ليکني او ژباړي

افسوس زموږ په حال!- عبدالرشید ایوبي

توسط - افسوس زموږ په حال!- عبدالرشید ایوبي

تنظیمي رهبرانو کلونه کلونه خپل مینځي جګړې وکړې، چا ټوله پاچاهي غوښتله، چا په صدرات عظمی بسنه نکوله، زینو له غرونو د کابل په ښار توغندي ورول، چا ټول کابل میشت کافر او مباح الدم بلل، چا پلچک او سرکونه ورانول، چا د امان قصر ویشتلو، چا رقص مرده کاوه، چا مو په سرونو میخونه ټک وهل، زینو بیا له امریکایانو د...

افغانستان

ولي مسعود له امریکا څخه د ارګ وضاحت غوښتل وننګول

توسط - ولي مسعود له امریکا څخه د ارګ وضاحت غوښتل وننګول

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند احمد ولي مسعود د ارګ پرهغې اعلامیې توندې کنایوي نیوکې کړي، چې د امریکایي ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه یې وضاحت غوښتی. امریکایي ولسمشر ټرمپ د شوروي پر وړاندې افغان جګړه ترهګري ګڼلې وه او د شوروي دا برید یې په حقه ګڼلی و. ولي مسعود وایي حکومتي چارواکو دا ۱۷ کاله په دسیسه...

افغانستان

د خوږیاڼو په روغتون کې د ۲ بلاکونو د جوړیدو کار پیل شو

توسط - د خوږیاڼو په روغتون کې د ۲ بلاکونو د جوړیدو کار پیل شو

په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ۴۵ بسترو په ظرفیت د دوو نویو بلاکونو چارې پیل شوې. د ننګرهار عامې روغتیا رئيس ډاکتر نجیب الله کامه وال چې د خوږياڼو ولسوالۍ قومي مخورو یې ملتیا کوله د دې ولسوالۍ په (۷۵ بستریز روغتون کې د دوو نویو بلاکونو چارې پیل کړې چې ۴۵ بسترونه به ولري.

د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبرې ايښودو په مراسمو...

افغانستان

مسلمیار: د ټرمپ او بل هیچا احسانمن نه یوو

توسط - مسلمیار: د ټرمپ او بل هیچا احسانمن نه یوو

د مشرانو جرګې ریس فضل هادي مسلمیار د پخواني شوروي پر وړاندې د افغان جګړې په اړه د امریکایي ولسمشر وروستۍ څرګندونې په توندو ټکو غندلي. هغه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پخواني شوروي خلاف افغان جګړه مقدس جهاد او د ټولې نړۍ ویاړ و. د مسلمیار په وینا ټرمپ دې په افغانستان کې د خپلو څو زره سرتېرو وژل کیدل...

افغانستان

ښځینه فعالانو د سولې لپاره انځوریزکمپاین پیل کړ

توسط - ښځینه فعالانو د سولې لپاره انځوریزکمپاین پیل کړ

په ننګرهار کې يو شمېر ښځينه مدني فعالانو د جګړې د پای او سولې راتلو په هيله کمپاين پيل کړی دی.

د کور ښځينه مدني بهير مشرې مقدسې احمدزۍ وويل، وروسته له هغه چې په هېواد کې د سولې خبرې ګرمې شوې؛ نو دوی هم وسله والو ته د سولې پيغام ورکولو په موخه داسې پلان جوړ کړ. هغې...

افغانستان

حاجي حضرت علي له ملي ایتلاف څخه بېل شو

توسط - حاجي حضرت علي له ملي ایتلاف څخه بېل شو

د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي له ملي ایتلاف څخه د وتو اعلان وکړ. هغه په یوه مرکه کې وویل: ملي ایتلاف د ژمنو خلاف د ملي موخو پرځای شخصي موخې تعقیبوي. ده په مشخص ډول پر ایتلاف د لګولي تور جزیات ورنه کړل. ملي ایتلاف هم په دې اړه نظر نه دی ورکړی.

افغانستان

لغمان: د جبارقهرمان پلویانو د عدالت غوښتنې غونډه وکړه

توسط - لغمان: د جبارقهرمان پلویانو د عدالت غوښتنې غونډه وکړه

په لغمان کې د شهید عبدالجبار قهرمان پلویانو د هغه لپاره د عدالت غوښتنې غونډه وکړه. په دې غونډه کې پرحکومت د قهرمان د شهادت قضیې ته د نه پاملرنې له کبله نیوکه وکړه. دوی همدا شان د لغمان له ادارې وغوښتل، چې د دې ولایت یو څلورلاری د جبارقهرمان په نامه وپوهوي. د قهرمان پلویانو خبرداری ورکړ، چې د غوښتنو د نه پوره...

افغانستان

ننګرهار: په لومړي ځل زده کوونکو ته برېښنايي شهادتنامې وويشل شوې

توسط - ننګرهار: په لومړي ځل زده کوونکو ته برېښنايي شهادتنامې وويشل شوې

په ننګرهار عالي لېسه کې د يوې غونډې په ترڅ کې پوهنې رياست د ۱۳۹۷ کال د دولسم ټولګيو فارغو زده کوونکو ته د برېښنايي شهادتنامو د وېش لړۍ پيل کړه.

ننګرهار پوهنې رئيس حسیب الله شينواري وويل، چې د برېښنايي شهادتنامو وېش يې د کاري لومړيتوبنو څخه و او نن پر دې وتوانيد، چې د دولسم ټولګي...

افغانستان

صافۍ: رسنۍ دې د اساسي قانون په اړه پوهاوی وکړي

توسط - صافۍ: رسنۍ دې د اساسي قانون په اړه پوهاوی وکړي

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرسته حسینه صافۍ له رسنیو غوښتي، چې د اساسي قانون اونۍ خلکو ته د عامه پوهاوي له پروګرامونو سره ونمانځي. نوموړې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ددې اونۍ د نمانځلو لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو منظم کاري پلان ترتیب کړی. د هغې په وینا دغه پلان یې د اساسي قانون پر تطبیق د څار...

سيمه او نړۍ

امریکا: ایران دې فضا ته له راکټ توغولو ډډه وکړي

توسط - امریکا: ایران دې فضا ته له راکټ توغولو ډډه وکړي

  امریکا ایران ته مخکې له مخکې خبرداری ورکړ چې فضا ته د درېيو راکټونو له توغولو ډډه وکړي. امریکا باور لري چې د ایران رژیم له بالستیکي یا لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه په کار اخېستو د امنیت شورا د پرېکړه ‌لیک سرغړونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، ایران ویلي چې په راتلونکو څو میاشتو کې درې راکټونه...