېټ پرانیستل شو

د څه کم ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان د سلطان غازي بابا په ښارګوټي کې د مهترلام ښاروالۍ له لوری جوړی شوی مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې دغه مارکیټ شپږ سترې هټۍ لري، د یوه کال په موده کې یې چارې بشپړې شوي او...