افغانستان

لغمان: په ۷ میلیونه افغانیو یو استنادي دېوال جوړیږي

توسط - لغمان: په ۷ میلیونه افغانیو یو استنادي دېوال جوړیږي

د څه باندې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان قرغیو ولسوالۍ د سنګیړې سیمې ۳۷۰ متره استنادي دیوال د رغونې چارې پیل شوې.

دلغمان ولایت د کلو بیارغونې او پراختیا رئیس امان الله میاخیل د معلوماتو له مخې چې د ددغه ریاست په تخنیکي او د نړیوال خوارکي سازمان په مالي همکارۍ یې د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سنګیړې...

راپورونه او مرکې

ننګرهار :د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوې

توسط - ننګرهار :د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځیو ودانۍ بشپړې شوې

ننګرهار ولایت جلال اباد ښار په بېلابېلو سیمو کې د درې ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړې او د یو ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې .

ننګرهار والي حیات الله حیات د پوهنې وزیر څخه مننه وکړه،چې دې ولایت ته یې د سفر په ترڅ کې د شاوخوا پنځوس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د صدیق الله رښتیني لیسې...

افغانستان

حمدالله محب سعودي ته په سفر تللی

توسط - حمدالله محب سعودي ته په سفر تللی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ‌‌‌‌‌‌‌ډاکټر حمدالله محب، د چین خلق جمهوریت ته تر رسمي سفر وروسته، نن سعودي عربستان ته ولاړ.

سعودي عربستان ته له سفر وړاندې هغه په ابو ظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار الشيخ طحنون بن زايد آل نهيان او همدا شان دوبۍ ښار کې د افغانستان د سولې بهیر...

افغانستان

دفاع وزارت:۴۶ وسله وال مو وژلي

توسط - دفاع وزارت:۴۶ وسله وال مو وژلي

ملي دفاع وزارت په مختلفو عملیاتو کې د ۴۶ وسله والو مخالفینو د وژلو خبر ورکړ. د وزارت د خبرپاڼې له مخې دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ ساعتونو کې۱۱ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۲ هوایي بریدونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي. د سرچینې له مخې  هوایي ځواکونو ۱۰۹پروازونه ملي اردو  د ځواکونو د...

افغانستان

په نورستان کې به ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابره شي

توسط - په نورستان کې به ۱۲ زره کورنیو ته لمریزه برېښنا برابره شي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره د یاد ولایت د خلکو د ستونزو او غوښتنو د اوریدو په موخه ولیدل. د لیدنې پرمهال د نورستان والي د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د لارو د نشتون او د څښاک د اوبو کمښت ستونزې او لېرې پرتو سېمو ته د برېښنا...

افغانستان

کابل: پولیسو یو سیم باکس نیولی

توسط - کابل: پولیسو یو سیم باکس نیولی

ملي پولیسو د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د څلورمې کارتې  لومړي سړک یو پایه سیم باکس، چې ۳۲ سیم کارته ظرفیت یې درلود ونیول. د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو پر مهال ۳۲ عدده فعاله سیم کارټونه له نهه قلمو اړونده توکو سره نیول شوي دي. سرچینه وایي نیول شوي توکي...

افغانستان

ننګرهار: ژر به د دولتي بستونو ازموينه کمپيوټرايز شي

توسط - ننګرهار: ژر به د دولتي بستونو ازموينه کمپيوټرايز شي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون د دارالانشاء رئیس ضياء احمد عبدالرحيمزي په ننګرهار کې دولتي بستونو ازموينې د کمپيوټرايز کولو خبر ورکړ.

نوموړی، چې د د يادې ادارې د يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا ننګرهار ولايت ته په سفر راغلی و د دې ولايت اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په دفتر کې يې دغه څرګندونې وکړې.

افغانستان

پکتیا: خلک ښوونځي ته په یو نیم میلیونه افغانیو ځمکه اخلي

توسط - پکتیا: خلک ښوونځي ته په یو نیم میلیونه افغانیو ځمکه اخلي

د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د باغکې سیمې خلک د ښوونځي لپاره د یو نیم ملیون افغانیو په ارزښت ځمکه اخلي. د پکتیا ولایت مقام په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: د معارف په برخه کې د خلکو مرسته او همکاري ډېره اړینه ده. سرچینې دا مرسته ستایلې او زیاته کړې چې د یوې باثباته ټولنې د درلودلو لپاره له...

افغانستان

کونړ:د لاجوردو لارې په اړه سیمینار ترسره شو

توسط - کونړ:د لاجوردو لارې په اړه سیمینار ترسره شو

د کونړ په سېد جمال الدین افغاني پوهنتون کې د لاجوردو تاریخي لارې په ارزښت سمینار جوړ شو.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې د لاجوردو لار به نه یواځې دا چې د ورېښمو د لرغوني لارې پخوانی ټرانزیټي مسیر یو ځل بیا راژوندی کړي بلکې افغانستان به د اروپا، منځني ختیځ او سویلي اسیا ترمنځ د...

ورزش

کرکټ بورډ په کونړ کې کرکټ ته پراختیا ورکوي

توسط - کرکټ بورډ په کونړ کې کرکټ ته پراختیا ورکوي

کونړ والۍ د اسعد اباد کریکټ لوبغالي پراختیا او ځوانانو ته د سپورتي اسانتیاوو برابرولو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ

د افغانستان کریکټ بورډ د پرمختیا چارو مسوول نظیم جار عبدالرحیمزي کونړ ته د سفر پرمهال د کونړ له والي عبدالستار میرزکوال سره ناسته ترسره کړه او د کریکټ پرمختګ په برخه کې یې...